لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي چارواکي تحقیقات کوي چې مشکوک تن په څه مقصد په ټرمپ د حملې کوښښ کولو


چارواکو ويلي کله چې د تقیقاتي ادارې اېف بي ايي چارواکو هغه سره د خبرو کوښښ کولو نو هغه خپل قانوني حق استعمال کړو او ويې وېل د وکیل نه بغېر به خبرې نه کوي
چارواکو ويلي کله چې د تقیقاتي ادارې اېف بي ايي چارواکو هغه سره د خبرو کوښښ کولو نو هغه خپل قانوني حق استعمال کړو او ويې وېل د وکیل نه بغېر به خبرې نه کوي

د امریکې تحقیق کوونکي د هغه مشکوک تن د سوشل میډیا اکاونټونو او نورو پوسټونو کتنه کوي چې د هېواد په پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د حملې کوښښ يې کولو او معلومه کړي چې د هغه محرکات څه وو او ایا د هغه سره نور څوک هم وو او که نا؟

مشکوک تن راین وېسلي راوت پولیس په فلورېډا ریاست کې د اتوار، یکشنبې، په ورځ ګرفتار کړو. هغه د ټرمپ د ګالف د مېدان نه د تښتېدو په مهال ونیول شو.

چارواکو ویلي د راوت د موبایل ټېلې فون نه ترلاسه شوي معلومات ښښي هغه ۱۲ ګنټې د ټرمپ ګالف لوبې د مېدان سره نږدې په بوټو کې پټ ناست و.

په هغه الزام لګول شوی چې د سزایافته مجرم په حېث يې وسله لرله او داسې وسله يې هم لرله چې شمېره يې حذف کړی شوې وه.

چارواکو ويلي کله چې د تقیقاتي ادارې اېف بي ايي چارواکو هغه سره د خبرو کوښښ کولو نو هغه خپل قانوني حق استعمال کړو او ويې وېل د وکیل نه بغېر به خبرې نه کوي.

اېف بي ايي او همکارې ادارې يې ګوري چې د راوت ګوپرو کېمره، د هغه موټر او نور الېکټرانېک الات د لټولو دپاره د عدالت نه اجازت نامه یا وارنټ واخلي.

د اېف بي ايي سپېشل اېجنټ جېفري وېلټري وویل راوت په انټرنېټ ښه فعاله و او هغه پوسټونو او د دې جاج اخیستل کېږي چې هغه په انټرنېټ څه لټول.

چارواکي د راوت د کورنۍ غړو، د هغه د ملګور او د پخوانیو همکارانو نه هم پوښتنې کوي.

وېلټري وویل تحقیق کوونکی په تېرو کلونو کې د راوت بیانونو ته هم کتنه کوي چې په کې مطبوعاتو ته د هغه هغه مرکې هم شاملې دي چې په یوکرېن کې جنګ دپاره يې افغان عسکر د جلب کولو تکل کولو.

د هغه د انلاین بیانونو نه ښکاري چې په یو وخت کې هغه ټرمپ حمایتي وو خو په وروستي کلونو کې د هغه پوسټونه څرګندوي چې د ټرمپ مخالف شوی و.

تېر کال راوت خپله یو کتاب چاپ کړو چې ښښي هغه ټرمپ د وژلو دپاره د ایران حوصله افزايي کوي. د یوکرېنز انوېنېبل وار یا د یوکرېن بې بریا جنګ نومې کتاب کې هغه ایران په مخاطب کولو وايي ازاديې چې ټرمپ ووژنئ. راوت ټرمپ د بې وقوف او د خندا وړ په نومونو هم یادوي.

تحقیق کوونکې دې ته هم کتنه کوي چې راوت څنګه وکړی شول چې د ټرمپ د ګالف مېدان ته نږدې ورشي.
د ټرمپ په حفاظت د مامورې ادارې سيکرېټ سروېس عبوري مشر رانلډ رو د خپلې محکمې دفاع وکړه او ويې وېل حفاظي ګامونو کار وکړو. رو وویل مشکوک تن ته ټرمپ نېغ په نېغه نه ښکارېدو او نه هم هغې ډزې کړي دي.

ټرمپ هم د سیکرېټ سروېس ستاینه کړې خو ویلي يې دي پکار ده چې د هغه په تحفظ د مامورو چارواکو شمېره زیاته کړی شي.

صدر جوبایډن هم د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل سيکرېټ سروېس ته د نورې مرستې ضرورت دی. هغه زیاته کړه چې کانګرس ته پکار ده چې د سيکرېټ سروېس ضرورتونو ته جواب ووايي. هغه وویل ښکاري چې د سیکرېټ سروېس د مامورنو شمېره د زیاتولو ضرورت دی.

د جولای په ۱۳ نېټه یو وسله وال په پېنسېلوېنیا ریاست کې د جلسې په موقع په ټرمپ ډزې وکړې چې له امله يې په جلسه کې یو تن ووژل شو او ټرمپ معمولي او دوه نور کسان زیات زخمیان شول. وسله وال تن د سيکرېټ سروېس په جوابي ډزو ووژل شو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG