لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا حکومت به په صوبه کې د دیني مدرسو څارنه کوي


د خېبر پښتونخوا حکومت د دیني مدرسو د رجسټریشن یا نوم لیکنې، نصاب، امتحانونو او د مدرسو سره تړلو د نورو چارو د څارنې دنده د صوبې تعلیم محکمې ته د سپارلو فېصله کړې ده.

د صوبې د تعلیم څانگې یو لوړ رتبه چارواکې خالد خان د شورو، چارشنبې، په ورځ وي او ای ډیوه ته وویل د دیني مدرسو د نگرانۍ دپاره د خېبرپښتونخوا حکومت د کال ١٩٨٥ م په ضوابطو کې ترمیم کړی دی.

د دیني مدرسو په نصاب کې د اصلاحاتو بحث په امریکا کې د ناین الیون حملو ورسته شروع شوی دی.

په پاکستان کې د پخواني صدر پرویز مشرف په وخت کې په دیني مدرسو کې د اصلاتو او په نصاب کې یې د جدت راوستلو خبره شروع شوه.

د تعلیم ماهرین وايي د دیني مدرسو نصاف ډیر پخوانی دی، د عصري علومو تقاضې نه پوره کوي او د مدرسو تعلیم یافته خلک یوازې د جومات امام خو جوړیدی شي خو د عصري دور نور څه کار روزگار نشي کولی.

څیړونکي دا هم وايي چې د مدرسو د نصاب دلاسه د مختلف مکتبه فکر ترمنځ اختلافات نور هم زیاتیږي او په اکثرو موقعو د مدرسو د مالي وسایلو سرچینې نه وي معلومې.

په مدرسو د صوبايي حکومت د څارنې په اړه د خېبر پښتونخوا د تعلیم څانکې سېکریټري خالد خان وویل دا اقدام لا په ابتدايي پړاؤ کې دی او په دې اړه به د مدرسو منتظیمنو سره هم خبرې کولی شي. هغه وویل لا دا نیټه هم نه ده ټاکل شوي چې په اقدام به عملي اقدامات د کلنه نه پیل کیږي.

په خېبر پښتونخوا کې د وفاق المدارس العربیه مهتمم حسین احمد د حکومتي اقدام په اړه د تبصرې په غوښتنه وي او ای ډیوه ته وویل په دې پړاو لا څه تبصره نشي کولی.

په دې اړه نور تفصیل پېښور نه د وي او ای ډیوه خبریال حمیدالله رپورټ کې اوریدی شئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:38 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG