لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تاجران وايي:‌ د بهر نه غنمو راوړو وروسته هم خېبر پښتونخوا کې اوړه ګران دي


Wheat and Flour
Wheat and Flour

د پاکستان حکومت لخوا په هیواد او خصوصي توګه خېبر پښتونخوا کې اوړو نرخونه قابو کولو لپاره د نورو هیوادونو نه د غنمو درامد/ واردولو پس هم د اوړو نرخونه هغه شان زیات دي او نن هم د ۲۰ کلوګرامه اوړو نرخ ۱۳۰۰ روپۍ وو.‌

خېبر پښتونخوا کې د اوړو کاروباریان/ سوداګر وايي په مارکیټ کې غنم شته خو د زیات مصرف له وجې د اوړو نرخونه زیات دي.‌ په مردان کې د اوړو یو سوداګر شمس الاسلام وي‌ او ای ډیوه ته وايي دوي د پنجاب نه اوړه راوړي چې هلته یې نرخ ۱۲۴۰ روپې دی. نوموړی وايي د بهر هیوادونو نه د غنمو د واردولو وروسته هم نرخونه نه دي کم شوي.‌

د پاکستان مرکزی حکومت په وروستیو کی د اوړو په زیاتو بیعو د قابو موندلو لپاره پاکستان ته د وړو د درامد اجازت ورکړی وو. د پاکستان د تجارت کارپوریشن وائي پنجاب حکومت اووه لکه ټنه او خیبر پښتونخواه دری لکه ټنه غنم درامد کوي او څه برخه غنم پاکستان ته رارسیدلي هم دي. حکومت دعوه کړې چې دغه درامدي غنم به ملونه ته په ۵۰۰ روپۍ رعایتي نرخ ورکوي.

د خېبر پښتونخوا د اوړو د ملونو اتحادیی مرستیال مشر طارق خان وائي دوي ته د صوبې د ضرورت مطابق غنم نه مېلاویږي. نوموړی زیاتوي صوبې ته د ورځې په حساب ۱۲۰۰۰ ټنه غنم پکار دي خو یواځې ورته ۳۰۰۰ ټنه مېلاویږي.‌ د طارق خان په وینا دوي بیا په ګران قیمت د مارکیټ نه غنم اخلي چې ورسره د اوړو قیمتونه هم ګران شي.‌

د خېبر پښتونخوا د خوراک محکمې د شمېرو ترمخه په صوبه کې سالانه د غنمو ضرورت ۴۶ لاکه ټنه دې خو د صوبې خپل پېداوار خواوشا ۱۱ لاکه ټنه دی او باقي پاتې غنمو يا اوړو انحصار په صوبه پنجاب دی.

په خېبر پښتونخوا کې د شل کېلو ګرامه اوړو سرکاري نرخ ۸۶۰ روپۍ تړل شوی او حکومت دعوه کوی، ملونو ته په کم نرخ غنم ورکوي. خو ځايي خلک بیا ګیله کوي،‌ د حکومتي غنمو تیار شوي اوړو د خوراک نه دي.

په خېبر پښتونخوا کې د اوړو ملونو ملکان وايي ۱۰۰ کېلوګرامه اوړه ورته په ۶۰۰۰ (شپږ زره) ترلاسه کیږي. د پاکستان په پنجاب او سند صوبه کې بیا د اوړو د یو کېلو نرخ ۷۵ ته رسیدلی دی.‌

پاکستان کې ورځ تر بله سېوا کیدونکي ګرانۍ له امله که یو خوا عام خلک په حکومت سخت ټکونه کوي، حکومت مخالفه ګوندونه او څیړونکي هم د عمران خان په حکومت سختې نیوکې کوي. تیره ورځ‌ بیا د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي، د ګل د ورځ نه به د ګرانئي په ضد ګامونه اخلی.‌

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG