لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په نړیواله کچه د مذهب د ازادۍ په موضوع په واشنګټن کې غونډه شروع شوه


امریکا کې د مذهب ازادۍ د څار نړیوال کمېشن (USCIRF) وايي طالبانو افغانستان کې د سخت دریځۍ له کبله د خلکو د مذهب ازادي ګواښلې او پاکستان د بشري حقونو د سرغړونو په لړ کې تر ټولو بدترین هیواد بلل شوی
امریکا کې د مذهب ازادۍ د څار نړیوال کمېشن (USCIRF) وايي طالبانو افغانستان کې د سخت دریځۍ له کبله د خلکو د مذهب ازادي ګواښلې او پاکستان د بشري حقونو د سرغړونو په لړ کې تر ټولو بدترین هیواد بلل شوی

په واشنګټن ډي‌ سي‌ کې د مذهبي‌ ازداۍ نړیوالې ادارې انټرنېشنل رېلېجس فريډم (ايي ار اېف) په انتظام د جون په ۲۸مه درې ورځنۍ سرمشریزه پیل شوه چې د امریکا لوړو پورو چارواکو په ګډون د نړۍ بیلا بیلو هېوادونو استازې په کې ګډون لري.

د دې غونډې هدف د مختلفو سازمانونو یو پیاوړی ایتلاف رامینځته کول دی چې په ټوله نړۍ کې د مذهبي آزادۍ لپاره یوځای کار کوي. د نړیوال مذهبي ازادۍ اداره په نړۍ کې د مذهبي لږکیو په اړه عامه پوهاوي خورولو او سیاسي توان زیاتولو کار کوي.

امریکا کې د مذهب ازادۍ د څار نړیوال کمېشن (USCIRF) وايي طالبانو افغانستان کې د سخت دریځۍ له کبله د خلکو د مذهب ازادي ګواښلې او پاکستان د بشري حقونو د سرغړونو په لړ کې تر ټولو بدترین هیواد بلل شوی ځکه چې د پاکستان حکومت په خپله د مذهب د سپکاوي د قانون په ترڅ کې د ډیرو سرغړونو باعث دی.

د دې سزمشریزې په لومړۍ ورځ د نړیوالې مذهبي آزادۍ د ۲۰۲۱ کال پیل شوي نړیوال کمپاینونو په اړه تازه معلومات ورکړل شوه کوم کې چې د مذهب د سپکاوي قانونونه ختمول او د نسل وژنې درول شامل دي.

غذراجعفري
غذراجعفري

په دې سمیټ کې د هغو حکومتونو په اړه هم خبرې کیږي چې د مذهبي لږکیو د حقونو څخه په سرغړونو تورن دي او په بیلا بیلو هېوادونو کې خلک د هغوي‌ د مذهبي او دیني عقیدو په سر بندي شوي یا وژل شوي.

سوزن جانسن کوک چې د نړیوالې مذهبي ازادۍ لپاره د امریکا پخوانۍ سفیره ده وايي: "زمونږ اداره د مذهبي ازادیو لپاره کار کوي. چې د یو بل مذهب او باورونو ته احترام وکړي. "

د دې سرمشریزې یوه افغانه ګډونواله عذرا جعفري، چې د شعیه لږکیو سره تړاو لري او په ۲۰۰۸ کال کې د افغانستان دای کنډي ولایت نیلي ښار لومړۍ ښځینه ښاروالې په توګه وټاکل شوه ډیوې ته وايي:

(له بده مرغه د کومې مودې راهسې چې طالبان په افغانستان بیا واکمنه شوي، د هزاره ګانو او شعیه ګانو حالت ورځ تر بله په خرابېدو دی او دا راته د ۱۹۹۶ کلونو رایادوي، کله چې طالبان د لومړي ځل لپاره واک ته ورسېدل. طالبان پرته له کومه دلیله شعیه ګان بندي کوي او وژني یې. هزاره ګان د ډيرې مودې راهسې هیڅ ځای خوندي‌ نه دي، نه په ښوونځیو کې نه په زیږنتونونو کې او نه هم په خپلو لارو کوڅو کې. هر ځای پرې بریدونه کیږي. او اوس بیا دا حالت تکراریږي. دا په واضح ډول د هزارګانو نسل وژنه ده. زه د امریکا او نړۍ غواړم چې دا عمل د نسل وژنې په توګه وپیژني او په افغانستان کې دې د هزارګانو نسل وژغوري.)

اغلې زیاتوي چې ( هیڅ چا نه خوښیږي چې خپل کور او وطن پریږدي. دوي نه غواړي چې کډوال شي. زه په خپله هم په ماشومتوب کې کډواله وم. خو کله چې بیرته افغانستان حالت ښه شو زه د خپل هېواد خدمت لپاره خپل وطن ته ستنه شوم. زه د ۶ کالو لپاره د افغانستان په دایکندي ولایت کې د نیلي ښار ښارواله پاته شوم چې لومړۍ ښځینه ښارواله وم. خو بیا پر ما د طالبانو لخوا حملې وشوې هغوي زما ملګري په نښه کړه نور نو زه په هېواد پریښودو مجبوره شوم.)

ندین منزا
ندین منزا

همداراز پاکستاني‌ الاصله امریکايی امجد محمود خان چې په امریکا کې د احمدیه مسلمانانو د ټولنې د عامه چارو مشر یا ډایرکټر دی ډیوه ته وايي:

(په پاکستان کې د احمدیه مسلمانانو ټولنه سخت ځورول شوېو ټولنو څخه ده او دا مسله ډيره زیانمنونکې ده ځکه چې د پاکستان په اساسي قانون کې د بدلون پر بنسټ احمدیه ټولنه غېر اسلامي ګرځول شوې. که څه هم دغه بدلون ډیر پخوانی دی خو د ارډیننس شلم له مخه د احمدیانو مذهبي فعالیتونو ته د جرم نوم ورکول پیل شوي او احمدیان که ځات ته مسلمان ووايي نو د دې به ورته سزا ورکول کیږي. دا مهال په لسګونو احمدیان په زندانونو کې دي، ګرفتاره کیږي او په تیرو کلونو کې د احمدیانو د وژلو شمېرې په زیاتیدو دي.)

امریکا کې د مذهب ازادۍ د څار نړیوال کمیسیون (USCIRF) په خپل 2022 کلني راپور کې افغانستان او پاکستان د ځانګړې اندیښنې وړ او څار هیوادونو په لیسټ کې اچولي. د دې کمیشن پخوانۍ مشره ندین مېنزا ډیوه ته وايي:

)د کومې مودې راهسې چې طالبان په افغانستان واکمنه شوي. زمونږ کمیشن د بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې چې افغانستان د ځانګړې اندیښنې وړ او څار هیوادونو په لیسټ کې اچولی. که څه هم امریکا د طالبانو سره هیڅ رسمي‌ اړیکې نه لري خو اوس هم امریکا کولی شي چې د ډیپلوماسۍ له لارې پر طالبانو فشار راوړي. طالبان په افغانستان کې په ټولو خلکو خپل سخت دریځه اسلامي سني شریعت عملي کوي نو دا په مذهبي لږکیو ډیر اغېز کوي.

امجدمحمودخان
امجدمحمودخان

(زمونږ کمېشن سپارښتنه کړې چې پاکستان دې د ځانګړې اندیښنې وړ او څار هیوادونو په لیسټ کې واچوي کوم چې امریکا په کې شامل کړی هم دی. د په پاکستان کې د حکومت لخوا د مذهب سپکاوي قانون عملي کیږي کوم چې د مذهبي لږکیو په وړاندې تشدد زیاتوي.)

تمه ده چې په دې کنفرانس کې به په نورو هېوادونو کې مذهبي ازادیو ته د ورپیښو ګواښونو په اړه خبرې وشي لکه په هند کې تېرکال په مذهبي‌ اقلیتونو او په خاص ډول په مسلمانانو باندې بریدونه شوي او همداراز په چین کې چې ایغور مسلمانانو سره د بشري حقونو سرغړونې شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مذهبي ازادیو تور لېسټ کې چین، اېریتریا، ایران، میانمار، شمالي کوریا، پاکستان، روسیه، سعودي عربستان، تاجکستان او ترکمنستان شامل دي چې ښايی له دې پلوه پرې یو لړ بندیزونه ولګول شي.

پاکستاني مامورین دا خبره ردوي چې په هېواد کې یې مذهبي اقلیتونه ازادي نه لري، او وايي د ملک ايين او قانون د اقلیتونو د حقونو تحفظ کوي.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG