لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ادريس خټک د حکومتي رازونو د قانون لاندې نيول شوی دی


ادريس خټک چې د نومبر د مياشتې راهسې بې درکه ؤ، په لومړي ځل د هغه په اړه منل شوي چې د حکومتي رازونو د قانون نه د سرغړونې په تور هغه نيول شوی دی
ادريس خټک چې د نومبر د مياشتې راهسې بې درکه ؤ، په لومړي ځل د هغه په اړه منل شوي چې د حکومتي رازونو د قانون نه د سرغړونې په تور هغه نيول شوی دی

د انساني حقونو لپاره کارکوونکي مبارز ادريس خټک چې د نومبر د مياشتې راهسې بې درکه ؤ، په لومړي ځل د هغه په اړه منل شوي چې د حکومتي رازونو د قانون نه د سرغړونې په تور هغه نيول شوی دی.

د روانې مياشتې په ۱۲مه نېټه د پېښور هايکورټ د جسټس وقار احمد سېټ‍هـ سره د دې مقدمې اورېدنه شوې وه چې پکې د دفاع وزارت مامورينو عدالت ته ويلي وو دوي به د ادريس خټک په اړه رپورټ عدالت ته وړاندې کوي.

د بې درکه خلکو د کمېشن په وړاندې په دې رپورټ کې ويل شوي چې ادريس خټک د رياستي رازونو د قانون نه سرغړونه کړې ده.

د ادريس خټک په بې درکۍ د انساني حقونو بېلا بېلو تنظيمونو د پاکستاني حکومت نه په زوره د بې درکۍ ځواب غوښتلی ؤ.

د هغه وکيل عبدالطيف افريدي وي او ای ډيوه ته وويل دوی له وړاندې په پېښور هايکورټ کې د ادريس خټک د بې درکۍ په اړه درخواست ورکړی او اوس دا پرېکړه کوي چې ايا په اسلام اباد هايکورټ کې درخواست ورکړي که نه؟ هغه وايي د بې درکه خلکو د کمېشن په وړاندې دا منل شوې چې ادريس خټک شپږ مياشتې وړاندې په غېرقانوني توګه نيول شوی ؤ.

د افیشل سيکرټ اېکټ يا د حکومتي رازونو د قانون په اړه نوموړي وويل دا هغه قانون دی چې د يو ملک وګړی د خپل هېواد رازونه بل هېواد يا د بل هېواد ايجنټ (استازي) ته وسپاري خو هغه تور لګوي چې دا د ادريس خټک د نيولو لپاره يوه بهانه ده او دا به هم ډېر ژر ثابته شي چې هغه کوم غلط کار نه دی کړی.

"په لومړي ځل دوی ومنله چې ادريس خټک د دوی سره دی او دا دوی د بې درکه کسانو د کمېشن په وړاندې بيان ورکړی دی. هغه شپږ مياشتې په غېرقانوني توګه ساتل شوی او هېڅ يو عدالت دا اجازه نه ده ورکړې چې هغه دې په دې طريقه وساتل شي."

د ياد وړ ده چې د ادريس خټک د کورنۍ د غړو په وينا د انساني حقونو لپاره دا کارکوونکی د خېبرپښتونخوا صوابۍ سره نزدې د اسلام اباد موټروی نه نامعلومه کسانو اوچت کړی ؤ د کوم وروستو چې د هغه کورنۍ په پېښور هايکورټ کې د ادريس خټک د بې درکۍ درخواست هم ورکړی ؤ.

هم دا راز ټولنيزه فعاله او پخوانۍ د قامي اسمبلۍ غړې بشرا ګوهر غوښتنه کوي چې څوک هم په دې عمل کې ککړ دي بايد د هغوي پر ضد کارروايي وکړی شي.

"د نومبر د مياشتې راهسې هغه د صوابۍ نه بې درکه ؤ. هېڅ يو چا ته پته نه وه، د هغه کورنۍ ته معلومات نه ورکول کېدل، بچي يې در په در وو. اوس چې نړيوال فشار راغلو نو دوي ومنله چې هغه دوي اوچت کړی دی. دا يو غېراييني او غېرقانوني ګام دی او چې چا هم دا ګام پورته کړی د هغوي خلاف کارروايي پکار ده."

د ذکر وړ ده چې په دې ورستيو کې د کراچۍ پرېس کلب مخې ته د انساني حقونو تنظيمونو د يو لاريون له لارې دا غوښتنه کړې وه که ادريس خټک کوم جرم کړی وي عدالت ته دې وړاندې کړی شي.

ځانګړې ویډیوګانې


په پاکستان کې سږ کال د پولیو ۲۴ کېسونه رپورټ شوي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG