لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېچ آر سي پي: په 2022م کې پاکستان کې ترهګري سېوا شوې او د بشري حقونو سرغړونې شوي


په رپورټ کې ویل شوي په يادو پېښو کې 533 کسان وژل شوي او 800 نه زیات ژوبل شوي دي، او د ترهګرۍ په دې پیښو کې پيښور کې د شیعه مسلمانانو په جماعت برید هم شامل دی په کوم کې چې 63 کسان وژل شوي وو، او بنو ښار کې د ترهګرۍ د مخنیوي په مرکز کې برید هم
په رپورټ کې ویل شوي په يادو پېښو کې 533 کسان وژل شوي او 800 نه زیات ژوبل شوي دي، او د ترهګرۍ په دې پیښو کې پيښور کې د شیعه مسلمانانو په جماعت برید هم شامل دی په کوم کې چې 63 کسان وژل شوي وو، او بنو ښار کې د ترهګرۍ د مخنیوي په مرکز کې برید هم

پاکستان کې د بشري حقونو تنظيم [اېچ آر سي پي] په خپل کلیز رپورټ کې ويلي دي، تېر کال هم هیواد کې د بشري حقونو سرغړونې روانې وې او تیرو پينځو کالو کې په 2022م کال کې د ترهګرۍ تر ټولو سېوا پېښې رپورټ شوي دي او خېبر پښتونخوا صوبه د ترهګرۍ نه تر ټولو زیاته اغېزمنه شوې ده.

د اېچ آر سي پي د رپورټ ترمخه کال 2022مکې د ترهګرۍ 376 پېښې رپورټ شوي دي او دا شمېره تیرو پينځو کالو کې تر ټولو سېوا وه.

په رپورټ کې ویل شوي په يادو پېښو کې 533 کسان وژل شوي او 800 نه زیات ژوبل شوي دي، او د ترهګرۍ په دې پیښو کې پيښور کې د شیعه مسلمانانو په جماعت برید هم شامل دی په کوم کې چې 63 کسان وژل شوي وو، او بنو ښار کې د ترهګرۍ د مخنیوي په مرکز کې برید هم.

د اېچ آر سي پي مشرانو دريځ خپل کړی چې د لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان سره يوې لوظنامې پس د دې تنظیم غړي بیرته خېبر پښتونخوا صوبې ته رواستو له وجې دې صوبه کې ترهګري زیاته شوې ده.

د اېچ آر سي پي مشرې حنا جېلاني ويلي د کمېشن غړو د خېبرپښتونخوا سفر کړی او هلته یې خلکو سره ليدلي دي، په سوات کې په ناامنۍ په خلکو کې سخته اندېښنه ده، وسله والو په خپله خلکو ته ویلي چې رياست د يوې معاهدې لاندې بيرته راوستي دي.

هغه زياته کړه بیا خلکو د وسله والو ضد احتجاجونه پېل کړي او پوښتنه یې راولاړه کړې چې دا څنګه معاهدې دي چې نه ترې ولس خبر دی او نه د پولیسو افسران؟

اېچ آر سي پي په خپل رپورټ کې ويلي چې تېر کال هم په زوره د خلکو بې درکه کولو لړۍ روانه وه او تېر کال د اپرېل په میاشت کې د کراچۍ پوهنتون کې ځان وژنکي‌برید پس بلوچستان صوبه کې د خلکو په زوره بې درکه کولو کې اضافه شوې ده.

د رپورټ وړاندې کولو په وخت د تنظيم مشرانو وويل چې د خلکو په زوره بې درکه کولو مطلب قانون ماتول دي او قانون هم هغه خلک ماتوي چې د قانون نافذ کولو ذمه وار دي.

د کمېشن مرستیال مشر اسد بټ وایي چې د يو تن په زوره بې درکه کول يواځې يو جرم نه دی دا یو داسې جرم دی چې د خلکو د بنیادي بشري حقونو هم خلاف دي، د کور پردې هم خلاف دی او د قانون هم خلاف دی، داسې کول خلکو ته يو پیغام وي چې دې هیواد کې د دستور او قانون هیڅ احترام نشته.

پاکستان کې د مذهب د آزادې پحقله دا رپورټ وایي چې د پولیسو د وینا ترمخه د مذهب د سپکاوي 35 مقدمې تیر کال درج کړی شوي دي،و نزدې 171 کسانو باندې د مذهب د سپکاوي تور لګول شوی دی او داسې زیاتې پېښې د پنجاب صوبې نه رپورټ شوي دي.

د تنظيم په ويناپه زوره د اقلیتونو مذهب بدلولو لړۍ هم تېر کال روانه وه.

تیر کال احمدي ټولنې سره تعلق لرونکو د عبادت ځایونه هم په نښه شوي دي او د دوي د قبرونو بې حرمتي هم شوې ده.

د بشري حقونو خپلواکه کمېشن مشره حنا جیلاني وایې چې د کم عمر د اقلیتونو سره تعلق لرونکو په زوره مذهب بدلولو باندې مو ډیرې اندېښنې دي، حتې چې نه عدالتونه نه عادي خلک په دې مسله پوهه دي، باید چې د اقلیتونو دغه غږ ته توجه ورکړی شي .

دې رپورټ ترمخه تیر کال ګرد هیواد کې د ښځو سره د جنسي تيريو 3901، د اجتماعي تيريو 325، د غېرت په نامه د جرمونو 316 او کور دننه په ښځو د تشدد 1000 نه زیاتې پېښې رپورټ شوي دي. د غېرت په نامه 1900 نه زیات قتلونه شوي دي او 328د هدفي وژنو پېښې رپورټ شوي دي.

په رپورټ کې ويل شوي، په کال 2022م کې 937 ماشومانو سره د جنسي تېريو پېښې هم رپورټ شوي دي.

د اېچ آر سي پي ترمخه په کال 2022م کې هم د رایې د اظهارد ازادۍ پحقله پاکستان ښه نه دی پاتې شوی او دې کال د صحافت د آزادۍ پحقله د 1800 هيوادونو نوملړ کې د پاکستان درجه 157وه. رپورټ ترمخه د راې اظهار آزادۍ د مخې نيولو دپاره د ترهګرۍ ضد قانون استمال هم شوی دی.

په رپورټ کې ویل شوي د مهاجرینو پحقله پاکستان تراوسه پورې څه تګلاره يا پالیسي يا قانون سازي نه ده کړې او دلته مېشت افغان مهاجرینو ته شناختي دستاویز او ویزې آخستو کې تېر کال هم مشکلات وو.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

په چمن کې د سکولونو د زده کونکو تعلیمي میله ترسره شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG