لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امن نړیواله ورځ: څېړونکي وایي پښتونخوا اؤ بلوچستان کې د امن په غوښتنه ولسونه ځورول کیږي


نن په 21م ستمبر په ټوله نړۍ کې د امن ورځ نمانځل کیږي خو څېړونکي وایي په پښتنه سیمه د ناامنۍ، ترهګرۍ اؤ ترور څادر خور دی اؤ د امن په پلوۍ د پښتونخوا اوسیدونکي احتجاجونه، لاریونونه اؤ پاڅونونه کوي خو وایي واکمنان یې د امن غوښتنې ته غوږ نه نیسي.

په دې وروستیو کې د مطبوعاتو له لارې داسې ګڼ شمیر رپورټونه مخې ته راغلي دي چې وایي په پاکستان اؤ په ځانګړي ډول پښتونخوا اؤ بلوچستان ایالتونو کې د امن په غوښتنه ګڼ شمېر سیاسي، قامي اؤ مدني فعالان وژل شوي، ځورول شوي اؤ یا هم لا درکه کړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کال 1981م کې 21م ستمبر د امن نړیواله ورځ ګرځولې وه.

د دې ورځې په مناسبت خپله اعلامیه کې ملګري ملتونه وایي امن صرف د شخړو نشتوالی نه دی، بلکې د امن د پاره یو مثبت، متحرک او په ګډه عمل ته ضرورت دی،چرته چې د خبرو اترو او همکارۍ په ذریعه شخړ هواری اوشي.

څیړونکي وایي پښتنه سیمه د تېرو څلورو لسیزو نه د زیات وخت راهسې د بدامنۍ سره مخ ده اؤ ددې بدامنۍ بدې اغېزې د د ژوند په هره څانګه کې لیدل کیږي.

د پیښور پوهنتون د سیاسیاتو استاذه پروفیسر ډاکټر نورین نصیر ډیوه سره خبرو کې وایي، په جمهوري طریقې د شخړو هواری زیات پایدار وي.

هغه زیاتوي د یوې پرامنه ټولنې خصوصیت دادی چې دغلته به په هیڅ کومه نامه چاسره هم زیاتی نه کیږي اؤ د نړیوالې ټولنې بقا هم په دې کې ده چې په پرامنه طریقې د برابرۍ په بنیاد د هر مذهب، مسلک، نظریې جنس او قام تهذیب درناوی وشي.

پوهان وایي د دنیا یو شمیر سیمو کې اوس هم شخړې موجودې دي او هڅه کیږي چې د هغې هواری د خبرو په ځای د تشدد له لارې ولټول شي.

د پوهانو په وینا د تشدد له لارې د شخړو د هواري هڅو سره چې نه یوازې دغو سیمو کې بدامني جوړیږي بلکې دا عمل د دنیا امن ته هم ګواښونه پیدا کوي.

د پوهانو په اند د دویمې نړیوالې جګړې نه وروسته 1945م کې د ملګرو ملتونو تنظیم جوړیدو سره د جنګ ځپلو قامونو تمه پیدا شوه چې اوس به دنیا کې د جنګونو لړۍ ختمه او امن ټینګ شي. خو دوي وایي دې نه وروسته دنیا دوو بلاکونو یعني سرمایه داره او اشتراکي ملکونو کې وویشل شوه. او بیا کال یوکم څلویښتم کې د نیټو او پنځه پنځوسم کې د وارسا تړون جوړیدو سره دنیا کې سوړ جنګ شروع شو.

پروفیسر ډاکټر نورین نصیر وایي "څه خلک لاړل دې سوړ جنګ کې د کیپټلسټس سره شول او څه خلک چې وو، هغه کمیونسټس سره شو. خو هغه سوړ جنګ د هغوي مینځ کې مونږ له یې دلته په تود جنګ کې ټرانسلیټ کړو. ځکه چې پراکسي وار هغوي کول. هغوي جنګیدل یو بل سره، خلک یې بل څوک استعمالول، ځمکه یې د بل چا استعمالوله. او هغوي خپله وسله هم په مونږ خرڅوله. ډرګ وار هم وو. ډرګ بزنس هم وو. او کلاشنکوف بزنس هم وو".

د پیښور پوهنتون د سوشل ورک استاذ پروفیسر ډاکټر نور ثناالدین ډیوه ته وایي،د ژوند ژواک هر اړخ د امن نیشتوالي خراب کړی دی.

د هغه په خبره "لکه زمونږ لیټریچر تاسو وګورئ. ټول د بم دهماکو نه ډک دی. خودکشه دهماکه یمه. دغسې ما تاسو ته وختي خبره وکړه چې یره نوې نوې ټپې چې کومې وي. هغې کې ټول ددې جنګ جګړو خبره وي. لکه مورې پښتون له مې ورنکړې. پردي جنګونه په سر اخلي مړ به شینه".

ډاکټر نور ثناالدین زیاتوي ددې بدامنۍ په وجه دلته د تعلیم سطحه ټیټه ده. اقتصاد کمزوری دی. سیاست او جمهوریت کې د زغم په ځایې تشدد زیات شوی دی.

څیړونکي وایي پاکستان او بیا په خصوصي توګه پښتونخوا او بلوچستان کې حالات په خرابیدو دي. دوي وایي د پارلیمان له لارې به دغلته موجودو ټولو شخړو ته کتنه پکار وي. او دغه شخړې به په منصفانه طریقې هوارول وي.

د پروفیسر ډاکټر نورین نصیر په وینا، ترټولو زیاته ضروري داده چې کوم دا سټرکچرل وایلنس زمونږ په دې وطن کې دننه دی باید دا له مینځه یوړل شي اؤ د برابرۍ اؤ مساواتو لمن ونیول شي .

زیاتوي چې په دې لړ کې د پارلیمان دننه ولسي استازي ښه رول ادا کولی شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG