لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مشال خان پلار محمد اقبال په برتانیه کې په عدمِ تشدد لیکچر ورکوي


د مذهب د سپکاوي په ناحقه تور د وژل شوي مشال خان پلار محمد اقبال په برتانیه کې په باچا خان لیکچر (وینا) کوي.

د مذهب د سپکاوي په ناحقه تور د وژل شوي مشال خان پلار محمد اقبال په برتانیه کې د باچا خان په فلسفه عدم تشدد لیکچر (وینا) ورکوي.

اقبال خان به دا وینا په ٢٠ مه جنورۍ د لندن د رسل سکویر په بروني گیلري لیکچر تهیټر کې کوي.

اقبال خان وي او ډیوه ته اوویل اوس د باچاخان د امن، ورورولۍ او انصاف پیغام ټولې نړۍ ته ور رسول غواړي:

"اوس نړۍ ته دامن ضرورت دی، باچاخان د امن پیامبر وو او دهغه سوچ خپلول پکار دي"

د غونډې شريک کوربه او د تعليم د پرمختگ لپاره کارکونکي مبارز ضیا الدين یوسفزي په خپل ټویټر او فېس بک د ښاغلي اقبال په برتانیه کې د هر کلي اپیل کړی دی. ښاغلی ضیا ليکي:

شهید مشال خان پلار ،او د امن او انصاف لوی مبارز، محمد اقبال خان به سبا په ١٦ مه جنورۍ، ماسپخښین ٢:٣٠ بجې برمنګهم ائر پورټ ته رارسی۔
تاسو ته بلنه درکوو چه دهغویي دهرکلي د پاره ائر پورټ ته تشریف راوړئ"

ښاغلی اقبال یو تکړه شاعر او د باچا خان د سوچ پیروکار دی. په برتانیه کې د ښاغلي اقبال د لیکچر په بلن ليک کې ویل شوي دي هغه د خپل ځوي دردونکی غم ډیر په میړانه سره وزغمولو.

"هغه د خپل غم نه ځپلې شوې ټولنې له غږ جوړ کړو او یو تحریک یې پېدا کړو"

"هغه د خپل غم نه ځپلې شوې ټولنې له غږ جوړ کړو او یو تحریک یې پېدا کړو"​

په بلن ليک کې ښاغلي اقبال ته په پاکستان کې د اميد یوه پلوشه ویل شوي دي.

ښاغلي اقبال اوویل دا د هغه په ژوند کې کوم بل هېواد ته لومړی سفر دی.

"زه یواځې یو ځل د باچاخان په جنازه کې د افغانستان په سفر تلی یم"

د غونډې یو بل کوربه نادر چيمه ویلي دي دښاغلي اقبال اوریدلو ته به په برتانیه کې د میشتو پښتنو نه علاوه پاکستانیان، ځايي خلک او طالبعلمان هم ورځي. هغه وايي:

"دا لیکچر به په اردو ژبه کې د انگریزۍ د روانې ژباړې سره په پرده هم راځي"

اقبال خان وايي خپل لیکچر یې تیار کړی دی او د وینا وخت به یې ٣٠ مينټه وي.

د ښاغلي اقبال ځوی مشال خان په کال ٢٠١٧ کې د اپریل په ١٣مه په عبدالولي خان پوهنتون کې طالبعلمانو او دعملې ځيني غړو د مذهب د سپکاوي په ناحقه تور کې وژلی وو.

Herald Mashal Khan Cover Photo
Herald Mashal Khan Cover Photo

د پاکستان د تمامو امنيتي او استخباراتي ادارو شريک رپورټ کې ثابته شوې وه په مشال خان لگول شوي تورونه دروغ وو.

پوليس چارواکي وايي د مشال خان په ناحقه وژنه کې ککړ زیاتره کسان نیول شوي دي. خو د مشال خان د پلار تر مخه په دغه قضیه کې تر اوسه څوک سزاوار شوی نه دي.



  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG