هندوستان د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل کېنېډې نه خپل سفیر او نور سفارتکاران راوباسي.
د نوي دلي د دې ګام نه څو ګنټې مخکې هند د کېنېډې دا اعلان رد کړو چې په کېنېډا کې د هندوستان سفیر تېر کال په کېنېډا کې د وژل شوي یو سېک فعال د قتل په لړ کې د دلچسپۍ وړ تن دی.
د هندوستان خارجه وزارت په یو بیان کې دا هم وویل په نوي دلي کې د کېنېډې اعلا سفارتکار خارجه وزارت ته راغوښتل شوی و او ورته وویل شوو چې په بې بنیاده توګه د هندوستان سفیر، نور سفارتکاران او چارواکي په هدف کول د قبلولو وړ خبره نه ده.
د هندوستان خارجه وزارت وویل د کېنېډې په موجوده حکومت باور نه لري چې د هندوستان د سفارتکارانو تحفظ به یقیني کړي نو ځکه حکومت فېصله وکړه چې خپل سفیر او نور هدف شوي سفاراتکاران او چارواکي د کېنېډې نه راوباسي.
د تېر کال د سېپټمبر په میاشت کې د کېنېډې وزیراعظم جسټن ټرووډو وویل هېواد يې داسې باوري الزامات لري چې په کېنېډا کې د سېک فعال هریپ سېنګ نجر د قتل سره د هندوستان د حکومت تړون څرګندوي. هندوستان دغه خبره رد کړو او بې منطقه يې وبلله.
اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وویل په اوټاوه کې يې د کېنېډې خارجه وزارت، خارجه وزیر او د وزیراعظم دفتر سره د تبصرې دپاره رابطه وکړه خو د چا جواب ترلاسه نه شو.
Forum