مدني فعالان او څیړونکي وایي خیبر پښتونخوا په خصوصي توګه جنوبي او قبایلی ضلعو کې د تندلاریتوب اؤ بدامنۍ لړۍ په دې سیمه کې د ښځو ژوند اؤ حقونو لپاره یو ګواښ دی.
خیبر پښتونخوا کې د ښځو حقونو لپاره کارونکې فعالان او څیړونکي وایي کال ۲۰۲۴م کې د ښځو د حقوقو وضعیت د کال تر پاي څه ډیر ښه نه و.
د ښځو حقونو لپاره د کارکوونکي غیر دولتي تنطیم عورت فاؤنډیشن سره کارکوونکې صایمه منیر وایي د کال ۲۰۲۴م شورو د ښځو د سیاسي حقونه له سرغړونو شوې ده.
ډیوه سره خبرو کې هغه وایي ملک کې یوازې څه ۴۱.۳۵ فیصدي ښځو ووټ اچولی و او خیبر پښتونخوا کې ښځې د پارلیمان د مخصوصو سیټونو نه اوس هم محرومه دي.
د صایمه منیر په خبره "تاسو کتلي روان کال کې فرورۍ کې الیکشن شوی دی ،الیکشن کې سیاسي پارټیو ښځو له ۵ فیصد کوټه نه ده ورکړې نو د هغې خلاف مونږ عدالت ته تلي یو خو په عدالت کې دغه کیس تر اوسه پینډنګ دی الیکشن کمیشن پرې څه ایکشن نه دې اخیستی. او تر اوسه هغه کیس چلیږي"
صایمه منیر زیاتوي "بیا مونږ ګورو د اکانومي خبره کیږي، د معیشت خبره کیږي نو اوس هم زمونږ چې ډیمانډ دی چې دا ښځې کور کې کار کوي کئیر ورک چې مونږ ورته وايو دا دې اکانومي کې شامل شي. هغه هم هغسې دی"
اغلې منیر وایي خیبر پښتونخوا کې حکومت جوړ شوی دی پوره کال وشو او په پارلیمان کې د ښځو د ځانګړو څوکیو مسله لا نه ده حل شوې،اوس په پارلیمان کې په ځانګړو څوکیو ښځې نشته نو د ښځو معامله کې چې کومه قانون سازی پکار وه هغه تراوسه نه ده شوې.
سږکال د ښځو د حقوقو د فعالانو له لوري د تاوتریخوالي، ځورونې، انلاین ځورونې او د ښځو ټرولینګ یا سپکاوي پیښې هم مشاهده شوې دي.
خو د خیبر پښتونخوا په قبیایلي او جنوبي برخو کې د تندروۍ او بدامنۍ په لړۍ کې د بیا چټکتیا له امله، د ښځو د حقوقو فعالان وایي چې د ښځو حقوق په خطر کې دي ځکه چې په شخړه کې ښځې تر ټولو زیات زیان ویني.
پیښور کې کارکوونکې خبریاله او څیړونکې فرزانه علي وایي سږکال د وړاندې نه د ترهه ګرۍ او تندروۍ نه اغېزمنو قبایلي او جنوبي ضلعو کې یو ځل بیا د عامو ښځو او د ښځو د حقونو او ترقۍ لپاره د کارکونکی تنظیمونو دغه سیمو ته تګ راتګ کم شوی چې دا ډیره د اندیښنې خبره ده.
ډيوه سره خبرو کې فرزانه علي وایي د ښځو د حقونو لپاره چې کومو تنظیمونو په ضم شوؤ یا پسمانده سیمو کې کارکولو اوس هغو سیمو ته تلل هم ګران شوي دي.
"ما وکتل چې سول سوسایټي مونږ نه وایو چې خاموشه شوی ده خو لیکن د هغوي آواز چې دی هغې باندې هم ډیر قدغن راغلی دی"
فعالان وایي په ۲۰۲۴ کال کې، په عمومي ټاکنو او وروسته سیاسي بې نظمۍ کې د ښځو سیاسي ګډون هم زیانمن شو خوسږکال زیات شوی تندلاریتوب او ترهه ګري د ښځو حقونه او پرمختګ راتلونکي کال کې هم متاثر کولی شي.
صایمه منیر وایي "دا کال د ښځو د پاره داسې څه خاص نه ؤ چې مونږ ووایو ګنې دا ډیر زبردست کال ؤ یا دې کې څه د ښځو د حقونو په اړه څه پرمختګ وشو، زمونږ صوبه کې خو بیا حالات بیخي خراب دي،دادی یو ځل بیا دلته دهشت ګردۍ سر راپورته کړی اؤ خبرې خراب لوري ته تللي دي"
د نوموړې وایي هغې سره ویره ده چې که دا حالت دوام وکړي نو راتلونکی کال به هم ډیر ښه نه وي ځکه چې هر کله تشدد ، تندلاریتوب اؤ ترهګري زیاتېږي نو هغې اغېزه نیغ په نیغه په ښځو کیږي.
د ملګرو ملتونو ادارې یو این ایف پي اې وایي پاکستان کې د ۱۵ کالو نه نیولې تر د۵۰ کالو عمر کې ۲۸ في صدي د ښځې تشد ښکار کیږي.
د یادې ادارې د یو رپورټ له مخې ۶ فیصدي ښځي د جنسي تشدد او ۳۴ فیصدي له واده نه وروسته د مختلف قسمه تشدد ښکار کیږي .
رپورټ وایي ۱۸ فيصدي نجونې په وړوکوالي یا د اتلسو کالو د عمر نه مخکې واده شي او له خپلو ډیرو حقونو نه محرومه پاتې شي .
Forum