لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړی: صوبايي حکومت د ۲۰ کلونو زړه منصوبه په ترقیاتي بجټ کې نه ده شامله کړې


په خېبر پښتونخوا کې د پیپلز ګوند د ډیره اسماعیل خان غړی احمد کنډي وایي په پاکستان کې د مرکزي حکومت له خواه صوبی ته آئيني حقوق لکه د بجلۍ او ګیس رایلټي هم نه ورکړی کیږی او په ترقیاتي بجټ کې د صوبايي حکومت د نااهلۍ له وجې د تېرو شلو کالو زړه منصوبه نه ده شامل کړې شوي
په خېبر پښتونخوا کې د پیپلز ګوند د ډیره اسماعیل خان غړی احمد کنډي وایي په پاکستان کې د مرکزي حکومت له خواه صوبی ته آئيني حقوق لکه د بجلۍ او ګیس رایلټي هم نه ورکړی کیږی او په ترقیاتي بجټ کې د صوبايي حکومت د نااهلۍ له وجې د تېرو شلو کالو زړه منصوبه نه ده شامل کړې شوي

په پاکستان کې قامي اقتصادي کونسل ترقیاتي بجټ منظوري ورکړې خو په خیبر پښتونخوا کی د حکومت مخالف ګوند پیپلز پارټي وايي صوبايي حکومت ونکړی شول چې د شلو کالو زړې منصوبې په ترقیاتي بجټ کی شامل کړي چې پکې د چشمه لېفټ بېنک کېنال منصوبه هم شامله ده او د تېرو شلو کالو راهسی د ځنډ ښکار ده په ترقیاتي بجټ کې په صوبه کې د توانايي وړې او د سړکونو منصوبې شاملې دي.

قامی اقتصادي کونسل د راتلونکی کال ۲۰۲۲ دپاره په ترقیاتي بجټ ۴۰ ٪ زیات منظوري ورکړې اقتصادی کونسل په رپورټ کی ویلي شوي ترقیاتي پنګی د ۱۵ کهربه۲۷ اربه نه ۲۱ کهربه او ۳۵ اربه ته زیاتې کړی شوي او ملکي کچه د اقتصادی پر مختيا شرح ۴.۸ فیصده مقرر کړی شوی په غونډه کی وېل شوي راروان کال د زراعتي ترقئ شرح ۳.۵ ٪ ،صنعتی شعبه کی ۶.۵ او د خدماتو په څانګه کی ۴.۸ ٪ مقرر کړي

خو په خېبر پښتونخوا کې د پیپلز ګوند د ډیره اسماعیل خان غړی احمد کنډي وایي په پاکستان کې د مرکزي حکومت له خواه صوبی ته آئيني حقوق لکه د بجلۍ او ګیس رایلټي هم نه ورکړی کیږی او په ترقیاتي بجټ کې د صوبايي حکومت د نااهلۍ له وجې د تېرو شلو کالو زړه منصوبه نه ده شامل کړې شوي دوی وايي چشمه لېفټ بېنک کنال په کال ۲۰۰۱ کی منظور شوی او دی سره شروع شوی منصوبې مکمل شوي خو په ترقیاتي بجټ کی د نه شاملیدو له وجی په لکونو خلق د خپل حق څخه محرومه دي دوی وایي په کوزه پښتونخوا کی ۲۰۲۴ ملينه ایکړه ځمکه شاړه ده او په هغه وخت د چشمه لېفټ بېنک کېنال دپاره ۲ اربه روپو بجټ هم منظور شوی و او اوس هم په ترقیاتي بجټ کی شامل نه ده

دوی بیا وايي واکمن ګوند ته پته هم نشته چې دا منصوبه څه ده نو مرکزي حکومت سره به یې څنګه اوچته کړي

وي او ای ډیوه په دی اړه د صوبې د خزانې وزیر تیمور سلیم جهګړه او د مواصلاتو مرکزی وزیر مراد سعید سره رابطې وکړې خو هغوی ډیوه ته ځواب نه دی وېلی.

په ترقیاتي بجټ کی په خیبر پښتونخوا کی ورګډو ضلعو دپاره ۵۴ اربه ترقیاتي بودیجه هم منطور کړی شوي او په خیبر پښتونخوا کی زیاتی د سړکونو او توانائي وړی منصوبې شامل دی

په مرکزی ترقیاتي بجټ کی تیر کال ۶۵۰ اربه روپۍ ټاکل شوې وې او راروان کال دپاره مجموعی رقم ۹۰۰ اربه روپۍ دی

د صوبو دپاره کلیز بجټ ۱۲ کهربه او ۳۵ اربه روپۍ دی روان کال ۵۷۷ اربه روپې پرمختيایي بجټ و

د اقتصاد ماهر لحاظ علی وایي په مرکزي ترقیاتي بجټ کې زیاتره سړکونه او د توانایي منصوبې دي او داسی لګي چې واکمن ګوند د راتلونکو ټول ټاکنو دپاره تیاری شروع کړی وي دوی بیا وايي په سویلی خېبر پښتونخوا کی زیاتره ځمکې باراني دي او که دغه ځمکې د اوبو لاندې راشي نو صوبه به د غنمو په پیداوار کې نه یوازې خود کفالت ترلاسه کړي بلکې بیا به غنم ګاونډی هیوادونو ته ورکولی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG