لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په عدت کې د نکاح کولو په مقدمه کې عدالت د عمران خان او د بشرا بي بي سزاګانې په ځای وساتلې


تېر کال د نومبر په مياشت کې د بشرا بي بي پخواني مېړه خاور مانيکا د اسلام اباد د سېول جج قدرت الله عدالت ته خواست کړی وو او ويلي يې وو، د ‏عمران خان او بشرا بي بي نکاح د عدت وخت پوره کېدو نه مخکې شوی وو او په دواړو یې د ناجايزه تعلقاتو تور لګولی وو
تېر کال د نومبر په مياشت کې د بشرا بي بي پخواني مېړه خاور مانيکا د اسلام اباد د سېول جج قدرت الله عدالت ته خواست کړی وو او ويلي يې وو، د ‏عمران خان او بشرا بي بي نکاح د عدت وخت پوره کېدو نه مخکې شوی وو او په دواړو یې د ناجايزه تعلقاتو تور لګولی وو

د اسلام اباد سېشن عدالت د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان او د هغه د مېرمن بشرا بي بي د عدت نکاح قضيه کې ‏سزاګانو ضد خواستونه رد کړل او د هغوی سزاګانې یې په برقرار وساتلې. پاکستان تحریک انصاف وويل، د فېصلې پرضد به هايکورټ ته خواست کوي.‏

د اسلام اباد سېول عدالت جج د سږ د کال فرورۍ په درېمه عمران خان او د هغه مېرمنې بشرا بي بي ته د عدت دوران د نکاح کولو په جرم کې د ‏اووه، اووه کالو د بند او پينځه، پينځه لکه روپو سزا اورولې ‏وه، ‏بيا د دغو سزاګانو پرضد خواستونه شوي وو.‏

سزاګانو ته په غبرګون کې عمران خان ويلي وو، په ده باندې په عدت کې د نکاح کولو قضیه د ده د سپکاوي یا بدنامه کولو لپاره جوړه کړل شوې ده او ‏په دې مقدمه کې په بشپړ ډول هڅه شوې ده چې بدنامه کړل شي.‏

هغه ویلي وو نه یې جوړ جاړی کړی دی اؤ نه به ورته غاړه کښیږدي، حتی که مړ هم شي خو ساز باز به ونه کړي.‏

د ځايي مطبوعاتو ترمخه د اسلام اباد اډيشنل سيشن جج افضل مجوکا نن په ‏‎27‎م جون ماسپښين په درې بجې محفوظ کړې فېصله واورله، دا فېصله په ‏‎25‎م جون محفوظه کړل شوې وه، جج د عمران خان او د هغه د مېرمن بشرا بي بي خواستونه رد کړل. په خواستونو کې د عدالت نه د سزاګانو معطل کولو ‏غوښتنه شوې وه.‏

د عدالت د فېصلې وروسته د تحريک انصاف ګوند عمر ايوب مطبوعاتو سره خبرو کې وويل، دوی به دغه فېصله په هايکورټ کې ‏چېلنج کوي.‏

هغه وويل، تر څو چې د دوی د ټول بنديان د عمران خان نه تر ټولو کارکوونکو پورې، هغوی نه وي خوشي شوي، دوی هيڅ ډول خبرو ته تيار نه دي.‏

تېر کال د نومبر په مياشت کې د بشرا بي بي پخواني مېړه خاور مانيکا د اسلام اباد د سېول جج قدرت الله عدالت ته خواست کړی وو او ويلي يې وو، د ‏عمران خان او بشرا بي بي نکاح د عدت وخت پوره کېدو نه مخکې شوی وو او په دواړو یې د ناجايزه تعلقاتو تور لګولی وو.‏

خاور مانیکا د سېول جج قدرت الله په عدالت کې د شکایت سره سم خپل بیان هم ثبت کړی او د عدالت نه یې غوښتي وو چې بشرا بي بي او عمران خان ته ‏سزا ورکړي.‏

د خاور مانیکا دا درخواست وروسته له هغې مخې ته راغلی چې له دغې وړاندې محمد حنیف نومي یو تن د عمران خان او بشرا بي بي خلاف د غېرشرعي ‏نکاح په مقدمه کې خپل درخواست بیرته اخستی وو.‏

عدت څه ته وايي؟

قانون پوهان وايي، عدت دوه ډوله وي، "يو عدت د ښځې او خاوند د طلاق او خلعې نه وروسته وي، بل عدت د ښځې د خاوند د مړينې وروسته وي، د دې ‏‏خپله خپله موده ټاکل شوې ده".‏

د قانون پوهانو په خبره، د پاکستان د عايلي يا کورنيو معاملاتو د قانون ترمخه، "د خاوند د مړینې نه وروسته د عدت موده څلور میاشتې او لس ورځې ده ‏‏او د طلاق او خلعې په صورت کې د عدت وخت درې میاشتې يا 90 ورځې دی"، او "د دواړو ډوله عدت په وخت کې ښځه د هیچا سره د نکاح په صورت کې ‏‏راشه درشه نه شي کولی دا قانوني او شرعي دواړه حکمونه دي".‏

قانون پوهان وايي، "د عايلي قوانينو د 90 ورځو پوره کېدو وروسته چې طلاق ډګري يا پوخ وشي هغه بيا متعلقه يونين کونسل ته د تاييد دپاره ولېږل شي ‏‏او د هلته نه یې تاييد کيږي، او د عدت 90 ورځو کې نکاح ځکه نه شي کېدی وجه یې د ښځې او د هغې د نسل سره جوړيږي".‏

پوهان وايي په دې کې د وراثت مسله راځي، "د درېو میاشتو نه پس که ښځه واده وکړي يا څلورو میاشتو او لسو ورځو نه وروسته کوم ماشوم زيږوي، نو ‏‏هغه به معلوم وي چې هغه د کوم خاوند نه وو ځکه دغه کار ته د قانوني بڼې ورکولو دپاره د عدت وخت ټاکل شوی دی د وراثت مسله پکې راځي".‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG