لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پټرولو او ‌‌‌‌‌‌ډیزلو په بیو کی اضافه به کاروبارونه نور هم اغیزمن کړي، خیبر پښتونخوا کارخانه داران


په خېبر پښتونخوا کی کارخانه دار وایي د پټرولو او ‌‌‌‌‌‌ډیزلو په بیو کی اچانک اضافه به د دوی کاروبارونه نور هم اغیزمن کړي او په تجارت او پیداوار به خرڅونه نور هم زیات شی. دوی زیاتوي حکومت په قامی بجټ کی ټیکسونه نه دی لګولي خو د هغی زور یې د پټرولو او ‌‌‌‌‌‌ډیزلو په قیمتونو کی اویستو، دوی وایي یو اړخ ته د کرونا وبا کاروبارونه تړلي دي بل خوا د زیات خرڅونه به کارخانې بندی کړي.

د خیبر پختونخواه د ماربل کارخانو د ایسوسیشن مشر اضغر خان وايي وړاندی به د میاشتی د پورا کیدو سره نرخونه زیاتیدل دا ځل ناڅاپه په دی کې اضافه او پنځه ورځی مخکی کارخانه دارو ته مسائل پیدا کړی. دوی وايی حکومت په بجټ کی ټیکسونه زیات نه کړل خو زور ی د پټرول او ‌‌‌‌‌‌ډیزل نه اویشتو ،ګا‌‌‌‌‌‌ډی به هم خپلی کرايه زیاته کړی او د کارخانو خرڅونه به هم زیات شی

مرکزی حکومت تېره ورځ پټرول ۲۵ روپئ او ڈیزل ۲۱ روپئ ګران کړی وو. حکومت وایي په نړیوال مارکیټ کی د تیلو بیی زیاتې شوې دي او د هغی اثر په پاکستان کی هم راغلی دی، ددی ترڅنګ په پاکستان کی د کرونا وبا له امله ملکی اقتصاد اغیزمن شوی او د کارخانو پیداواری صلاحیت هم کم شوې دی.

په مردان ښار کی د ځائي د کارخانی مالک او د ماربلو د درنګونو مشر سجاد خان وائي د تیلو د ګرانۍ په ځائی باید حکومت په دی مالیا راکمه کړی وی د وړاندی نه د وبا په وجه کاروبارونه اغیزمن دي او بې روزګاري زیاته شوی دی زیاتو ټيکسونو سره به په تجارت خرڅونه نور هم زیات شی. د پاکستان د قامی امدنۍ شرح منفی کی روانه ده برامدات نه کیږی. په درامداتو ټیکسونه دي او خلق بی روزګاره دي. د دې ګام سره به کارخانې هم بندې شي.

کرونا وبا د اقتصادی اثراتو د مخنیوي دپاره د پاکستان حکومت وايي کارخانو ته یې مالی مرستې ورکړی دي. د مرکزی سټیټ بینک له خوا د سود شرح د ۱۳۰۲۵ فیصدی نہ اووه % تہ راکمه کړی . د اقتصاد ماهرین وایي دی کمی سره به قرصونه واپس کول اسان شی او په تجارت به خرڅونه هم راکم کړی شی.

ځانګړې ویډیوګانې


په پاکستان کې سږ کال د پولیو ۲۴ کېسونه رپورټ شوي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG