لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان د بې باورۍ له تحریکه تر ګوښه کېدلوپورې: مهال وېش


Pakistan's Prime Minister Imran Khan attend
Pakistan's Prime Minister Imran Khan attend

څو شېبې وړاندې د پاکستان زیاترو ټیلي وژن چېنلو په بیړني خبرونو کې وویل د پاکستان د کابینې څانګې د قامي اسمبلۍ له تخلیل کیدو وروسته عمران خان د پاکستان د وزیراعظم په توګه له دندې ګوښه کړی دی.

د پاکستان د ائین د 224 مادې له مخه یوځل چې داسې یوه فیصله وشي

وزیراعظم کولی شي چې د موقتي وزیر اعظم تر ټاکل کیدو پورې د 15 ورځو پورې په خپله څوکۍ پاتې شي.

نن د پاکستان په پارلېمان کې د وزیراعظم عمران خان په ضد د بې باورۍ د تحریک د رد او د قامي اسمبلۍ د ماتېدلو نه وړاندې تر ېوې مېاشتې پورې د هیواد په سیاسي میدان کې ستر کړکېچ لیدل کېدلو.

په دې لیک کې به لوستونکیو ته د تېرې یوې مېاشتې د مهمو خبرونو او پرمختګونو یوه خلاصه او مهال وېش وړاندې کړو.

خلاصه:

د پاکستان د وزیراعظم په ضد د هغه مخالفینو د مارچ په اتمه نیټه په قامي اسمبلۍ کې د بې باورۍ تحریک وړاندې کړی ؤ. دويي تور پورې کولو وزیراعظم اعتبار بایللی او د واک جوګه نه دی پاتې.

ددغه تحریک سره سم عمران خان په خپلو مخالفینو د ټکونو سره سم د مقابلې کولو دعوې شورو کړې.

وزیراعظم د مارچ په 27 مه نیټه خپلو پلویانو ته په وېنا کې دعوا وکړه چې د هغه په ضد نړیوال سازش روان دی.

هغه د مارچ په 31مه نیټه خپل قام ته په وېنا کې تور ولګولو چې امریکا نه غواړي دی په واک کې پاتې شي.

امريکې د پاکستان د وزيراعظم عمران خان دغه تور رد کړو .وایټ هاوس او د بهرنيو چارو وزارت دواړو وويل، دغه تور رښتيا نه دی.

د پاکستان د ائین تر مخه د 342 غړيو په ایوان کې وزېراعظم په 172 رائو سره ټاکل کیږي.

مهال وېش

اپرېل 3

د وزیراعظم په ضد د بې باورۍ په تحریک رایې کیدونکې وې خو نایب سپیکر دا قرارداد رد کړلو.

وزېراعظم قام ته وېنا وکړه، صدر ته یې تحوېز ورکړو چې قامي اسمبلي تحلیل کړي.

صدر د وزېراعظم وړاندیز قبول کړو.

سپریم کورټ په دغه ګام اورېدنه پېل کړه.

اپوزیشن ګوندونو داسپیکر دا عمل دایین څرګنده سرغړونه وبلله.

اپوزیشن ګوندونو دقامي اسمبلۍ داسپیکر اسد قیصر په ضد هم دبې باورۍ تحریک دقامي اسمبلۍ په سیکرټریټ کې جمع کړو.

دپاکستان دپنجاب صوبې ګوښه کړل شوي ګورنر چوهدري سرور وویل دعمران خان حکومت لخوا دغیراییني اؤ غیرقانوني ګامونو پورته کولو څخه په انکار هغه له خپل منصب نه لرې کړل شوی دی.

اپرېل 2

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر باجوه په اسلام اباد کې د"سیکورټي ډائیلاګ "په نوم راجوړې شوې دستورې ته وویل امریکا دپاکستان دایکسپورټ یو ستر مارکیټ دی اؤ "مونږ امریکې سره هم غوره اړیکي غواړو"

عمران خان وویل دهیواد اسټیبلشمنټ ورته دبې باورۍ تحریک سره دمخ کیدو،د بې وخته ټولټاکنو اؤ د استعفا درې وړاندیزونه کړي خو وایي ده ورته جواب ورکړی چې داستعفا سوچ هم نه شي کولی اؤ زر ټولټاکنو ته تیار دی.

اپرېل 1

دپاکستان دقامي اسمبلۍ اسپیکر اسد قیصر جنوبي وزیرستان نه دقامي اسمبلۍ دغړي علي وزیر داسمبلۍ غونډې ته د پرېښودلو امر جاري کړو.


عمران خان یوځل بیا په پاکستان کې د روان سیاسې اړي ګړي تور پر بهرني هیواد ولګولو چې یو بهرنی هیواد دده څخه د روس په سفر خفه دی.

مارچ31

په 31م مارچ قوم ته په ټيلي ويژن وېنا کې عمران خان د ځان پرضد د امریکې د سازش خبره وکړه.

امريکې د پاکستان د وزيراعظم عمران خان دغه تور رد کړو .

مارچ 28

د اپوزيشن ګوندونو لخوا د وزيراعظم عمران خان په ضد د عدم اعتماد تحريک په اړه د قامي اسمبلۍ غونډه وشوه.

د قامي اسمبلۍ غونډه د ډپټي سپيكر قاسم سوري لخوا د وزيراعظم عمران په ضد د عدم اعتماد قرارداد وړاندې كولو وروستو تر 31 مارچ پورې وځنډول شوه۔

د پاکستان وزیراعظم عمران خان وويل، د حکومت د لرې کولو دپاره یې د بهر نه پېسې راځي، او په دغه عمل کې د دوی خپل خلک کاريږي.

د مخالفو ګوندونو مشر مولانا فضل الرحمان ويلي عمران خان خوندي لاره غواړي.

هم په دغه ورځ د عمران خان پلویان سر ښار ته راوتلي وو.

د پنجاب د اعلا وزير عثمان بزدار په ضد د عدم اعتماد تحريک جمع شو.

مارچ 27

عمران خان په اسلام اباد کې د خپل ګوند د پلويانو راجوړې غټې غونډې ته په وينا کې د بهرني سازش خبره وکړه.

مارچ 26

د اپوزيشن مشر شهباز شريف د قومي اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر ته يو خط واستولو چې پکې د حکومت په کارروايۍ په خاصه توګه د قامي اسمبلۍ د عدم اعتماد د غونډې په رابللو کې د ځنډ په اړه تحفظات بیان شو.

د بې اعتمادۍ د تحریک په اړه د تحریک انصاف مشرانو د مسلم لیګ (ق) او ایم کیو ایم-پی سره مهمې غونډې وکړې.

مارچ 25

د قومي اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر د وزيراعظم عمران خان په ضد د اپوزيشن ګوندونو د عدم اعتماد تحريک وړاندې کولو نه بغیر د غونډې کارروائي د مارچ تر 28مې نيټې پورې وځنډوله.

مارچ 20

اپوزيشن ګوندونو اوويل چې سپيکر قومي اسمبلۍ په څوارلس ورځو کښې د اسمبلۍ اجلاس نه رابللو سره د آئين خلاف ورزي کړې ده.

دويي وویل چې تر 22 مارچ پورې د اجلاس نه رابلل غير آئيني اقدام دے او د آئين سره خیانت دی.

مارچ 19

پي ټي آئي د مخالفو ګوندونو سره د ټل کیدلو په سر خپلو ځینو غړیو ته د شوکاز نوټسې ورکړې.

مارچ 18

د پي ټي ائي ځیني منتخب غړی او کارکنان په زوره د اسلام اباد ريډ زون ته ورننوتل.

دروازه يې ماته کړله، نعرې يې ووهلې.

هم په دغه ورځ د مخالفو ګوندونو مشرانو د عمران خان څخه وغوښتل چې په خپله خوښه استعفا وکړي.

مارچ 17

د واکمن تحریک انصاف یو مره ور غړي وویل چې لږترلږه د قامي اسمبلۍ 24 مر ور غړي د حفاظت په خاطر په سنده په هاوس کې اوسیږي.

راجا ریاض وویل د "امنیتي اندیښنو" له امله سیند هاوس ته ځکه لاړل چې پولیسو د پارلمان په تالارونو باندې برید وکړ او "د دوی پارلیماني غړي" یې ونیول.

مارچ 15

وزيراعظم عمران خان د اپوزيشن د عدم اعتماد تحريک ناکامولو لپاره په خپلو قانوني او سياسي لارو چارو بيا کتنه وکړه.

د پاکستان اټارني جنرل (اې جی پي) خالد جاوید خان د وزیراعظم عمران خان سره ولیدل او هغه ته یې د عدم اعتماد د رایې د پروسې او د موجودو قانوني لارو چارو په اړه معلومات ورکړل.

د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني د عدم اعتماد د رايې په معامله د وزيراعظم عمران خان د ملاتړ اعلان وكړو.

د سېنېټ چيئرمېن وويل د هغه ګوند بلوچستان عوامي ګوند تر اوسه د عدم اعتماد د تحريک په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.

مارچ 14

د واکمن تحریک انصاف مهم غړی د مخالفو ګوندونو سره ټل شو. د ځايي خبري رسنيو له مخې، د پي ټي ايي مرکزي پنجاب صدر امتياز صفدر وڑائچ بيا پيپلز ګوند سره يو ځای شو.

مارچ 12

د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر وویل چې په قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد تحريک پاس کولو لپاره د مخالفو ګوندونو سره مطلوبه غړي نشته دی.

وزير دعوه وکړه چې پاکستان مسلم ليګ (ق) او متحده قومي موومنٹ پاکستان (ايم کيو ايم پي) دواړه د پاکستان تحريک انصاف حکومت ملاتړ کوي.

مارچ 11

حکومت د عدم اعتماد د تحريک په اړه وویل چې په سر ښار کې د اسلامي تعاون تنظيم (او آئي سي) تر غونډې مخکې په دې اړه څه نشي کېدلی.

مارچ 8

د مخالفو ګوندونو شریک اتحاد په قامي اسمبلۍ کې په وزېراعظم د بې باورۍ لپاره درخواست ورکړو .

(ددې خبر په ځینو برخو کې د ډیوه د خبریالانو فضل عزیز، فاروق فراق، الیاس خان او انګرېزۍ ژبې اخبار ایکپرېس ټریبون د رپورټونو څخه هم معلومات اخستل شوي)

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG