لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خیبراېجنسۍ: د پاکستاني ملېشه وو په ضد په لومړي ځل اجتجاجونه پیل شوي


د خیبراېجنسۍ په مرکز لنډي کوتل کې خلک له څو ورځو راهیسې احتجاجونه کوي او وایي چې د سیمې ملېشه ځواکونه یې په نااعلان شوې توګه کورونه محاصره کوي، بې ګناه خلک یې نیسي او پر چیک پوسټونو یې ځوروي.

په لنډي کوتل کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو په ضد دا احتجاجونه په داسې وخت کې پیل شوي، چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په اسلام اباد کې هم د پښتنو لویه احتجاجي جرګه دوام لري. د دې احتجاج پیلوونکی منظور پښتین وایي، یوه غوښتنه یې دا هم ده چې ملېشه ځواکونو دې په قبایلي سیمو کې د خلکو د کورونو له محاصره کولو او تالاشۍ لاس واخلي.

د سه شنبې- نهې په ورځ د لنډي کوتل پر (باچاخان چوک) سلګونه کسان را غونډ شوي وو، په لاسونو کې یې شعارپاڼې او تور بیرغونه را اخیستي وو او د غم و غوسې په حالت کې یې د ملېشه ځواکونو په ضد شعارونه ورکول.

په شعارونو کې یې د "ګو ایف سي ګو" (لاړ دې شي ملېشه لاړ دې شي) نارې وهلې.

په دې احتجاج کې عامو خلکو او د بېلابېلو سیاسي ګوندونو غړو او مشرانو هم ګډون کړی وو. په خیبراېجنسۍ کې د عوامي نېشنل ګوند ځایي مشر شاه حسین شینواري احتجاجي غونډې ته په وینا کې ویلي، چې که امنیتي ادارې خلک ځوروي، نو پر ریاستي ادارو به د هغوی باور ختم شي:

"په دې حرکتونو به له پوځ، ملېشه وو، پولیټیکل اېجنټ او ریاست ټولو څخه د خلکو باور پورته شي، پکار ده چې زموږ خلک خپل خلک وګڼي. د قبایلو په تاریخ کې وګورئ زموږ تر سیمې پرامنه سیمه نه شته"

د دوشنبې- ګل په ورځ هم په لنډي کوتل کې په لسګونو ځایي ښځو او ماشومانو د ملېشه ځواکونو په ضد احتجاج کړی وو، چې د خپلو نیول شوو خلکو د خوشي کېدو غوښتنه یې کوله، چې په نتیجه کې یې ملېشه چارواکو تېره شپه له ځایي قومي او سیاسي مشرانو مذاکرات وکړل او هغه کسان یې خوشي کړل چې تېره اوونۍ یې د شینوارو له خوبه خېلو سیمې نیولي وو.

خو د سه شنبې- نهې په ورځ خلک بیا ځکه احتجاج ته اړ شول، چې وایي ملېشه ځواکونو یې لا کورونه محاصره کړي او پر چیک پوسټونو د تالاشۍ په وخت ځورول کېږي، چې د دوی ژوند یې ناارامه کړی دی.

په احتجاج کې شامل د پیپلز ګوند ځایي مشر حضرت ولي اپریدی وایي، که ملېشه ځواکونو د کورونو له محاصره کولو او د تالاشۍ په نوم د خلکو له ځورولو لاس وانه خیست، نو مجبور به وي چې احتجاجونو ته دوام ورکړي:

"له موږه پر چیک پوسټونو شناختي کارډ غوښتل کېږي، دا له موږ سره انتهایي ظلم دی او موږ د دې ظلم زغملو ته تیار نه یو"

احتجاج کوونکو ویناوالو د لنډي کوتل د هغو ۱۷ کسانو د تښتول کېدو هم په کلکه غندنه وکړه او د هغوی د خلاسون غوښتنه یې وکړه، چې وایي پینځه میاشتې وړاندې د لوی اختر په دویمه نامالومو کسانو تښتولي او تر اوسه یې د مرګ او ژوند درک نه شته.

احتجاج کوونکي وایي که یې په لسو ورځو کې غوښتنې ونه منل شي او د سیمه امنیتي ځواکونه د دوی د کورونو بېځایه محاصره، د بېګناه خلکو نیول او د تالاشۍ په نوم ځورونې پرېنږدي، نو د ټولې سیمې په کچه به یو سیاسي اتحاد جوړ کړي او به د خیبرپښتونخوا د ګورنر د دفتر مخې ته به احتجاجي ناسته پیل کړي او هغه وخت احتجاج پای ته ورسوي چې غوښتنې یې ومنل شي.

د لنډي کوتل سرکاري چارواکي وایي، ملېشه ځواکونو چې د عامو خلکو د نیولو کوم اقدامات پیل کړي دي، په دې اړه یې نه پولیټیکل اېجنټ او نه هم ځایي انتظامي چارواکو ته خبر ورکړی او نه یې له هغوی اجازه غوښتې ده.

په خیبراېجنسۍ کې له اوږدې مودې راهیسې خلک شکایتونه کوي، چې امنیتي ادارې یې د ترهګرۍ په تور بېګناه خلک نیسي، کورونه یې محاصره کوي او پر چیک پوسټونو یې ځوروي، خو دا لومړی ځل دی چې په خیبراېجنسۍ کې ځایي خلکو له څو ورځو راهیسې د ملېشه ځواکونو په ضد اجتجاجونه پیل کړي دي.

  • 16x9 Image

    ابراهیم شینواری

    ابراهیم شینواری له 2006م کال راهیسې د پښتونخوا په خیبر ضلع کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او تجارتي موضوعاتو رپوټونه جوړوي. په پولیټیکل ساینس کې یې ماسټري کړې ده. شینواري په 1989م کال کې له (مسلم) ورځپاڼې څخه صحافت پیل کړی، بیا یې وخت په وخت له نیوز او ډان ورځپاڼو او بي بي سي پښتو سره هم کار کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG