لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترکي یو عدالت د 2016 پوځي‌ بغاوت په تور د 300 نه زیات کسانو ته د عمر قېد سزاګانې اورولي 


د ترکي یو عدالت د درې کالو مقدمې وروستو د صدر رجب طیب اردګان خلاف د کال 2016 ناکامه پوځي‌ بغاوت کې د لاس لرلو تورونو په سر د 300 نه زیاتو پوځیانو او سویلین چارواکو ته د عمر قېد سزاګانې اورولي دي.

سزا شوي تنان د هغه 475 کسانو نه دي په چا چې د ترکي‌ ناکامه پوځي بغاوت کې د لاس لرلو په سر د کال 2017 اګست په میاشت کې مقدمې شروع شوې وې. په دغه پوځي بغاوت کې د 250 نه زیات کسان وژلی شوي وو او خواوشاه 2000 نور ژوبل شوي وو.

د ناکامه پوځي بغاوت وروستو د اردګان حکومت په ټول ملک کې 130,000 چارواکي د خپلو سرکاري نوکرو نه لرې کړي وو.

د استغاثې وکیلانو د ځنې پوځي جرنېلانو او جنګي جهازونو پاېلټانو په شمول د حکومت خلاف بغاوت کې برخه اخستونکو خلاف په لویه کچه شوې مقدمه کې تور لګولی وو چې دغه کسانو د پوځي بغاوت او مهمو حکومتي‌ ودانو باندې بمبارۍ کولو هدایات ورکړي وو چې پکې د ترکي د پارلېمان وداني هم شامله وه.

په دوي باندې دا تور هم وو چې د هغه وخت پوځي مشر هلوسي اکار ، چې اوس د ترکي د دفاع وزیر دی، یې د څو ګهنټو پورې قیدي کړی وو.

د ترکي‌ چارواکي وايي‌ بغاوت کوونکو د پایه تخت انقره نه بهر د اکېنسي پوځي مرکز نه ددغه منصوبې لپاره هدایات ورکول.

په دغه تنانو باندې دا هم تورونه دي چې په امریکا کې ژوند کوونکي مذهبي‌عالم فتح الله ګلن په اشارو یې پوځي بغاوت کړی وو. فتح الله ګل پخپله ددغه تورونو نه انکار کوي. ترکي د امریکې نه د فتح الله ګلن د حواله کولو غوښتنه کوي.

د ترکي عدالت په ورکړې فېصله کې ویلي فتح الله ګلن او ترکي چارواکو ته مطلوب څلور نورو کسانو باندې به ځان له مقدمه چلوي.

د ناکامه بغاوت په مقدمه کې 70 کسان بري کړی شوي او ځنو ته د شپږ نه تر شپاړس کالو پورې د قېد سزاګانې ورکړی شوي.

د ترکي صدر رجب طیب اردګان جسټس اېنډ ډېلوپلمنټ پارټۍ ویاندې لېلا شاهین استا د ترکي حکومتي اناډولو خبري ادارې ته ویلي پارټي یې په دې خوشحاله ده چې په ناکامه بغاوت کې برخه اخستونکو ته خپلې سزاګانې ملاو شوې. نوموړې ویلي دغه فېصله په ترکي کې د پوځي بغاوتونو ختمون دی.

په پوځي بغاوت تورن ځنې تنانو خپل خپلوانو ویلي دوی د عدالت په فېصله خوشحاله نه دي. د ترکي د جنګي جهاز تربیت ترلاسه کوونکي یو پاېلټ، کوژدن کړې جېنۍ (چنغلرې) ایسوسي اېټډ پرېس خبري‌ ادارې ته ویلي د هغې نامزاد او نور تربیت ترلاسه کوونکو پاېلټانو ته د عمر قېد سزاګانې اورول شوي که څه هم هغوي په پوځي بغاوت کې برخه نه ده اخستې.

د یو بل پاېلټ پلار، الپر کالېن ویلي عدالت د هغوی په ثبوتونو باندې غور نه دی کړی کوم چې به د ځنې پاېلټانو بې ګناهي ثابته کړی وی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG