د خصوصي تعلیمي ادارې لاهور انسټیټیوټ آف مېنجمنټ ساینسز (لمز) ځینو زده کوونکو د جمعې په ورځ هغه وخت د پوځ پر ضد شعارونه ورکړي دي کله چې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د ادارې (آي اېس پي آر) مشر هلته وینا کوله.
د آی اېس پي آر مشر لیفټننټ جنرل احمد شریف چودري د پوځ د "طالبعلمانو سره ارتباط" پروګرام په لړ کې لمز ته ورغلی و. د دې پروګرام بله غونډه د شنبې په ورځ د نیشنل کالج آف آرټس (اېن سي اې) لاهور کې هم ترسره شوې ده.
د راپورونو له مخې، لمز کې د زده کوونکو یوې ډلې د پوځ له ویاند سره په ځانګړې غونډه کې له ګډون څخه بایکاټ وکړ او د هغه تالار مخې ته یې شعارونه پیل کړل، چې دا غونډه پکې جوړه شوې وه.
په ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ځینو ویډیوګانو کې لیدل کېږي، چې زده کوونکي شعارونه ورکوي او پوځ د پاکستان د اوسني خراب وضعیت مسؤل ګڼي.
په یوې ویډیو کې ښکاري، چې شعار ورکونکو خپل مخونه د خپلو ملګرو لوري ته ور اړولي، خو د هغو کسانو مخونه نه ښکاري، چې د شعارونو ځواب ورکوي.
وایس آف امریکا چې کله د دې پېښې په اړه د لمز له طالبعلمانو سره د خبرو هڅه وکړه، نو هغوی د تبصرې کولو نه ډډه وکړه. همداراز، د ادارې په رسمي وېب پاڼه چې لمز سره د اړیکې نیولو کوم شمېرې ورکړل شوي، په هغو هم د ادارې له چارواکو سره رابطه و نه شوه.
د لمز یوه استاد، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، وویل، چې د آي اېس پي آر مشر د لمز بزنس سکول ادارې رابللی و، او چیرته چې زده کوونکو شعارونه ورکړل، هغه د ټولنیزو علومو له څانګې بهر تالار و.
خو د امنیتي ادارو له لوري یوه استول شوي واټساېپ پیغام کې ویل شوي، چې د لیفټننټ جنرل احمد شریف د راتګ پر مهال، استادانو، زده کوونکو، او ادارې د هغه تود هرکلی وکړ اؤ د ځانګړې ناستې پر مهال، د آي اېس پي آر مشر د طالبعمانو پوښتنو ته قانع کوونکي او منطقي ځوابونه ورکړل.
په دې پیغام کې دا هم ویل شوي، چې د آي اېس پي آر مشر د زده کوونکو سره د پاکستان د داخلي او خارجي امنیتي وضعیت ترڅنګ، د بېلابېلو موضوعاتو په اړه تفصیلي خبرې وکړې.
دا لومړی ځل نه دی، چې یو جګپوړی پوځي افسر د لمز محصلینو ته وینا کړې ده.
تر دې وړاندې، د پوځ پخواني مشر، جنرال قمر جاوېد باجوه، هم د لمز طالبعلمانو ته وینا کړې وه، چې هلته ورڅخه طالبعلمانو سختې پوښتنې کړې وې.
همداراز، تېر نګران وزیراعظم، انوارالحق کاکړ، هم په لمز کې د محصلینو سره ځانګړې ناسته کړې وه، چې ورته د ستونزو ډکې پوښتنې وړاندې شوې وې.
څېړونکي وایي، چې په ټولنه کې د نظر د اختلاف د زغملو کلتور په کمېدو دی، او ځوان نسل، په ځانګړي ډول طالبعلمان، داسې روزل شوي، چې بحث ته د نظر د تبادلې په توګه نه، بلکې د ګټلو یا بایللو په سترګه ګوري.
د دفاعي چارو څېړونکی، بریګيډير (ریټایرډ) حارث نواز، وایي، دا یو ځانګړی طرز فکر دی، چې پوځ او پوځي چارواکي باید تر نیوکې لاندې ونیول شي.
هغه د وایس آف امریکا اردو سره خبرو کې وویل، چې د پوځ افسران د یوه ټاکلي پلان له مخې، مختلفو تعلیمي ادارو ته ځي، څو د محصلینو ذهنونو کې موجودې پوښتنې او اندېښنې د خبرو اترو له لارې ختمې کړي.
حارث نواز زیاتوي، چې د دې ناستو موخه دا وي، چې زده کوونکي له پوځې مشرتابه سره منطقي او د دلیل پر اساس بحث وکړي، خو بې ادبي او سپکاوی باید و نه کړي.
خبریال او څېړونکی، افتخار احمد، باور لري، چې د پاکستان ځوان نسل باید د هېواد له مسئلو پوره خبر وي، او دا د هغوی اییني حق دی، خو هغه وایي چې زده کوونکي د پوښتنو وړاندې کولو دمخه، باید د خپلو پوښتنو د اساسي علتونو څخه هم خبر وي.
افتخار احمد زیاتوي، چې خبرې اترې د ستونزو حل ته یو لوری ټاکلی شي، چې پکې د بایللو یا ګټلو مفهوم نه وي، خو دا د پوځ دنده نه ده، چې تعلیمي ادارو ته لاړ شي او دا کار ترسره کړي.
د یادونې وړ ده، چې پر پاکستاني پوځ تل سیاست کې د مداخلې تورونه پورې شوي، خو پوځي چارواکي تل دا دعوه کوي، چې هغوی په سیاسي میدان کې هیڅ خوښه نا خوښه نه لري او له سیاست څخه لري پاتې دي.
افتخار احمد وایي، چې پوځ کولی شي د نظام د چلولو پر تورونو له پردې شاته خپل دریځ بیان کړي.
خبریال افتخار احمد وایي چې هغه د آي اېس پي آر د مشر د خبرو ویډیو ولیده چې پکې یوې زده کوونکې پوښتنې کولې، خو د هغې پوښتنې د یو منفي ذهنیت استازیتوب کاوه، او داسې نه ښکارېده، چې هغه زده کوونکې د څه زده کولو علاقه لري.
هغه وایي، د پاکستان د ځوان نسل د اوسني ذهنیت د جوړېدو پړه، تر ډېره، د هېواد پر سیاسي ګوندونو راځي.
د هغه په وینا، دا د سیاسي ګوندونو کار و، چې د دې ذهنیت د مخنیوي لپاره یې مثبت لارې چارې خپلې کړې وای.
افتخار احمد زیاتوي، چې زده کوونکي باید د پوښتنې متبادل پوښتنې ته هم وګوري. که دوی یوازې د خپل نظر تایید غواړي، او د ځوابونو اورېدو زغم نه لري، نو دا ډول بحثونه ښه پایله نه ورکوي.
د هغه په نظر، پوځ ته هم پکار ده، چې ورو ورو شاته شي، څو داسې یو چاپېریال رامنځته شي، چې پکې د محصلینو پوښتنو ته د پوځ پر ځای، د سیاسي مشرانو له خوا ځواب ورکړل شي، او دا بحثونه په ازاده توګه ترسره شي.
( د وي او اې اردو په مننه)
Forum