لاس رسیدونکی لینک

 
د آی اېم اېف پلاوي د پاکستان وزيراعظم او چيف جسټس سره ليدلي، ګنګوسې یې راپارولي
تازه خبر

د آی اېم اېف پلاوي د پاکستان وزيراعظم او چيف جسټس سره ليدلي، ګنګوسې یې راپارولي


د پاکستان په سفر د آی اېم اېف پلاوي د پاکستان د سپريم کورټ د چيف جسټس يحيا اپريدي سره ليدنې ګنګوسې راپارولي دي، ځينې اقتصاد پوهان دا يو بې ساری ملاقات بولي او د هېواد په کورنیو چارو کې یې نېغ په نېغه لاسوهنه ګرځوي.

بل لور ته د آی اېم اېف د منېجنګ ډايريکټر کرسټا لينا جارجيوا د پاکستان وزيراعظم شهباز سره ليدلي، د پاکستان د آی اېم اېف د پور پروګرام او په دغه لړ کې په حکومتي کچه د اقتصادي اصلاحاتو د لارې ترلاسه شوو مېکرو اکنامک يا غټه کاروبارونو د ثبات ترلاسه کولو په اړه یې بحث کړی دی.

د پاکستان سرکاري خبري ادارې اې پي پي ترمخه د آی اېم اېف مشرې د نړیوالې مالياتي ادارې په مرسته روان د پور پروګرام په اغېزمنه توګه نافذولو د پاکستان د حکومت هڅې ستايلي او زياته کړې یې ده، د پاکستان اقتصاد د ثبات وروسته د پرمختيا په لاره روان دی.

ويل شوي، دغه ليدنه پرون په 11مه فرورۍ دوبۍ کې شوې ده.

د آی اېم اېف مشرې هم په اېکس پوسټ کې ويلي، پاکستان کې د آی اېم اېف په مرسته اقتصادي اصلاحاتو باندې ډاډمنه يم.

پاکستان کې اقتصاد پوهان د فرورۍ په 11 مه د آی اېم اېف شپږ کسيزه پلاوي د سپريم کورټ د چيف جسټس يحيا اپريدي سره په ليدنه وېشلي ښکاري.

د خزانې پخواني وزیر او اقتصاد پوه ډاکټر حفيظ پاشا وايي د آی اېم اېف د پلاوي منډېټ يا حق نه دی چې هغه د يو هيواد د سپريم کورټ د چيف جسټس سره وويني او د هغه نه اختنې پوښتنې وکړي. دا د هيواد په کورنۍ چارو کې لاسوهنه ده.

"مداخلت داسې دی چې سپريم کورټ ته تګ شرط د آی اېم اېف سره په شوې معاهده کې په واضح ډول نه وو ليکل شوی، سپريم کورټ د امروزه کرپشن سره هيڅ تړاو نه لري".

د سپريم کورټ لخوا جارى شوې اعلامیه کې ویل شوي، چيف جسټس يحيا اپريدي د آی اېم اېف پلاوى ته واضحه کړه چې عدليه داسې مشنز سره نېغ په نېغه خبرې اترې نه کوي. خو د خزانې څانګې په دې اړه خواست کړی وو ځکه دا ملاقات کوي.

د نهې په ورځ په پارليمان کې د شخصي ټي وي چېنل جيو نيوز سره خبرو کې د قانون وزیر سېنېټر اعظم نذیر تارړ ويلي، دا سفر د آی اېم اېف په دايره کار کې راځي او د قانون حکمراني د وفد سره د انتظام برخه ده.

د اقتصادي چارو کارپوه ډاکټر عابد قيوم سلهري هم د قانون وزیر درېځ ته ورته رای لري او وايي، "آی اېم اېف ته مونږ ځو، آی اېم اېف د پاکستان خوا ته نه راځي، چې کله مونږ ته قرض پکار وي نو په لوظنامه کې چې څه هم لوظ کوو او هغه د دې جاج اخلي او دلته د ادارو د مشرانو سره ليدل کتل کوي".

د نوموړي په خبره، "زما په خيال کې دې ته په کورنۍ چارو کې لاسوهنه نه شي ويلی کېدی، په کورنيو چارو کې به دا مداخلت هغه وخت وو چې هغه په خپله خوښه او د پاکستان د مرضۍ خلاف داسې کولی".

تېر کال د نړیوالې مالياتي ادارې آی اېم اېف او پاکستان ترمنځ د اووه اربه ډالرو قرض د ترلاسه کولو لپاره د لوظنامې د ترسره کېدو نه وړاندې پاکستان د آی اېم اېف ځينې شرطونه منلي وو، چې په کې سږکال د ټېکس امدن زياتول، په بېلابېلو شعبو باندې د ټېکس شرحه سېوا کول شامل وو.

پوهان وايي د عدالتي او رېګولېټري نظام ارزونه اخستل هم د آی اېم اېف د قرض پروګرام برخه ده او پاکستان دا معاهده لاسلیک کړې ده.

اقتصاد پوه ډاکټر ساجد امين وايي، "په تېرو وختونو کې پاکستان کې ډېره زياته سرمايه کاري راغلې وه نو هلته سپريم کورټ د فېصلو د لارې مداخلت وکړو او د انتظاميې چې کوم اختيار وو هغه شاته پاتې شو، او عدالت دا فيصله وکړه چي د رېکوډک د پانګونې لوظنامه یې ختمه کړه، او د دې لکبله دا د قرض پروګرام برخه جوړه کړی شوه چې په سپريم کورټ کې هم د اصلاحاتو راوستو ضرورت دی چې په تګلارو کې غېر يقيني لرې کړل شي".

د نهې په ورځ سپريم کورټ کې د آی اېم اېف د وفد سره د ملاقات وروسته چيف جسټس يحيا اپريدي د صحافيانو سره غېر رسمي خبرو کې هم ويلي وو، د آی اېم اېف پلاوى ورته ويلي، هغوی په پاکستان کې دننه د بهر ملکي سرمايه کارۍ تحفظ غواړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG