لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جمرود پولیس تاڼې پخوانی مشر په حمله کې ووژل شو


خېبر د ضلعې په توګه په خېبرپښتونخوا صوبه کې د شاملېدو او د سیمې خاصه دار په پولیس کې د بدلېدو نه پس ګلاجان د جمرود تاڼې یا پولیس سټېشن لومړی اېس اېچ او ګمارل شوی و
خېبر د ضلعې په توګه په خېبرپښتونخوا صوبه کې د شاملېدو او د سیمې خاصه دار په پولیس کې د بدلېدو نه پس ګلاجان د جمرود تاڼې یا پولیس سټېشن لومړی اېس اېچ او ګمارل شوی و

د خېېرپښتونخوا د خېبر ضلعې د جمرود پولیس تاڼې لومړی مشر یا اېس اېچ او د نهې، سه شنبې، په ورځ په یوه حمله کې په ډزو ووژل شو. د هغه ډرایور زخمي دی.

ګلا جان افریدي د جمرود په شاه کس کې په حمله کې ووژل شو.

خېبر د ضلعې په توګه په خېبرپښتونخوا صوبه کې د شاملېدو او د سیمې خاصه دار په پولیس کې د بدلېدو نه پس ګلاجان د جمرود تاڼې یا پولیس سټېشن لومړی اېس اېچ او ګمارل شوی و.

د چارواکو په وېنا دا هدفي حمله او وه او په سیمه کې په تېرو دریو هفتو کې درې دا ډول نورې حملې هم شوي دي خو پولیس افسران پکې محفوظ پاتي شوي وو.

مامورینو په سمدستي ډول د نهې، سه شنبې، د ورځې د حملې ‌‌ذمه واري په چا نه ده اچولي او نه هم د حملې د مسولیت په اړه کوم رپورټ مخې ته راغلی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د اتوار، يکشنې، په ورځ په مېران شاه کې د غورځنګ جلسې ته وېنا کې د پښتنو په سیمه په بې امنۍ او په هدفي وژنو تشویش څرګند کړو.

  • 16x9 Image

    ابراهیم شینواری

    ابراهیم شینواری له 2006م کال راهیسې د پښتونخوا په خیبر ضلع کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او تجارتي موضوعاتو رپوټونه جوړوي. په پولیټیکل ساینس کې یې ماسټري کړې ده. شینواري په 1989م کال کې له (مسلم) ورځپاڼې څخه صحافت پیل کړی، بیا یې وخت په وخت له نیوز او ډان ورځپاڼو او بي بي سي پښتو سره هم کار کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG