لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران: امریکا په سیمه کې د بې ثباتۍ دپاره افغانستان کې د وسلوالو ملاتړ کوي، واشنگټن یې تردید کړی


Graphic map of Afghanistan for ISIS and Taliban presence
Graphic map of Afghanistan for ISIS and Taliban presence

د ایران خارجه وزیر جواد ظریف ویلي په سیمه کې د بې ثباتۍ راپارولو او نورو هېوادونو ته د گواښونو دپاره امریکا په افغانستان کې د وسلوالو ملاتړ کوي.

جواد ظریف په امریکا دغه الزام د پاکستان په سفر په اسلام آباد کې د سفارتکارانو، څیړونکو او صحافیانو په یوه غونډې کې ولگولو.

هغه وویل امریکايي هېلې کاپټرې لیدل شوي دي چې د افغانستان د ننگرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ څخه یې د داعش وسلوال نامعلومه ځای ته منتقلول.

ایراني خارجه وزیر وویل "مونږ استخباراتي معلومات گورو، ددې ترڅنگ د عیني شاهدینو بیانونه دي، چې دداعش وسلوال، ترهگر، د جنگ د میدان نه (په هوايي جهاز کې) پورته شوي دي، د جنگ د مېدان نه ژغورل شوي دي چې پکې د هسکې (مېنې) زندان" نه هم کسان پورته شوي دي.

ایران او روس د ډیر وخت راهسې دا خبره کوي چې نامعلومه هېلې کاپټرې د افغانستان هغه سیمو ته پروازونه کوي چې د داعش په قبضه کې دي.

جواد ظریف وویل "دا ځل دا نامعلومه هېلې کاپټرې نه وې. دا امریکايي هېلې کاپټرې وې، چې د داعش (وسلوال) یې د هسکې د زندان نه ویستل؟ دوی کوم ځای ته وړل شوي؟ اوس مونږ ته دا نه ده معلومه چې دوی (دداعش وسلوال) چرته بوتلل شوي، خو مونږ یې نتایج لیدلي. مونږ په پاکستان کې نور زیات تشدد وینو، په افغانستان کې نور تشدد وینو، چې فرقه ییز رنگ یې اخیستی."

واشنگټن دا الزامات ردوي او وايي دا "تشې گنگوسې" دي. امریکا وايي په ننگرهار کې یې د داعش پرضد بې رحمه هوايي بمباري کړې ده.

د داعش خلاف په عملیاتو کې امریکايي عسکر هم د افغان ځواکونو سره څنگ په څنگ برخه اخلي. تېرکال د امریکايي ځواکونو تر ټولو زیات جنگي تلفات هم په ننگرهار کې د داعش خلاف جگړې کې رامځنته شوي دي.

داعش په ننگرهار کې د مرکزونو څخه د افغانستان په نورو سیمو کې حملې ترسره کوي چې پکې په ورستیو کې په شمال کې د جوزجان ولایت هم شامل دی. په جوزجان کې د داعش د پرمختگ په نتیجه کې د روس تشویش راپاریدلی دی.

تیره میاشت په کابل کې په افغانستان کې د امن په موضوع د نړي والې غونډې په موقع د افغانستان د ملي امنیت صلاحکار حنیف اتمر د غونډې گډون والو ایراني او روسي استازو ته وړاندیز وکړو چې د داعش سیمو ته د نامعلومو هېلې کاپټرو د پروازونو دې په مشترکه توگه پلټنې وکړي.

د اسلام آباد غونډې ته وینا کې جواد ظریف وویل په سیمه کې د امن په خاطر او د داعش د مخه نیولو دپاره به ایران د پاکستان په همکارۍ د افغان حکومت او د طالبانو د مذاکراتو ملاتړ کوي.

امریکايي مامورین په ایران د طالبانو د مرستې الزام لگوي او افغان چارواکي وايي طالبان په پاکستان کې د مرکزونو څخه په افغانستان کې حملې ترسره کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG