لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیویارک ټایمز: خامنایي د اسماعیل هنیه د وژنې بدل اخستو لپاره نېغ په نېغه په اسرایل د حملې امر کړی


امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټایمز ویلي د ایران سپریم لیډر ایت الله خامنه اي د ملي امنیت د عالي شورا په بېړنۍ غونډه کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه د وژنې د بدلې اخستو لپاره په اسرایل نیغ په نېغه د برید امر کړی دی.

د نیو یارک ټایمز په رپورټ کې دعوه شوې ده چې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا بېړنۍ غونډه په تهران کې د اسماعیل هنیه په یو برید کې له وژل کېدو سمدستي وروسته رابلل شوې وه.

تر دې وړاندې پخپله خاوره کې د اسماعیل هنیه په وژنه د ایران سپریم لیډر ایت الله خامنه اي پخپل غبرګون کې ویلي وؤ چې، "زمونږ میلمه زمونږ په کور کې دننه وژل شوی اؤ غچ یا بدله اخستل یې په ایران فرض دي".

د حماس د سیاسي څانګې مشر اسماعیل هنیه تېره ورځ د سهار په خړه کې په تهران کې د خپل کور دننه د میزایل په یوه حمله کې وژل شوی ؤ.

د ایراني میډيا د رپورټونو له مخې اسماعیل هنیه په تهران کې د ایران د نوي صدر د لوړې دستوره کې له ګډون وروسته ایله خپل کور ته ستون شوی ؤ چې د میزایل حمله پرې شوې وه اؤ هغه پکې د خپل یو ساتونکي سره یو ځای وژل شوی ؤ.

حماس په ټولنیزو رسنیو د اسماعیل هنیه وژل تایید کړي وو.

د هغه په وژنه د ایران صدر خپل غبرګون کې ویلي چې د اسماعیل هنیه د وژنې بدله اخستل د ایران ذمه واري ده.

د ای ایف پي د رپورټ له مخې ایت الله خامنه اي ویلي چې "په دې ګام اخستو سره مجرم اؤ ترهګر صیهوني حکومت د خپل ځان لپاره د سزا یو سخت میدان تیار کړی دی".

د ایران د سرکاري خبري شبکې ایرنا له لوري خپور شوي بیان کې د ایران د سپریم لیډر له خولې ویل شوي چې مونږ د اسماعیل هنیه بدله اخستل خپل فرض ګڼو ځکه چې هغه د یران په خاوره کې وژل شوی دی.

ایران د اسماعیل هنیه په وژنه د دریوؤ ورځو ملي ویر اعلان کړی اؤ ویلي یې دي چې د اسرایل د ملاتړ په وجه امریکا ددې حملې ذمه واره ده.

حماس هم پخپل یو بیان کې ویلي چې د اسماعیل هنیه وژنه به جګړه یو نوي لوري ته سمه کړي اؤ ددې به سختې پایلې مخې ته راشي.

په یروشلم کې د اسرایلي حکومت ویاند د حماس د مشر په وژنه د تبصرې کولو څخه انکار کړی اؤ ویلي یې دي اسرایل د ایران له لوري هر رقم ځوابي اقدام ته بېداره اؤ چمتو دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG