لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جاکارتا کانفرانس به د افغانستان سولې ته څه ګټه ورسوي؟


تمه ده چې په اندونیزیا کې د جمعې په ورځ د افغان، پاکستاني او اندونیزیايي دیني عالمانو په ګډ کانفرانس کې به د غونډې ګډونوال په افغانستان او سیمه کې د روانو نا امنیو او توندلارو ډلو پرضد یو ګډ شرعي دریځ اعلان کړي.

دغه کانفرانس ته له افغانستان او پاکستان څخه د شلو شلو علماو ډلې وار له مخکې اندونیزیا ته رسېدلې دي.

د پاکستاني پلاوي یو غړي او د اسلامي ایډیالوژیکي مرکز مشر ډاکټر قبله ایاز وي او اې ډیوې ته له سفر وړاندې ویلي و چې له هغو کسانو سره هم باید خبرې وشي څوک چې په ځآن وژونکو بریدونو او حملو کې لاس لري.

تر دې وړاندې د افغانستان د سولې د عالي شورا چارواکو منلې وه چې د مولوي قیام الدین کشاف په مشرۍ د افغان علماو یو ۲۰ کسیزه ډله به د جاکارتا په کانفرانس کې کډون وکړي تر څو داسې لارې چارې وموي چې په افغانستان او سیمه کې پرې تاوتریخوالی پای ته ومومي.

افغان څېړونکي له اندونیزیا کانفرانس څخه څه تمې لري؟

افغان څېړونکي په دې اند دي چې د اندونیزیا کانفرانس به په زغرده دا غږ پورته کړي چې د افغانستان جګړه یو ناروا او غیر شرعي جګړه ده او په اړه یې باید دیني علما یوه ګډه شرعي فتوه ورکړي.

افغان سیاسي کارپوه انجینیر مطیع الله خروټي امریکا غږ ډیوې ته وویل: ٫٫ د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا دیني عالمان ټول باید په ګډه داسې یوه فتوا صادره کړي چې په افغانستان کې روانه جګړه چې هر وخت د ملکي وګړو او د هېواد په وړاندې وي ناروا او غیر شرعي وبلل شي او ټوله اسلامي نړۍ باید د داسې یو فتوې ملاتړ وکړي.٬٬

ښاغلي خروټي وړاندې وویل، له بده مرغه د پاکستان په زرګونو دیني مدرسو کې هره ورځ د افغانستان د جګړې لپاره منفي او غلط تبلیغات کیږي او ناپوه ځوانان چې د مدرسې له انګړ څخه بهر یې نوره نړۍ په سترګو نه ده لیدلي پرې باور کوي او بیا همدا ناپوه کسان په افغانستان کې بریدونه ترسره کوي.

د پاکستان د مدرسو مشران دغه تورونه ردوي چې ګواکې په مدرسو کې یې ترهګر روزل کیږي.

د پاکستان د ایکسپرس ټریبیون د ورځپاڼې د راپور له مخې په پاکستان کې په دې وروستیو کې د دیني مدرسو شمېر له ۳۵۰۰۰ څخه اوښتی دی.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد پوهاند نصر الله ستانکزي وي او اې ډیوې ته وویل دا سمه ده چې که د پاکستان دیني عالمان هم د اسلامي نړۍ د نورو دیني عالمانو سره د افغانستان د روانې جګړې په ناروا ګڼلو کې یو ځای شي نو جګړه به راکمه شي خو اصلي ستونزه د پاکستان له پوځ سره ده.

ده وویل: ٫٫ د تېرو ۴۰ کالو راهیسې د پاکستان پوځ د خلکو له مذهبي احساساتو نه په استفادې په افغانستان کې جګړه کونکې ډلې پالي او هغوی ته اسانتیاوې برابروي. که د اسلامي نړۍ دیني علما د افغانستان جګړه حرامه وګڼي نو له دې سره به د افغانستان د جګړې لیکو ته د ناپوهو او احساساتي ځوانانو د جذبولو لړۍ هم کمزوه شي.٬٬

د پاکستان پوځ او حکومت هر ځل وايي، چې په افغانستان کې د افغانانو په خوښه او مشرۍ سوله غواړي او دا تورونه ردوي چې ګواکې د پاکستان په خاوره کې ترهګر روزل کیږي او پټنځي هم ورته برابریږي.

تر دې مخکې د پاکستان دیني علماو په اسلام اباد کې د یوې فتوا په ورکولو سره په پاکستان کې جګړه او جهاد د اسلام له نظره ناروا بللی و او افغان عالمانو د پاکستاني عالمانو ددغې فتوا په غبرګون کې ویلي وه چې په افغانستان او د اسلامۍ نړۍ په هرې برخه کې که جګړه وي باید حرام وګڼل شي نه یواځې په پاکستان کې.

اوس به لیدل کیږي چې ایا د جمعې د ورځې په غونډه کې پاکستاني دیني عالمان د افغان او اندونیزیايي عالمانو سره د نا امنیو پرضد په ګډه فتوا ورکولو کې یو موټی پاتي کيږي او که څنګه؟

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG