لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند د انتظام دلاندې کشمیر کې د پولیس او مظاهره کونکو ترمنځ نښتې شوي


FILE PHOTO: Kashmiris walk past a blockade put up by residents to prevent security personnel from sealing off a mosque ground ahead of Eid-al-Adha prayers during restrictions following the scrapping of the special constitutional status for Kashmir by the
FILE PHOTO: Kashmiris walk past a blockade put up by residents to prevent security personnel from sealing off a mosque ground ahead of Eid-al-Adha prayers during restrictions following the scrapping of the special constitutional status for Kashmir by the

د هند د انتظام لاندې کشمير کې پرله پسې په دريمه هفته هم د هند د هغې فېصلې په ضد احتجاجونه روان دي چې د کشمير خپلواکه حېثيت يې له مينځه وړی.

رویټرز خبري اداره وايې د جمعې په ورځ د کشمير په مرکزي ښار سري نګر کې د پولیس او مظاهره چیانو نښتې شوي. مظاهره کونکو پولیس په کاڼو ویشتلې او په ځواب کې پولیس اوښکې بهونکی ګيس کارولی.

مطبوعات وايې هندي عسکرو سوورا (Soura) ښار ته د ورننوتلو هڅې کولې چرته چې د هند د وزيراعظم نرېندرا مودي په ضد په سلگونو کسانو مظاهرې کولې، مظاهره چيانو په هندي عسکرو او پوليسو کاڼي وورول چې په ځواب کې هندي عسکرو په هغوي اوښکې بهونکي ګيسونه او د مرچکو سپرې وشيندلې، چې پکې یوشمېر مظاهرچيان ژوبل شو.

تېره ونۍ په سري نګر کې چې د مسلمانانو اکثريتي ښار دی مظاهرچيانو د ملګرو ملتونو د هند او پاکستان د پوځ د څار ډلې يا UNMOGIP د دفتر په لور د اجتجاجي لاريون غږ کړی و. ملګرو ملتونو دغه د فتر په کال 1949 کې د کشمير په سر د هند او پاکستان د لومړي جنګ وروسته جوړ کړی چي په سيمه کې د ډزبندۍ څارنه کوي.

دا لومړی ځل دی چې د کشمير بېلتون خوښو د هندوستان نه د کشمير د بېلېدوغوښتنې کړي.

د کشمير سورا ښار جناب صاحب جمات سره نزدې د پوليسو او مظاهرچيانو ترمينځه نښتې شوې خو رويټرز خبري اداره وايې د ماسپښين په مانځه کې د جناب صاحب په جمات کې امام د آزادۍ نعره وهله او بيا يې د پاکستان زنده باد نعره پورته کړه چې ورسره مقتديانو هم په يو آواز د پاکستان زنده باد نعرې ووهلې.

د هندوستان وزيراعظم نرېندرا مودي د اګست په پنځمه نېټه د هند د انتظام دلاندې کشمير نيم خپلواکه حېثت ختم کړی او په کشمير کې يې هرډول مواصلات يا تګ راتګ تړلی چي په ضد يې د بشري حقونو ډلو سخت غبرګون ښودلې.

پاکستان ويلي د هند د فېصلې په ضد به هلې ځلې دوامداره ساتي.

د امريکا صدر ډونلډ ټرمپ تېره ورځ د پاکستان او هندوستان وزيراعظمانو سره په ټېلي فون خبرې هم کړي او ويلي راتلونکي اونۍ په فرانس کې کېدونکې د جي اووم په غونډه کې به د هند د وزيراعظم نرېندرا مودي سره په کشمير خبره کوي.

په داسې حال چې د هند د ولقې لاندې کشمير کې هندوستان هر ډول مواصلات تړلي او مطبوعات وايې نزدې شپږ لاکه هندي پوځيان او پوليس د کشمير په لارو کوڅو کې ګزمې کوي د قتل عام د څار نړيوالې ادارې جينوساېډ واچ تېره ورځ په ملګر ملتونو غږ کړې و په کشمير کې د هند لخوا د ممکنه قتل عام مخنيوی دې وکړي، چرته چې د دغې ادراې د رپوټ ترمخه هندي پوځونه د ځايي خلکو سره جنسي تيري کوي او د عام اولس په ضد يې تشدد تود کړې.

خو هند دغه تورونه ردوي چې ګنې د دوي عسکر په تشدد يا جنسي تيريو کې ککړ دي.

په کشمير کې له تېرو دريو هفتو رهسې د هند په ضد احتجاجونه روان دي په عېنې حال کې ځينې هندي رپوټونه د نامعلومه هندي چارواکو له خلې وايې د افغانستان نه ترهګر هند ته د ورننوتلو هڅې کوي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د جمعې په ورځ د هند دغه تورونو ته په ځواب کې په ټويټر ويلي هند به د کشمير نه د نړۍ د پام اړولو لپاره جعلي عمليات کوي. .

عمران خان دغه تبصره په داسې حال کړې چې ملګرو ملتونو په هندي حکومت غږ کړی چې په کشمير کې د خيال د آزادۍ په ضد بنديزونه دې لرې کړي اود پرامنه مظاهرو لارې دې نه نيسي.

ملګرو ملتونو په يو بيان کې د هند نه غوښتلي چې په جمو او کشمیر کې د مواصلاتو تړل ټول اولس ته د سزا ورکولو برابر خبره ده چا چې هيڅ ډول جرم نه دی کړی، او زياتوي د هند لخوا روان زوز زياتې به په سيمه کې روان کړکېچ نور زيات کړي.

د جمو او کشمير دوه لوي هسپتالونو نه اخستل شوي شمېرو تر مخه تراوسه د مظاهرچيانو د چقولو په پېښو کې 152 کسان ژوبل شوي.

پاکستان په نړۍ غږ کړې د کشميرد مسلې په سر دې د هند او پاکستان ترمينځه تاؤ تريخوالی کم کړي. وزيراعظم عمران خان اندېښنه ښودلې د کشمير په سر د پاکستان او هند ترمينځه جنګ کېدی شي.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG