لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په وړومبۍ صدارتي مباحثه کې کملا هیرس اؤ ډونلډ ټرمپ په یو بل کلکې نیوکې کړي


امریکایي خبري شبکې "ای بي سي"نیوز د پینسلوینیا په فلاډیلفیا ښار کې د صدارتي مباحثې کوربه توب پغاړه درلودو اؤ د ۹۰ منټو دا مباحثه په نړۍ کې په کروړونو کسانو په ژوندۍ بڼه لیدله اؤ اورېدله.

امریکا کې په ۵م نومبر کېدونکې صدارتي ټاکنه کې کاملا هیرس د ډیموکریټک ګونده کاندیده ده اؤ ډانلډ ټرمپ د ري پبلکن ګوند له لوري پرله پسې په دریم ځل صدارتي کاندید دی.

د مباحثې په پیل کې چې کله دواړه کاندیدان د نشریاتي ادارې ای بي سي نیوز سټيج ته راغلل نو مرستیاله صدره کاملا هیرس د ستړي مشو لپاره ترمپ ته ورمخکې شوه اؤ لاس یې ورکړو.

دا د دواړو تر منځ وړومبۍ مخ پر مخ لیدنه وه، اؤ په صدارتي مباحثه کې هم په اول وار دواړه یو بل ته مخ شوي وؤ.

د مباحثې په مهال دواړو کاندیدانو د معیشت، کډوالۍ، اسقاط حمل، د روس اؤ اوکراین د جګړې ، په غزې کې د روان وضعیت ، افغانستان نه د ځواکونو را ویستلو په ګډون په یو شمیر نورو مهمو چارو خپل خپل دریځونه وړاندې کړي اؤ په یو بل یې سخت تورونه لګوي دي.

د افغانستان څخه د ځواکونو راویستل:

افغانستان نه د ځواکونو راویستلو په اړه د پوښتنې ځواب کې کاملا هیرس په پخواني صدر نیوکې وکړې اؤ وي ویل د ډونلډ حکومت د ترهګرو افغان طالبانو سره یو کمزوری تړون کړی ؤ.

ټرمپ افغانستان څخه د راوتلو په پوښتنه وویل افغانستان کې طالبانو زمونږ عسکر وژل اؤ کله چې مونږ له هغوي سره مذاکرات وکړل نو په ۱۸ؤ میاشتو کې زمونږ هیڅ یو اهلکار ونه وژل شو.

د راتلونکي لپاره تګلاره:

مرستیالې صدرې کاملا هیرس وویل هغه خپل پام په راتلونکي ساتل غواړي خو ټرمپ په ماضي کې را ایسار دی. هغه ټینګار وکړو چې د متوسطې طبقې د مرستې لپاره منصوبه په لاس کې لري.

ټرمپ په هیرس نیوکه وکړه چې هرکله هغه په صدارتي ماڼۍ کې ده نو ولې یې خپله منصوبه عملي نه کړه؟هغه دا خبره بیا تکرار کړه چې کاملا پخپله منصوبه عمل ولې ونه کړی شو؟

د اسرایل وجود اؤ د غزې جګړه:

ټرمپ پخپله وینا کې وویل که هیرس دا ټاکنې وګټي نو په راتلونکو دوؤ کالو کې به د اسرایل وجود باقي باتې نه شي. د مباحثې کوربه له کملا هیرس وپوښتل چې هغه به په غزې کې د اسرایل جګړې سره څه کوي اؤ مداکراتو کې ځنډ څنګه ختمولی شي.

کملا ددې پوښتنې ځواب کې وویل، اسرایل د خپلې دفاع حق لري خو دا جګړه ختمېدل پکار دي اؤ دا باید په سمدستي ډول ختمه کړل شي. کملا د اوربند د غوښتنې تر څنګ د دوؤ ریاستو په اساس د هواري د غزې د بیا ودانۍ خبره هم وکړه.

له ټرمپ وپوښتلی شول هغه به د غزې جګړه څنګه ختموي اؤ د حماس په لاس یرغمال شوي کسان به څنګه بېرته راولي؟

هغه ددې پوښتنې ځواب کې دعوه وکړه چې که چرې دی صدر ؤ نو دا شخړه به هډو شورو شوې نه وه.

ترمپ په هیرس تور ولګولو چې "هغه د اسرایل نه کرکه کوي، که چرې هغه صدره جوړه شوه نو زه باور لرم چې د اوس نه نیولی په دوؤ کالو کې به د اسرایل وجود نه وي"

ټرمپ کملا هیرس د عربو نه په کرکې کولو هم تورنه کړه او دعوه یې وکړه چې هغه به د غزې اؤ اسرایل ستونزه په چټکتیا سره هواره کړي.

کملا دعوه وکړه چې پوځي مشرانو ټرمپ یو د سپکاوي یا د "تحقیر وړ" شخص ګرځولی ؤ

ټرمپ پخپلو خبرو کې دعوه وکړه چې که هغه بیاصدر شي نو د روس اؤ اوکراین جګړه به هم ختمه شي.

هیرس د اسرایل د ملاتړ هوډ تکرار کړو اؤ د ټرمپ لخوا په هغې لګول شوي تورونه یې په دې وینا سره رد کړل چې هغه د حقیقتونو نه د پام اړولو هڅه کوي.

اسقاط حمل:

د حمل ضایع کولو په اړه ډونلډ دعوه وکړو چې ډیموکریټس د حمل په نهمه میاست د حمل ضایع کولو اجازه ورکول غواړي. ټرمپ وویل هغه دا چاره ریاستونو ته د پرېښودو اؤ پخپله د ریاستونو لخوا د فېصلې کولو په لړ کې مرسته کړې ده.

په جواب کې یې کملا هیرس وویل ټرمپ د سپریم کورټ داسې درې ججان ټاکلي ؤو چې دوه کاله وړاندې یې د حمل ضایع کولو حق ختم کړی ؤ.

کملا وویل" ته دا ویل غواړې چې خلک غواړي په پارکنګ کې په ولاړو ګاډو کې له مېرمنو وینې بهیږي ځکه چې هغوي حمل نه شي ضایع کولی.خلک دا نه غواړي"

په ټرمپ د ډيکيټر خوښي تور:

هغې وویل، "ټولو ته معلومه ده چې ټرمپ ډکټيټر خوښی دی اؤ هغه د وړومبۍ ورځې راهسې یو ډیکټیټر جوړېدل غواړي" د مباحثې په مهال ډونلډ ټرمپ بیا ، بیا په موجوده صدر جوباییډن ټکونه کول چې په دې کملا هیرس هغه ودګلو اؤ وي ویل "تا سره په مقابله کې باییډن نه دی ولاړ بلکې زه ولاړه یمه"

د روس اؤ اوکراین په جګړه کملا هیرس وویل هغه د اوکراین د صدر سره نزدې اړیکې لري.

د ټرمپ په مخاطب کولو سره کملا هیرس وویل "زمونږ د ناټو ایتلافیان شکرونه کوي چې اوس ته صدر نه یې ګنې پوټین به اوس د اوکراین په پلازمینه کییو کې ناست ؤ اؤ نظر به یې په پاتې اروپا ؤ"

ټرمپ کملا هیرس د تاریخ یوه بد ترینه مرستیاله صدره وبلله اؤ دعوه یې وکړه چې هغه د حملې نه وړاندې د اوکراین اؤ روسيې تر منځ د مذاکراتو له لارې د جګړې په ودرولو کې ناکامه شوې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG