د چېمپینز ټرافۍ په اخیرۍ ګروپ لوبه کې هندوستان نیوزي لېنډ ته په ۴۴ منډو ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې بې د کومې لوبې باېللو سیمي فاېنل ته تلونکې د سر لوبډله شوه.
په څلورم مارچ به د چېمپینز ټرافۍ لومړی سیمي فاېنل د هندوستان او اسټریلیا تر منځه کیږي. دویم سیمي فاېنل به د جنوبي افریقا او نیوزي لېنډ تر منځه د مارچ په ۵مه نېټه په لاهور کې ترسره کیږي.
په دوبۍ کې د ننۍ لوبۍ ټاس نیوزيلېنډ ګټلی وو خو هندوستان ته یې د لومړي بیټنګ کولو بلنه ورکړه. هندوستان د لوبې په لومړي پړاو/ اننګز کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو 249 منډې جوړې کړې.
د هندوستان لخوا شریاس لېر تر ټولو زیات 79، هاردک پانډیا 45، اشر پټېل 42 او کی اېل راهول 23، منډې جوړې کړې وې. د نیوزي لېنډ لخوا مټ هېنري تر ټولو زیاتې 5، وکټې اخستي او پاتې بالرانو بیا یو یو وکټ اخستی.
د نیوزيلېنډ لوبډلې د هندوستان لخوا ورکړل شوي هدف ترلاسه کولو لپاره په لومړي کې محتاطه لوبه کوله خو بیا په منځني اورونو کې د هندوستان سپینرانو د نیوزيلېنډ لوبغاړي په میدان ودریدو ته پرې نه ښودل.
د نیوزيلېنډ لخوا کېن ویلیمسن 81، مچل سېټنر 28، او وېل ینګ 22، منډې جوړې کړې او پاتې لوبغاړو کې چا هم د 20 نه زیاتې منډې جوړې نه کړی شوې.
د هندوستان لخوا ورون چکروتي 5، کلدیپ یادهو 2، او پانډیا، اشر پټېل او رویندرا جدیجا یو یو وکت واخستو.
د چېمپینز ټرافۍ په ګروپ ای کې هندوستان او نیوزيلېنډ دواړو هم کومه لوبه نه وه باېللې او دواړه د وړاندې نه سیمي فاېنل ته وتلې وې.
د ننۍ لوبې ګتلو وروسته به هندوستان د روانې ټرافۍ په لومړي سیمي فاېنل کې د مارچ په ۴مه نېټه د اسټریلیا خلاف لوبه کوي. دغه لوبه به په دوبۍ کې کیږي.
د ټرافۍ دویم سیمي فاېنل به د مارچ په پینځمه نیټه د نیوزيلېنډ او جنوبي افریقا تر منخه په لاهور کی کیږي.
Forum