لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روغتیا قامي اداره: چین کې په چټکتیا خورېدونکی ایچ ایم پي وي وایرس له وړاندې پاکستان کې موجود دی


د پاکستان د روغتیا قامي ادارې ویلي، په چین کې په چټکتیا سره خورېدونکی کورونا ته ورته هیومن میټاپینو وایرس (ایچ ایم پي وي) په پاکستان کې له وړاندې څخه موجود دی اؤ حکومت چین کې په خورېدونکي دې وایرس جوخت نظر ساتلی دی.

اسلام اباد کې د قامي صحت ادارې په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې هیومن میټاپینو وایرس د تېرو دوؤ لسیزو راهسې پاکستان کې شته اؤ دا وایرس په وړومبي ځل پاکستان کې په کال 2001م کې مخې ته راغلی ؤ.

بیان کې ویل شوي چې په کال 2015م کې د اسلام اباد په پمز روغتون کې ددې وایرس 21 پېښې رپورټ شوې وې.

د بیان تر مخه د پاکستان حکومت چین کې په چټکتیا سره په خورېدونکي دې وایرس جوخت نظر ساتلی اؤ په دې اړه د نیشنل کمانډ اینډ اپریشن سینټر غونډه د نهې - سه شنبې په ورځ رابلل شوې ده چې پکې به د وضعیت ارزونه کولی شي.

د این آي ایچ په بیان کې ویل شوي چې د روغتیا نړیوالې ادارې تر اوسه د هیومن میټا پینو وایرس په اړه هیڅ لارښونې نه دي کړي.

ډان نیوز د څېړونکو له خولې ویلي چې ایچ ایم پي وي وایرس په نړۍ کې د تېرو 60 کالو راهسې موجود دی خو ددې پېژندګلو په وړومبي ځل په کال 2000 کې شوې اؤ دا وایرس ډیر په کراره، کراره خوریږي.

د چینایي خپرندویه ادارې له قوله ډان نیوز وایي په ، په چین کې د ایچ ایم پي وي وایرس پېښې د دسمبر 2024 راهیسې په چټکۍ سره مخې ته راځي، او دغه وایرس له اپریل 2024 راهیسې په امریکا کې هم ثبت شوی دی.

هیومن میټا پینو وایرس څه شی دی ؟

هیومن میټا پینو د ساه یو داسې وایرس دی چې په بنیادي توګه ماشومان، بوډاګان اؤ د کمزوري مدافعتي نظام لرونکي کسان اغېزمنوي.

ددې وایرس په صورت کې اکثره یو تن کې د زکام اؤ نزلې علامات ښکاري اؤ هغه تبه نیسي، ټوخېږي اؤ سپېږمې یې بندیږي.

د ډاکټرانو د وینا له مخې که چرې یو څوک ډیر ټوخېږي،په سینه کې درد وي، د نزلې، زکام اؤ تبې تر څنګ په ساه اخستو کې ورته مشکل وي نو هغوي باید سم د واره ډاکټر ته ځان وښایي اؤ په ځانګړي ډول د زیات عمر کسانو اؤ ماشومانو کې که داسې علامات ولیدل شي نو باید چې هسپتال ته ورسول شي.

احتیاطي تدبیرونه

په ابتدایي توګه لا ددې وایرس په اړه زیاته اګاهي یا معلومات نشته خو په چین کې خلکو ته ځېنې لارښوونې شوې دي اؤ ورته ویل شوي خپل لاسونه باید پاک په صابون وینځي اؤ که چاته دا وایرس ورپورې شوي وي نو هغوي نه دې ځان په ډډه وساتي.

همدا شان خلکو ته لارښوونه شوې ده چې د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې دې ماسک اچوي اؤ د تماکو څښلو څخه دې پرهیز کوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG