لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا په اوکراین کې د کارول شویو روسي ډرون پر جوړوونکو چینایي کمپینو بندیزونه ولګول


امریکې د چین او روس پر یو شمېر هغو ادارو او کمپنیو تازه بندیزونه اعلان کړل چې د اوکراین په جګړه کې د زیاتې مرګ ژوبلې سبب کېدونکو روسي ډرون الوتکو په ډیزاینولو، جوړولو او لېږدولو کې یې رول تر سره کړی دی.

په دغو بندیزونو کې دوې چینایي ادارې شیامن لیمباک اېر کرافټ اینجن کمپنۍ او ریډلیپس وېکټر انډسټري شینژن کمپنۍ او روسي اداره ټي ایس کې وېکټر او د دې ادارې مشر ارټیم میخایلوویچ یامشیکوو په نخښه شوي دي.

د امریکا د خزانې وزارت د اکتوبر پر 17مه وویل، دا پر هغو چینايي کمپنیو باندې د امریکا لومړني بندیزونه دي "چې د بشپړو وسلو د سیسټمونو د جوړولو په برخه کې له روسي کمپنیو سره همکاري کوي".

د بایډن د انتظامیې یوه اعلی چارواکي د پنجشنبې- زیارت په ورځ خبریالانو ته وویل، دغه چینایي ادارې د روس د ګارپیا لړۍ اوږد واټن ویشتونکي ډرون په جوړولو کې لاس لري، وایي په چین کې یې جوړوي او مخامخ یې روس ته لېږدوي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل، "ګارپیا د روس د دفاعي کمپنیو په همکارۍ په چین کې ډیزاین او جوړ شوی، د مهمو اډاڼو د ویجاړولو لپاره کارول شوی او د ډله ییزې مرګ ژوبلې سبب شوی دی".

وزارت وایي پر هغو کسانو به بندیزونو لګولو ته دوام ورکوي چې د روس له پوځي صنعتي اډې سره د وسلو په جوړولو کې مرسته کوي:

"د نن ورځې عمل زموږ د هغو پرله پسې هڅو برخه دی چې د چینایي او روسي ادارو او اشخاصو له خوا د روس د پرمختلليو وسلو د ټیکنالوجۍ او اجزاوو د ترلاسه کولو د ملاتړ د هڅو مخنیوی کوي".

د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مېتیو میلر وایي، په لومړي ځل ورته معلومه شوه چې چینايي کمپنۍ یوه وسله جوړوي او وروسته بیا روس هغه وسله د اوکراین په جګړه کې کاروي:

"د همدې لپاره موږ په نړیواله کچه له خپلو متحدینو او همکارانو سره په ګډه کار کوو چې چین ته وښیو دا کار د منلو وړ نه دی او د مخنیوي لپاره یې باید ګامونه پورته کړي".

په 2022م کې پر اوکراین باندې د روس له یرغل راهیسې د ماسکو او بیجینګ اړیکې پیاوړې شوي دي او امریکې په دې موده کې پر تقریباً 100 هغو کمپنیو بندیزونه لګولي چې په چین او هانګ کانګ کې دي.

پر دغو کمپنیو تور دی چې په اوکراین کې د کارول کېدونکې وسلې د پرزو په جوړولو کې یې مرسته کړې ده.

بېجینګ په دغه جګړه کې ځان بې طرفه ګڼي خو د امریکا په ګډون لوېدیځ هېوادونه تور پورې کوي چې د چین سفارتي او اقتصادي ملاتړ ماسکو ته دا توان ورکوي چې په اوکراین کې جګړه روانه وساتي.

د امریکې د تازه بندیزونو په غبرګونو کې د چین د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ وویل، پر چینايي کمپنیو باندې د امریکې د یواړخیزو غیرقانوني بندیزونو په کلکه مخالفت کوي او بې بنیاده تورونه او فشارونه یې نه مني. د وزارت ویاندې ماو نینګ وویل:

"چین د روس او اوکراین په بحران کې یو لوري ته هم هیڅکله وژونکې وسلې نه دي ورکړې او د ډرونونو په ګډون د خپلو دوه ګونو استعمالېدونکو توکو برآمدات څاري او په پوځي برخه کې د ملکي ډرونونو د استعمال مخالفت کوي".

ویاندې زیاته کړه چې چین به د خپلو کمپنیو او وګړو د حقونو او ګټو "د ټینګې ساتنې لپاره فیصله کن" ګامونه اوچت کړي.

د امریکا د خزانې وزارت ویلي، دغه ډرونونه د چین کارپوهانو "ډیزاین کړي" او د روس له دفاعي ادارو سره په همغږۍ د چین په کارخانو کې جوړ شوي او وروسته په اوکراین کې د کارول کېدو لپاره روس ته لېږدول شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د 26م ائیني بدلون په اړه د قانون پوهانو نظر
please wait

No media source currently available

0:00 0:27:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG