د پاکستان د تر ټولو ستر اقتصادي ښار کراچۍ په پریډي پولیس تاڼه نامعلومه کسانو د لاسي بم برید کړی دی چې د پولیسو په وینا درې پولیس عسکر پکې ژوبل شوي دي.
د کراچۍ د جنوبي سیمې لوړ پوړي پولیس چارواکي یا ډي آي جي سید اسد رضا بیلابیلو پاکستاني رسنیو ته ویلي چې دا برید د جمعې په شپه په پریډي پولیس تاڼه شوی دی.
یاد پولیس چارواکي منلې ده چې په برید کې د ریاض احمد، عامر ظفر اقبال اؤ محمد ارشد په نومونو درې پولیس ژوبل شوي دي.
پولیس چارواکي وایي چې په بمي برید کې ژوبل پولیس عسکر هسپتال ته رسول شوي دي اؤ هلته د هغوي حالت له خطرې بهر ښودل شوی دی.
په سمدستي توګه ددې حملې ذمه واري چا پر غاړه نه ده اخستي خو د بمونو شنډولو د ماهرینو له خولې ډان نیوز ویلي چې دا د لاسي بم برید ؤ.
ډي آي جي اټکل کړی چې د کراچۍ په جنوبي ضلع کې دا بمي برید به یا خو بیلتون پاله بلوڅ وسله والې ډلې بي ایل اې کړی وي اؤ یا هم پکې د کراچۍ وسله واله ډله لیاري ګېنګز لاس لري.
هغه ویلي لیاري ګېنګز تر دې وړاندې په پولیسو د لاسي بمونو بریدونو باندې بدنامه وه خو په نزدې وختونو کې ددې ډلې لخوا په قانون پځای کوونکو ادارو باندې کوم لویې برید نه دی شوی.
د هغه په خبره، د بي ایل ایف سربېره امکان لري د سندهو دېش ریولوشنري آرمي بیلتون خوښي عناصر هم په دې حمله کې ککړه وي.
د ډي آي جي اسد رضا د وینا له مخې ترهګرو په نزدې وختونو کې په کراچۍ کې ویډیوګانې جوړې کړې وې اؤ په ښار کې څو شکمن تندلاري هم نیول شوي دي.
کراچۍ کې په پولیس تاڼه دا بمي برید په داسې حال کې شوی چې هم د جمعې په ورځ د پاکستان په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې یو ځانمرګي برید اؤ دوه بمي چاودنو په لسګونو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې وه .
د خېبر پښتونخوا د نوښار په اکوړي سیمه کې د دیني مدرسه دارالعلوم حقانیه کې د جمعې په ورځ شوي ځانمرګي برید کې د جمعیت علماء اسلام (س) ډلې مشر مولانا حامد الحق اؤ شپږ نور کسان وژل شوي وؤ اؤ پولیس وایي 20 کسان نور ژوبل شوي هم وؤ.
همدغه راز د خېبر پښتونخوا هنګو سما ماموزئ سیمه کې هم یوه بمي چاودنه شوې وه چې پکې یو تن وژل شوی اؤ څلور نور ژوبل شوي وؤ.
په همدغه ورځ کوټه کې هم د امنیتي ځواکونو د یو ګاډي تر څنګ بمي چاودنه کې د ایف سي د یو عسکر په ګډون 10 کسان ژوبل شوي وؤ.
پاکستان کې د ترسره شوؤ وروستیو زیاتره ترهګریزو بریدونو ذمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان ، وسله والې ډلې داعش اؤ بلوڅ بیلتون پاله ډلو قبولې کړې دي.
د پاکستان دولتي اؤ پوځي چارواکي وخت په وخت تورونه لګوي چې د پاکستان مخالف ترهګر د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد کاروي اؤ د افغان طالبانو نه غوښتنې کوي چې باید ددغو ترهګرو په ضد رغنده ګامونه واخلي.
خو د افغان طالبانو حکومت وایي چې دوي هیچاته اجازه نه ورکوي چې خاوره یې د کوم بل هیواد پرضد استعمال کړي اؤ پاکستان کې د ترهګرۍ روان بهیر د پاکستان خپله ناکامي بولي.
Forum