لاس رسیدونکی لینک

 
کرک: په پولیس څوکۍ د وسله والو ډله ییز برید کې دوه پولیس وژل شوي، شپږ ژوبل
تازه خبر

کرک: په پولیس څوکۍ د وسله والو ډله ییز برید کې دوه پولیس وژل شوي، شپږ ژوبل


د خېبر پښتونخوا په کرک سیمه کې وسله والو د پولیسو په څوکۍ ډله ییز برید کړی چې پکې لږ تر لږه دوه پولیس وژل شوي اؤ شپږ نور ژوبل شوي دي.

د کرک د پولیسو مشر یا ډي پي او شهباز الهي ددې برید پخلی کړی اؤ ویلي یې دي چې برید د شورو اؤ زیارت په منځ شپه کې په بهادر خېل پولیس څوکۍ شوی دی.

د پولیسو د ضلعي مشر شهباز الهي له قوله پاکستاني رسنیو ویلي، وسله والو د شپه تیاره کې په بهادرخېل پولیس څوکۍ د درنو وسلو سره برید کړی اؤ ناتاره ډزې یې کړي چې پکې د نقیب اؤ عدنان په نومونو دوه پولیس وژل شوي دي.

ډي پي او منلې چې په دې برید کې شپږ نور پولیس عسکر ژوبل شوي هم دي چې هغوي کې دوه پېښور ته د علاج لپاره لېږل شوي څلور نور د کرک په ضلعي روغتون ته رسول شوي.

د پولیسو مشر ویلي چې د برید په مهال پولیسو هم چټک غبرګون ښودلی اؤ په وسله والو یې ځوابي ډزې کړي چې له امله یې وسله وال پشا تګ ته مجبوره شوي اؤ د لویې زیان مخه نیول شوې ده.

د سیمې څخه ازادو سرچینو وي او اې ډیوه ته ویلي چې په بهادر خېل پولیس څوکۍ د ترهګرو لخوا شوي برید نزدې دوه ساعته دوام لرلو اؤ د پولیسو تر څنګ د کلي خلک هم د پولیسو مرستې ته ور وتلي وؤ چې تر هغې وروسته ترهګر د شپې تیاره کې وتښتېدل.

ډي پي او شهباز الهي ویلي چې د ترهګرو د نیولو لپاره پولیسو اؤ امنیتي ځواکونو سیمه کې د لټونې عملیات پېل کړې دي.

په سمدستي توګه ددې برید ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو په کرک اؤ د خېبر پښتونخوا نورو سیمو کې چې په دې وروستیو کې په پولیسو ، پوځ اؤ ایف سي څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې ده.

پاکستان کې تېر د جنورۍ په مياشت کې وسله وال بريدونه 42 فيصده سېوا شوي، په 74 بريدونو کې د 35 امنیتي ساتونکو او 20 ملکي وګړو په ګډون 120 کسان وژل شوي دي.

غېر دولتي ادارې پاکستان انسټيټيوټ اف کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز د جنورۍ د میاشتې پخپل تازه رپورټ کې ویلي چې په 74 حملو کې 38 يواځې خېبرپښتونخوا صوبه کې شوي دي،

د پيکس ترمخه 19 حملې په پخوانۍ فاټا او 19 په پاتې نوره صوبه کې شوي د 24 امنيتي عسکرو په ګډون پکې 66 کسان وژل شوي دي.

خېبرپښتونخوا پسې په دویم نمبر زيات وسله وال بريدونه په بلوچستان صوبه کې شوي، ويل شوي لږ تر لږه په 24 بریدونو کې د 28 امنيتي عسکرو په ګډون 55 کسان وژل شوي دي.

پنجاب کې دوه، سيند او اسلام اباد کې يو يو برید شوی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG