لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان په سوله کې د پاکستان کردار— مهم هم او مشکوک هم


په افغانستان کې د سولې گامونه ښکاري د نور کله په پرتله ډېر گړندي شوي دي .د امریکا د صدر په افغانستان کې د سولې لپاره ځانگړی استازی زلمی خلیلزاد او د ځیني نړیوالو رسنیو تر مخه د طالبانو د قطر د دفتر استازي هم اسلام اباد ته رسیدلي دي. د پاکستان د باندينو چارو وزارت یو چارواکي د ټویټونو په یوه لړۍ کې ويلي خلیلزاد د پاکستاني مشرانو سره ويني

د ښاغلي خلیلزاد او د طالبانو د پلاوي اسلام اباد ته د رسیدلو نه یواځې یوه ورځ وړاندې د پاکستان وزیر اعظم عمران خان وویل پاکستان به د طالبانو خبرو ته په کینولو کې د امریکا سره مرسته کوي.

هغه د پاکستان خبریالانو ته وویل د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ ترې د افغان طالبانو په پخلا کولو کې د یو مثبت خط د لارې مرسته غوښتې ده. البته امریکا تر اوسه ددې خط پخلی نه دی کړی.


د نړیوالو رسنیو د خبر تر مخه د خلیلزاد سره پاکستان ته په سفر کې دطالبانو په ډله کې شیر محمد عباس ستانکزی، شهاب الدین دلاور، ضیاء الرحمن مدني او عبدالسلام حنفي هم اسلام اباد ته تللي دي.

رپورټونه وايي د نومبر په میا‍شت کې د طالبانو هم دا پلاوی په ماسکو غونډه کې موجود وو. ددغه غونډه په پای کې عباس ستانکزی آر ټي خبري ادارې ته وویل چې طالبان د اخونذاده هیبت الله په مشرۍ کې یو دي. هغه وویل تر هغې په افغانستان کې امن نه شي راتللی تر څو هلته یو هم خارجي عسکر پاتې وي.

د څېړونکو په خیال د ستانکزي په خبرو کې د خارجي ځواکونو دوتلو شرط د سولې لپاره د څه قسمه لوظنامې لیکلو په لاره کې تر ټولو مهم ټکی دی.
د طالبانو اسلام اباد ته د سفر پخلی نه طالبانو او نه اسلام اباد کړی دی خو د خليلزاد په سفر د روانیدلو په وخت دبهرنیو چارو وزارت او په خپله هغه په یو ټویټ کې لیکلي وو دسولې په لړ کې به د ټولو فريقینو ملاتړ ترلاسه کوي.

زلمی خلیلزاد د ۲۲ دسمبر پورې د ٩ هیوادونو په سفر وتلی او د افغانستان او پاکستانه علاوه به روس،ازبکستان،ترکمنستان،بیلجیم،متحده عرب اماراتو اؤ قطر ته هم سفرونه کوي.

که یو خوا د امریکا یانو په خیال په افغانستان کې د سولې لپاره د پاکستان کردار ډېر اهم دی نو بلې خوا ته د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د ترهگرۍ په ضد جگړه کې د پاکستان په کردار بې حده تنقيد کړی دی.

صدر ټرمپ تېره میاشت په ټویټر وليکل پاکستان د امریکا لپاره هيڅ نه دي کړي.

د صدر ټرمپ په خیال د القاعده مشر اسامه بن لادن په پاکستان کې د پوځي چاوڼۍ سره جوخت اوسیدلو، او په پاکستان کې ترې هر څوک خبر وو، او بیا هم امریکا د پاکستان سره مالي مرسته کوله. هغه وویل امریکا پاکستان ته ١.٣ بیلنه ډالره د یو کال ورکول خو اوس به یې نه ورکوي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم په ټویټر د صدر ټرمپ تورونه رد کړي وو. د هغه تر مخه دترهگرۍ په ضد جگړه کې دپاکستان هومره قربانۍ بل هیچا نه دي ورکړي.

د څېړونکو په خیال په نزدو ورځو کې په افغانستان کې د سولې عمل ته ډېره خوشبيني نه ده پکار.

خو ځيني بیا دا هم وايي چې د روانو هلو ځلو په رڼا کې دا ويل گران نه دي چې د ښاغلی خلیلزاد د شلو ورځو د سفر په پای کې به ددې منصوبې په فایل کې د امن د امیدونو ټکي په سر کې لیکل شوي وي.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG