لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان د پخوانۍ قبايلي سيمو سفرونه کوي خو د ويجاړو کورونو تاوان به ورکړي؟


د پاکستان وزير اعظم عمران خان سويلي وزيرستان ته روان دی خو د مسيد قبيلې جرگې د وزير اعظم په جلسه کې د گډون نه انکار کړی او ويلي يې دي د عمران خان نه يې هيڅ تمه نشته چې د دوی غوښتنې به پوره کړي.

د مسيد قبيلې زاړه او ځوانان د شلو ورځو راهسې په ټانک کې په احتجاجي پرلت ناست دي او غواړي په کال ٢٠٠٩ کې د پوځي اپرېشن په وجه چې د دوی کوم زيانونه شوي د هغې سروی دې وشي او خلکو ته دې تاوان ورکړي. د پي ټي ايم مشر منظور پښتين هم دغې احتجاجي پرلت ته ورغلی و او د گډونوالو سره يې خپله خوا خوږي څرگنده کړې وه.

تېره ورځ په پېښور کې د ال پارټيز قبايل کانفرنس او د پښتونخوا جمهوري اتحاد لخوا په بيلو بيلو مطبوعاتي کانفرنسونو کې د حکومت نه غوښتنه وکړه چې په قبايلي سيمو کې د شوي نقصان زيان دې ورکړي، په پښتونخوا اسمبلۍ کې دې د قبايلي خلکو نمايندگي نوره هم سېوا کړي، پوځ دې په مکمله توگه د قبايلي سيمو نه اوځي او د ترهگرۍ په ضد د شوي پوځي عملياتو په نوم چې څومره بهرنۍ مرستې راغلي هغه دې اولس ته وښودل شي.

عمران خان د پخوانۍ قبايلي سيمې دورې ولې زياتې کړې دي؟

په دې اړه د باجوړ نه د قامي اسمبلۍ پخواني غړي شهاب الدين خان ډيوه ته وويل، داسې ښکاري عمران خان د پښتونخوا د اسمبلۍ د پاره د کېدونکو انتخابونو په کمپين گرځي او بيلا بيلو ضلعو ته ځان رسوي.

شهاب الدين خان وايي عمران خان باجوړ ته تلی و او هلته يې د خلکو ته د تري جي او فور جي انټرنټ د سهولت ورکولو اعلان وکړ خو د عمران خان د تلو نه پس په باجوړ کې د بدامنۍ په نوم دفعه ١۴۴ ولگولی شوه چې له کبله يې په هر قسمه سياسي غونډو بندېز ولگېدلو.

د عمران خان د دورې په اړه، چې د څلورمې يا چهارشنبې په ورځ واڼه ته روان دی، د جميعت علما اسلام د شمالي وزيرستان مشر ملک سيد انور ډيوه ته وويل چې عمران خان هيڅ اختيار او وسايل نه لري او غټ غټ اعلانونه کوي. ښاغلي سيد انور د عمران خان د اعلانونو په اړه د متل په ژبه وويل (مېږی په سوړه نه شو ننوتلی او په ځان پورې يې چج تړلی و).

په وزيرستان کې کوم تاوانونه شوي؟

د يوې لسيزې نه زيات په وزيرستان کې د ترهگرو په ضد جگړه کې د يو ميلين نه زيات نه ډېر خلک بې کوره شوي، کورونه يې ويجاړ شوي، بازارونه لوټل شوي او بې شمېره دوکانونه او مارکيټونه د ځمکې سره هوار شوي.

سيمې ته د پاکستان د پوځ د سوري لاندې تلونکو خبريالانو او پخپله پوځ داسې ويډيوگانې او عکسونه خواره کړي چې ښې غونډ غونډ کلي بمبار شوي، د کورونو دېوالونه ښکاري خو چتونه او دروازې يې د منځه تلي. په شمالي وزيرستان کې د ميرالي او ميران شاه د بازارونو عکسونه ښې چې بازار هوايي بمبارونو په کنډوالۍ بدل کړی.

د مسيد قبيلې احتجاج کونکي مشران وايي عمران خان له پکار وو چې د وزيرستان په سفر کې د مسيدو سيمې ته تللی وی او حالات يې په خپلو سترگو ليدلی وي ځکه چې د دوی په وينا په پوځي اپرېشنو کې تر ټولو ډېر زيان د مسيدو شوی دی. هم دغه وجه ده چې د مسيد قبيلې نماينده جرگې درې مسيد پرېکړه کړې ده چې د عمران خان د جلسې بايکاټ وکړي.

د مسيد قبيلې د مشرانو غوښتنه ده چې بيا دې د سره د کورونو، بازارونو او کاروبارونو د زيان جايزه واخستلی شي او خلکو ته دې تاوان ورکړل شي. دغه مشران وايي چې د مسيد قبيلې د بې کوره شوو خلکو د نومونو اندراج هم سم نه دی شوی او نه ورته د اي ډي پيز سره کېدونکې مرستې رسېدلې دي.

په مسيد سيمه کې غټ بازارونه چې پکې مکين او سپينکۍ رغزۍ شامل دي بازارونه يې وران کړل شوي او په يو شمېر نورو ځايونو لکه تيارزه، کاني گورم، کوټکی او داسې نورو علاقو کې کاروبارونه ډېر خراب شوي دي.

د عمران خان نه د پخوانۍ قبايلي سيمو خلک تمه لري چې د بې کوره شوو پښتنو په اړه د خپل حکومت څه واضحه تگلاره وټاکي خو د دغه اي ډي پيز په اړه نه د باجوړ په جلسه کې، نه د خيبر او نه هم د اورکزيو په غونډه کې څه ذکر شوی دی چې څېړنکاران وايي د پوځي اپرېشنو سره تړلې ټولې غوښتنې نيغ په نېغه د پوځ نه غوښتل پکار دي.

د پي ټي ايم مشران دعوه کوي چې د پاکستان پوځ يو ځل بيا وسله والې ډلې په وزيرستان او نورو سيمو کې ځای په ځای کوي خو د پوځ لخوا په دې اړه مکمله خاموشي ده او نه يې د پي ټي ايم دعوه رد کړې ده.

سياستمدار او پښتون دانشور افراسياب خټک په خپل يو ټويټ کې هم دا څرگندونه کړې او وايي،( کچرې دا ريښتيا وي چې په وزيرستان کې يو ځل بيا ترهگرې ډلې په سويلي او ختيز افغانستان کې د يوې بلې خونړۍ جگړې د پاره تياريږي نو دا به نه يواځې په افغانستان کې د امن روانې هلې ځلې وځپي بلکې په خطه کې به د هېوادونو حکومتي نظامونه د گواښ سره مخ کړي چې ډېر د کم عقلۍ کار به وي).

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG