داعش وسله والې ډلې د نهې، سه شنبې، په ورځ د افغانستان په سرښار کابل کې یوه ورځ وړاندې شوې ځانمرګي حمله ومنله او ويې وېل د حملې هدف د طالبانو د حکومتي وکیل یا د څارنوال دفتر و.
د داعش د مطبوعاتو څانګې عماق د سوشل ميډیا په ټېلېګرام وېب پاڼه وویل ځانمرګي حمله کوونکي انتظار کولو چې د څارنوال د دفتر کارکوونکي کار په ختمېدو د دفتر نه تګ شروع کړي او بیا يې د ګڼې ګوڼې په منځ کې چاودېدونکي مواد وچلول.
د پولیس ترجمان خالد ځدران د ګل، دوشنبې، د ورځ په حمله کې د شپږو کسانو د وژل کېدو او د ۱۳ نورو کسانو د زخمي کېدو تصدیق کړی و.
داعش په چاودنه کې د خلکو د مرګ ژوبلې شمېره ۴۵ وښودله. ډلې وویل حمله يې د طالبانو په بند کې د مسلمانانو د قېد کېدو په بدل کې کړې.
په کال ۲۰۲۱ کې د طالبانو د بیا واکمېندو راهسې په افغانستان کې د تشدد کچه کمه شوې خو د داعش خراسان څانګې په کابل او د افغانستان په ځینو نورو سیمو کې د حملو ذمه واري منلې ده.
Forum