لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مشال خان پلار وايي د مردان په پولیسو باور نه لري


د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د مذهب د سپکاوي په تور وژل شوي مشال خان پلار وایي د ځوي د وژنې په قضیه کې دې د پوهنتون انتظامیه هم شامل کړی شي.

د پاکستان ستر عدالت وړاندې مطبوعاتو سره د خبرو په وخت محمد اقبال خان ویلي د عبدالولي خانپوهنتون انتظامې نه د د دوي په بې غورۍ پوښتنې او پلټنې وشي. هغه زیاته کړی د مشال د وژنې وروستو د یونیورسټۍ انتظامې د وژنې رپورټ (ایف اېي ار) هم نه دی رجسټر کړی.

هغه ویلي: ٫٫ ځه یو ځل بیا د پاکستان حکومت او نظام نه د انصاف غوښتنه کوم. دا د ریاست ذمه واري ده، ځکه یواځې زما ځوی نه دی وژل شوی، دغه کسانو د ریاست واک یا رټ هم چیلنج کړی.٬٬

په دغه مهال د مشال خان وکیل مطبوعاتو ته وویل ٫٫مشال خان به د یونیورسټۍ انتظامې په بدو کارونو ټکونه کول، د هغوي غلاګانې يې رامخې ته کولی او تر اوسه پورې د یونیورسټۍ انتظامیه په دغه قضیه کې نه ده شامل کړی شوی.٬٬

په خپلو خبرو کې د مشال خان پلار د مردان ښار په پولیسو هم نیوکې وکړی او وه یې ویل په دوي نور باور نه لري ځکه دوي د مشال خان پرضد احتجاج کونکو ته د جلسو او غونډو اجازت نامې یا این او سي ورکوي.

نن د پاکستان په سترعدالت یا سپریم کورټ کې د مشال خان د قضیې اورونه شورو شوه. دغه اورونه دپاکستان سپریم کورټ درې کسیزه بنچ کوي چې مشري يې ستر قاضي یا چیف جسټس ثاقب نثار کوي. د اورونې په مهال د خیبر پښتونخوا پولیسو د خپل رپورټ پوره کولو لپاره د عدالت نه نور وخت غوښتی.

د دغه اورونې وروستو د مشال خان پلار محمد اقبال خان او د هغه وکیل د مطبوعاتو ته ویلي پولیس دې د پوهنتون انتظامې نه د دوي په بې غورۍ پوښتنې وکړي. ځکه د پوهنتون انتظامې د مشال د وژنې وروستو ایف ايې ار هم نه دی رجسټر کړی.

د پاکستان په سپریم کورټ یا ستر عدالت کې د مشال خان د اورونې په اړه تفصیلي حال د ډیوه خبریالې رابعه پیر په دې رپورټ کې په لاندیني لنک واورۍ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:07 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG