لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند د انتظام لاندې کشمیر کې لارې کوڅې خالي دي، مواصلاتي نظام بند دی


ای پي وايي د کشمیر په مرکزي ښار سری نگر کې کم خلک د خپلو کورونو نه بهر راوځي او که څوک راوځي هم نو په امنیتي پاټکو تېریږي چرته چې مسلح عسکر ولاړ وي
ای پي وايي د کشمیر په مرکزي ښار سری نگر کې کم خلک د خپلو کورونو نه بهر راوځي او که څوک راوځي هم نو په امنیتي پاټکو تېریږي چرته چې مسلح عسکر ولاړ وي

د زرگونو په شمېره کې د هندوستان امنیتي عسکر په کشمیر کې گزمې کوي، لارې کوڅې خالي دي او ځای په ځای ازغن تارونه او د اوسپنې پاټکې لگېدلې دي. په سیمه کې خاموشي د امنیتي ځواکونو موټرې او یا د مارغانو اوازونه ماتوي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په کشمیر کې د امنیت د دې انتهايي سختو گامونو دا څلورمه ورځ ده. مواصلاتي نظام قرییاً مکمل بند دی او خبري ادارې لاس په لاس د سیمې نه تازه حال اخلي.

د هندوستان د انتظام دلاندې د کشمیر دا حال اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې د زیارت، چهارشنبې، په ورځ په خپل رپورټ کې وړاندې کړې دی.

ای پي وايي کله راهسې چې نوي دلې د کشمیر خصوصي حېثیت بدل کړی د هندوستان د مسلمانانو اکثریت سیمه کې د اسېدونکو خلکو ژوند د مشکلاتو سره مخامخ شوی دی. ای پي وايي کشمیر د هندوستان او پاکستان ترمنځ ویشل شوی دی خو دواړه هیوادونه پرې د ملکیت دعوه کوي او د کلونو راهسې هندي ځواکونه د وسله والو بېلتون خوښو سره په جنگ اخته دي.

ای پي وايي د کشمیر په مرکزي ښار سری نگر کې کم خلک د خپلو کورونو نه بهر راوځي او که څوک راوځي هم نو په امنیتي پاټکو تېریږي چرته چې مسلح عسکر ولاړ وي.

په سري نکر کې دوکانونه او کلېنکونه بند دي. په تېرو وختونو کې به د امنیتي گامونو په وخت دوکانونه د لږ وخت دپاره پرانیستل کېدل چې خلک د خوراک بنیادي شیان واخلي خو اېسوسي اېټډ پریس وايي په موجوده صورتحال کې دا نه معلومیږي چې ایا دوکاونه پرانیستل کیږي او که نا؟

ای پي وايي په داسې حال کې چې مواصلاتي نظام، ځمکېن ټېلې فون، موبایل او انټرنېټ، تړل شوی دی، د کشمیر اوسیدونکي د سیمې نه بهر د چا سره رابطه نشي کول او زیات انحصار په رېډیو او ټیلې وژن کوي.

ای پي وايي د سري نگر په شري مهاراجه هري سنگ هسپتال کې ډاکټرانو اېسوسي اېټډ پرېس ته وویل چې ٥٠ کسان د ربر د گولیو د زخمونو سره هسپتال ته راوړل شوي دي. دغه ډول گولۍ هندي ځواکونه د مظاهره چیانو د تس نس کولو دپاره استعمالوي.

ای پي وايي د سیمې د نورو برخو نه خبرونه نه راځي.

په سري نگر کې پولیس ای پي ته ویلي دا نه ده معلومه چې په کشمیر کې به کرفیو د څومره وخت پورې دوام لري.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG