لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګورنر: د پښتونخوا امنیت ښه نه دی، صوبایي حکومت باید د یو کوټلي حل سره رامخې ته شي


KPK Governor Faisal Karim Kundi
KPK Governor Faisal Karim Kundi

د خېبر پښتونخوا صوبې ګورنر ښاغلی فیصل کریم کنډي وایي په پښتونخوا کې د امنیت وضعه اندېښمنه ده اؤ دا د صوبایي حکومت ذمه واري ده چې د امن ټینګښت ته خپل کوټلی پام وګرځوي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې د ګورنر فیصل کریم کنډي ویلي، د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وایي صوبه کې حالات تر دې حده خراب دي چې هغه خپله حلقه کې هم فعالیت نه شي کولی .

"زه هم وایم چې حالات خراب دي، تقریباً ټول سیاسي ګوندونه په دې خبره یوه خوله دي چې صوبه کې دامن صورتحال ښه نه دی خو دې لپاره یو حل هم پکار دی اؤ صوبایي حکومت باید د یو حل سره رامخې ته شي"

ګورنر وویل د بنو دا کومه تازه پېښه چې رامنځته شوه دا د دې خبرې غمازي کوي چې زمونږ پولیس سره هغه اوزار اؤ اسانۍ نشته چې دوي پرې د ترهګرۍ مخه ونیسي.

هغه وویل د صوبې پولیس مخکې هم د ترهګرۍ په ضد جګړه کړې ده اؤ قربانۍ یې ورکړې دي اؤ اوس هم قربانۍ ورکوي ، حتی میډيا اؤ سیاستدانانو اؤ عام ولس هم د امن لپاره قربانۍ ورکړي دي نو په امن باید سیاست ونه کړل شي اؤ د امن پاره یو مثبت ذهن جوړول پکار دي.

په دې وروستیو کې په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبه کې د امنیت وضعه زیاته خرابه شوې اؤ په امنیتي ځواکونو، قامي اؤ سیاسي مشرانو پرله پسې بمي بریدونو اؤ خودکش حملو کې په سوونو کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړی دی.

په ۲۲مه جولاي د پوځ وياند لېفټينېنټ جنرل احمد شريف چوهدري مطبوعاتي غونډې ته په وينا کې ویلي وؤ. امنيتي ځواکونو سږکال د ترهګرو او د هغوي د سهولت کارو پرضد 22,409 عمليات کړي اؤ په دغو عملياتو کې 137 پوځي افسران او عسکر وژل شوي دي.

پوځي ترجمان ویلي وؤ په دغو عملياتو کې 398 ترهګر هم وژل شوي چې پکې 31 مهم ترهګر هم شامل دي.

د پښتونخوا پولیس چارواکي اؤ څېړونکي وخت په وخت وایي ترهګرو ته جدیدي وسلې اؤ مهمات په لاس ورغلي دي خو د هغوي مقابله کې بیا د پولیسو سره هغه شان عصري وسلې اؤ مهمات نشته.

ګورنر فیصل کریم کونډي ډيوه ته وویل د پیپلز ګوند د تېر حکومت په مهال ټاکل شوي اووم این ایف سي ایوارډ کې یو فیصد برخه خېبر پښتونخوا ته د ترهګرۍ په ضد جګړې لپاره ورکړل شوې ده "اؤ اوس پروسکال هم چې د ریونیو حوالې سره ګورې نو ۸۰-۹۰ اربه روپۍ جوړیږي خو هغه په نورو مدونو کې خرچ شي اؤ پولیس ته نه ځي"

فیصل کریم کنډي وویل د پښتونخوا پولیسو تنخاګانې د نورو صوبو نه کمې ده، اسانۍ ورته نشته ، وسلې ورسره نشته، فرانزک لیب نشته نو سوال دادی چې دا پیسې چرته ځي ؟

د نوموړي وینا وه چې د پولیسو لپاره ورکړل کیدونکې پیسې هم په نورو مدونو کې کارول کیږي اؤ صوبه کې د ورګډو شوؤ قبایلي سیمو لپاره چې هم کومې پنګې راځي هغه که لږې دي اؤ که ډيرې خو هغه هم په قبایلي ضلعو کې پوره نه خرچ کیږي.

د خېبر پښتونخوا حکومت ویاند تېره اوونۍ ډيوه ته ویلي وؤ پښتونخوا کې د سي ټي ډي او پوليسو د استعداد يا توان لوړولو لپاره د نوې وسلې، د پوليسو د شمیرې زیاتولو ، ګاډو اؤ نورو اړینو توکیو ورکولو وزیراعلا درې اربه اؤ ۳۰ کروړه روپۍ بیلې کړي دي.

بېرسټر سیف ویلي وؤ وړومبی به د صوبې جنوبي سيمو ته وسله، نفري اؤ نور اړین شیان ورکول کیږي اؤ تر هغې وروسته به دا لړۍ د صوبې نورو سیمو ته غځولی شي.

د پښتون ژغورني غورځنګ لخوا د اعلان کړل شوي ولسي عدالت په اړه د یوې پوښتنې ځواب کې ګورنر وویل څوک چې هم د پاکستان ایین اؤ قانون ته غاړه ږدي هغوي سره باید خبرې وشي اؤ څوک چې د ملک ایین اؤ قانون نه مني نو هغوي سره خبرې نه شي کیدای.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG