لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نوازشریف د ضمانت د مبینه مخالفت په بیان اسلام اباد هايي کورټ د توهین عدالت مقدمه شروع کړې


د 2018 د پارلیماني انتخاباتو نه مخکې نوازشریف او مریم نواز په د نېب په مقدمه کې په زندان کې وو
د 2018 د پارلیماني انتخاباتو نه مخکې نوازشریف او مریم نواز په د نېب په مقدمه کې په زندان کې وو

د ګلګت بلتستان پخواني مشر قاضي رانا شمیم په دې بیان چې د سپریم کورټ پخواني چیف جسټس ثافب نثار د 2018 د عامو انتخاباتو نه مخکې پخواني وزیراعظم نواز شریف او د هغه لور مریم نواز ته د ضمانت مخالفت کړی و د اسلام اباد هايي کورټ د توهین عدالت مقدمه شروع کړې او په دې لړ کې یې د رانا شمیم په شمول دې نیوز ورځپاڼې مالک میر شکیل الرحمان او د ورځپاڼې خبریال انصار عباسې ته امر کړی چې بیانونه دې هايي کورټ ته ورکړي.

د اسلام اباد هاې کورټ د اوریدنې په مهال جسټس اطهر من الله وویل د حقایق نه بغیر یو اخبار د رانا شمیم حلفیه بیان شایع کړی او پکار ده چې سپیناوی یې وشي.

بلخوا مسلم لیګ (ن) غوښتنه کړې چې د ثاقب نثار څخه دې هم په دې اړه د وضاحت وغوښتل شي.

پخواني وزیراعظم او د مسلم لیګ (ن) یو مرکزي مشر شاهد خاقان عباسې ویلې که چېرې چیف ثاقب نثار په هغه لګیدلی تور سفا نه کړی شو نو بیا به څوک په عدالتونو باور کوي.

د کال 2018 د پارلېماني انتخاباتو نه مخکې نواز شریف او مریم نواز د احتساب په یوه مقدمه کې قید وو.

ثاقب نثار
ثاقب نثار

د وي او ای د اردو څانګې د رپورټ ترمخه رانا محمد شمیم ورته د خپل خبرې تصدیق کړی او د سپریم کورټ پخواني مشر ثاقب نثار هم د اردو څانګې ته ویلي د ښاغلي شمیم دعوه د حقیقت سره تعلق نه لري

د اطلاعاتو وفاقې وزیر فواد چوهدرې د رانا شمیم د بیان په اړه ویلي دا د مسلم لیګ نواز ډلې د خپلو مشرانو د بچ کولو یوه هڅه ده او واېې مسلم لیګ نواز ډلې وړاندې د پوځ او اوس د عدالتونو په ضد یو مهم شروع کړی دی.

فواد چودهري وویل د جعلې حلف نامې د لارې پر عدالتونو برید شوی دی.

د ځینو چیړونکو وینا ده چې په پاکستان کې د قاضیانو په اړه د عدالتونو خپله رای د تقسیم ښکار وي او په یو شمېر مقدمو کې لیدلې شوې چې د غه قاضیانو پر ضد عملیات کیږې چې خپلو پریکړو کې پر ریاستې ادارو نیوکې کوي او څه رنګ چې د پخواني جج شوکت صدیقې د یوې وېنا معامله سپریم جوډیشل کونسل ته ورسول شوه او د جسټس فایز عیسې د اثاثو خبرې په هر ټېلې وژن کېدلې اوس پکار دي چې د ثاقب نثار په سیاست کې د مبینه لاس وهنې په اړه د رپورټونو پلټنې هم وشي


رانا محمد شمیم

د اردو څانګې د رپورټ ترمخه رانا شمیم ویلي د ثاقب نثار په اړه د هغه بیان په سر ورته د اسلام اباد هايي کورټ د نهې، سه شنبې، په ورځ د پېښ کېدو امر کړی دی. اسلام اباد هايي کورټ صحافي انصار عباسي، عامر غوري او د جنګ، دي نیوز او جیو ټي وي مالک مېرشکیل الرحمان هم طلب کړی دی.

د ثاقب نثار په اړه د راناشمیم د خبرو لومړی خبر د پاکستان دي نیوز ورځپاڼې شایع کړی و او ویلي یې وو چې راناشمیم دغه خبرې په یو حلفیه بیان کې کړي دي.

د وایس اف امریکا اردو څانګې سره خبرو کې رانا محمد شمیم په خپل حلفیه بیان کې د ذکر شوي مبینه واقعې په اړه وویل جسټس ثاقب نثار د 27 کسانو ترڅنګ ګلګت بلتستان ته ورغلی وو چې پکې د هغه نژدې عزیزان او دوه کاروباري تنان شامل وو.

رانا محمد شمیم وویل یوه ورځ په باغ کې ناست وو چې د ښاغلي شمیم په قول جسټس ثاقب نثار لومړی د سپریم کورټ رجسټرار او بیا یې یو جج ته په ټېلې فون وویل پکار نه ده چې نواز شریف او مریم نواز د 2018 د انتخاباتو نه مخکې د قید نه بهر را ووځي.

د وي او ای د اردو څانګې د رپورټ ترمخه په خپل حلفیه بیان کې رانا محمد شمیم وویل کله چې ثاقت نثار په ټیلې فون د بل اړخ نه د تسلۍ وړ ځواب ترلاسه کړو نو د چایو بله پایله یې وغوښتله.

د وي او ای د اردو څانګې ترمخه د رانا محمد شمیم نه پوښتنه وشوه چی ایا هغه د ثاقب نثار نه پوښتنه کړې وه چې هغه داسې ولې کوي نو د رانا محمد شمیم په قول ثاقب نثار وویل ته (رانا محمد شمیم) داسې وګڼه چې تا هېڅ نه دي اورېدلي.

د کال 2018 د جولای په 25 نېټه شویو انتخاباتو کې د عمران خان تحریک انصاف پارټۍ په پارلېمنټ کې اکثر سیټونه وګټل‌ او عمران خان وزیراعظم منتخب شو.

د اردو څانګې د رپورټ ترمخه رانا شمیم وویل چې د وفات کېدو نه یوه میاشت مخکې ورته مېرمن د ثاقب نثار د واقعې په اړه ویلي وو چې د "ستا" (رانا شمیم) په مخکې دا زیاتی شوی دی. رانا شمیم وویل هغه اوس د خپل ضمیر نه بار کوزول غواړي.

رانا شمیم
رانا شمیم

رانا شمیم وویل هېڅ لالچ نه لري، عدالت ته هم تللی شي او حقیقت به وايي.

د ثاقب نثار دریځ

د وي او ای د اردو څانګې ترمخه د سپریم کورټ پخواني مشر جج د څانګې سره خبرو کې د رانا محمد شمیم څرګدونې رد کړې او ویې وېل چې دې د حقییقت سره هیح تعلق نشته.

ثاقب نثار وویل "د چا په مقصد خو ځان نشم خبرولی، زه بې وقوف نه یم" او دا رنګ خبرې یې چېرته د عدالت په بنده کوټه کې نه دي کړي نو د نورو په مخکې به یې څنګه کوي.

ثاقب نثار زیاته کړه چې رانا شمیم یا خو چاته ته د ګټه رسولو دپاره دغه بیان ورکی او یې څه عهده پکار ده او د دې دپاره تیار کوي. ثاقب نثار وویل راناشمیم ګڼي چې د هغه په ځینو کېسونو د ثاقب نثار د منفي رای له امله حکومت هغه ته په ملازمت کې توسیع نه ده ورکړې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG