لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خېبرپښتونخوا کې ځوانان وايي د ټوېټر نوی اېپ "سپېس" کاروي


"سپېس" په ټويټر کې يو نوې اېپليکېشن دې چې په ټوېټر غونډه راجوړه کړي او په مختلفو مضوعاتو باندې خبرې کيږي
"سپېس" په ټويټر کې يو نوې اېپليکېشن دې چې په ټوېټر غونډه راجوړه کړي او په مختلفو مضوعاتو باندې خبرې کيږي

په خېبر پښتونخوا کې ځوانان د ټوېټر په نوي اېپلیکېشن "سپېس"په تاريخ، سياسي، کلتوري او معاشي بحثونه کوي۔

پوهان وايي په پاکستان کې په قامي ميډيا کې د خېبرپښتونخوا ستونزو پام نه ورکول کيږي او د سوشل ميډيا د لارې ځوانانو ته يو ښه موقع ده چې خپلې ستونزې د سوشل ميډيا د لارې راوچتې کړي او معاشي او تاريخي موضوعاتو باندې بحثونه وکړي۔

د خېبر پښتونخوا ځوان فعال شفيق ګګياني وايي "مونږ په په نزديو کې په شير شاه سوري په ژوند او کارنامو باندې د سپېس يو پروګرام راجوړ کړی وو چې د افراسياب خټک ترڅنګ ماهرينو او په سلګونو اوريدونکو پکې برخه اخستې وه."

ګګياني زياته کړه په نن سبا وخت کې حجرې ختمې شوي، مطالعاتي ناستې د نشت برابر دي او په روايتي ميډيا د رای په اظهار هم پابندۍ دي چې له وجې يي د سپېس شان اېپ دوی د ډيرو ګټورو او ازادو بحثونو د پاره کاروي۔

"سپېس" په ټويټر کې يو نوې اېپليکېشن دې چې په ټوېټر غونډه راجوړه کړي او په مختلفو مضوعاتو باندې خبرې کيږي۔

پوهان وايي په پاکستان کې ليدل کيږي چې په قامي ميډيا کې اکثر له د خېبر پښتونخوا ستونزو په سمه توګه نه راپورته کيږي خو د ځوانانو لخوا د سوشل ميډيا استعمال او په هغې بحثونه کول يو مثبت عمل دی۔

په پاکستان کې د واشنګټن پوسټ خبريال حق نواز خان وايي پښتانه ځوانان اوس جوګه شوي چې خپلې مسلې پخپله د سوشل ميډيا د لارې راپورته کړي۔

نوموړي وويل د سپېس پروګرامونو کې يې کتلي چې پوهانو او ځوانانو د بحث په دوران هغه مسلې راپورته کړې په کومه چې په عمومي توګه ډېرې کمې خبرې کيږي۔ " ځوانان د سپېس نه مثبتې ګټې ترلاسه کولې شي او د منفي فعاليتونو نه ځان بچ ساتلې شي"

پوهان وايي په پاکستان کې د وړاندې نه په سوشل ميډيا د کنټرول ساتلو د پاره کال ۲۰۱۶ کې سایبر کرایمز په نوم يو قانون هم جوړ شوی او د حکومتي وېنا ترمخه د سوشل ميډيا د لارې د غېر قانوني او غېر اخلاقي موادو خوريدو مخه نيول دي۔

خو پوهان وايي چې په سوشل ميډيا د نورو بنديزونو د پاره په حکومتي کچه هلې ځلې هم روانې او ديو نوي ارډيننس تياريږي په کوم کې چې په سوشل ميډيا نورې پابندۍ لګېدو امکان دی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG