د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د پاکستان د پارلیمان څخه د منظور شوي لانجمنې قانوني مسودې "پیکا" په ضد د غندنې قرارداد منظور کړی دی.
د پېښور خبریالانو د پیکا قانوني ایکټ په ضد د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ له غونډې بایکاټ کړی اؤ له حکومت یې غوښتنه کړې چې په دغه ترمیمي مسوده کې باید د صحافتي تنظیمونو مشورو ته غوږ ونیول شي.
په پاکستان کې حکومت مخالفه سیاسي ګوندونه، د بشري حقونو سازمانونه اؤ صحافتي تنظیمونه د قامي اسمبلۍ څخه ددې قانوني مسودې د منظورېدو سخته غندنه کوي خو حکومت ددغو غندنو باوجود د جمعې په ورځ یاده قانوني مسوده سینیټ ته هم د منظورولو لپاره وړاندې کړې ده.
د انټرنیټي جرمونو قوانینو کې د بدلون دغه مسوده چې نوم ورته د الیکټرانک جرمونو د مخنیوي (ترمیمي) بِل 2025 ورکړل شوی، وړمه ورځ د قامي اسمبلۍ څخه منظور کړل شوې وه.
د پیکا قانوني ترمیمي مسودې 2025م له مخې هیواد کې به د سوشل میډیا پروټیکشن اینډ ریګولیټري اتارټي په نوم یوه اداره جوړولی شي اؤ که د یو چا خبر دروغ ثابت شي نو په هغې به دغه تن ته درې کاله قید ورکولی اؤ 20 لکه روپۍ جرمانه به پرې لګولی شي.
د پیکا ایکټ په سرغړونه به جوړېدونکې اداره دا صلاحیت لري چې د یو چا په ضد ګامونه واخلي اؤ اړونده ادارو ته د سوشل میډيا څخه د غیر قانوني موادو د لرې کولو وینا وکړي.
د جمعې په ورځ ددغه قانوني ترمیمي مسودې په ضد د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غونډې ته د غندنې قرارداد د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف غړي شفیع الله جان وړاندې کړو .
په قرارداد کې ویل شوي چې پیکا ترمیمي ایکټ د صحافت په ازادۍ قدغن دی اؤ د خېبر پښتونخوا اسمبلي د صحافت اؤ د رایې په ازادۍ هر رقم قدغن مسترد کوي اؤ د صحافیانو سره په ګډه یې غندنه کوي.
په قرارداد کې د وفاق څخه غوښتنه شوې ده چې د پیکا قانوني ترمیمي مسودې څخه باید غیر جمهوري اؤ لانجمن ترمیمونه واپس واخلي.
په دغه موقعه د پېښور صحافیانو د پیکا ایکټ په ضد د صوبایي اسمبلۍ له غونډې علامتي بایکاټ اؤ احتجاج هم کړی دی.
د صحافیانو احتجاج ته خپله وینا کې پخواني اسپیکر اؤ د صوبایي اسمبلۍ غړي مشتاق غني ویلي چې په صحافت سینسر شپ د مارشل لا یاد تازه کول دي.
د خېبر یونین اف جرنلسټس صدر کاشف الدین سید اؤ د پېښور پریس کلب صدر ایم ریاض ددغه احتجاج په مهال په حکومت غږ وکړو چې په صحافت باید د بندیزونو لګولو نه ډډه وکړي اؤ په یاده قانوني ترمیمي مسوده کې دې د صحافتي تنظیمونو مشورې شاملې کړل شي.
تر دې وړاندې د پاکستان فیډرل یونین اف جرنلسټس ، پاکستان نیوز پیپرز سوسایټي اؤ نورو بیلابیلو تنظیمونو ګډې ایکشن کمیټې (جی اې سي ) پخپله اعلامیه کې ویلي ؤؤ " د پیکا داسې هر ترمیم مستردوي چې د میډیا ادارو سره له مشورې پرته شوی وي"
اعلامیه کې ویل شوي وؤ، په دې قانوني مسوده کې یواځې ټولنیزې رسنۍ نه، بلکې د برېښنايي او چاپي رسنیو ډیجیټل پلیټفارمونه هم شامل دي چې هدف یې د مخالفت رایه جرم ګڼل دي.
خو د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطاء تارړ پاکستاني رسنیو ته ویلي چې د پیکا ترمیمي قانوني مسودې موخه د رسنیو ازادي تروړل نه بلکې په سوشل میډيا د خودسره اؤ دروغجنو اطلاعاتو مخه نیول دي.
Forum