لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند د پاکستان پولې ته څېرمه پوځي تمرینونه کوي


د هندوستان تر ۲۰۰۰۰ زیات سرتیري د پاکستان پولې ته نږدې په راجستان کې د مې په نهمه نېټه پوځي تمرینونه پیلوي.

د هندوستان د پوځ ویاند ویجې پراهار د انډیا ټایمز ورځپاڼې ته ویلي دي چې دغه پوځي تمرینونه به یوه میاشت دوام ولري چې د هند د هوايي او ځمکني ځواکونو لخوا به په ګډه ترسره شي.

ویجې پراهار وايي:

(ددغو تمرینونو هدف د پراخې ترهګرۍ په وړاندې د ځواکونو چمتو والی دی او دا چې ددغو ګواښونو د مخنیوي په برخه کې څه ډول هوايي او ځمکني ځواکونه په ګډه کار وکړي.)

ده وړاندې وویل، په دغو تمرینونو کې به په سلګونو جنګي الوتکې، په زرګونو ټانکونه او درنې وسلې وکارول شي.

پاکستان تر اوسه پورې ددغو تمرینونو په اړه څه نه دي ویلي.

په یو بل خبر کې راغلي دي چې د لومړي ځل لپاره به هند او پاکستان د روان کال په وروستیو (سپټمبر) کې له چین سره یوځای په ماسکو کې ګډ پوځي تمرینونه وکړي.

دا به د پاکستان له ازادۍ څخه راوروسته لومړی ځل وي چې له هندوستان سره ګډ پوځي تمرینونه کوي که څه هم د ملګروملتونو په سوله ساتي ماموریت کې یې په ګډه کار کړی.

خبر زیاتوي چې د روسیې د اورال غره په دغو ګډو پوځي تمرینونو کې به د هند، پاکستان او چین سربیره د قزاقستان، کرغیزستان، تاجکستان، ازبکستان او روسیې سرتیري هم برخه ولري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG