لاس رسیدونکی لینک

 
رپورټ:تېرکال پاکستان کې د ښځو پرضد د تشدد له 30ؤ زرو زیاتو پېښو کې د سزاګانو کچه د نشت برابر وه
تازه خبر

رپورټ:تېرکال پاکستان کې د ښځو پرضد د تشدد له 30ؤ زرو زیاتو پېښو کې د سزاګانو کچه د نشت برابر وه


په پاکستان کې د ښځو او ماشومانو د حقونو لپاره کار کونکي غېر دولتي تنظيم سسټېنبل اېڼډ سوشل ډوېلپمنټ ارګنایزېشن په خپل تازه کليز رپورټ کې وېلي چي په کال 2024م کې په دې هېواد کې د ښځو پر ضد د تشدد 32617 پېښې رامنځته شوي دي چې په کې 5339 د جنسي تېريو، 24439 د تښتونو، 2238 د کورني تشدد او 547 د غېرت په نامه د وژنو پېښې شاملې دي.

د ښځو د حقونو فعالان وايي په پاکستان کې د ښځو خلاف د تشدد په پېښو کې د سزاګانو ټيټه کچه د هېواد د انصاف په نظام کې موجودې نيمګړتياوې، د پلټنو کمزورۍ او د شواهدو غېر محفوظ طريقه کار رابرڅېره کوي.

د رپورټ ترمخه د جنسي زياتي او د غېرت په نوم د وژنو په مقدمو کې د سزاګانو کچه يوازې 0.5 فيصدي،د تښتونو په کېسونو کې 0.1 فيصدي او د کورني تشدد په قضيو کې دا شرحه 1.3 فيصدي وه.

په رپورټ کې ويل شوي چې په پنجاب صوبه کې په ښځو د تشدد تر ټولو زياتې 26753 پېښې رپورټ شوي دي چې په کې د غېرت په نوم 225 ښځې هم وژل شوي دي،ولې په یاده صوبه کې د غېرت په نامه د وژنو په مقدمو کې ککړو يوازې دوو کسانو ته سزاګانې ورکړل شوې دي.

د رپورټ ترمخه په خېبر پښتونخوا کې د ښځو پر ضد د تشدد 3397 پېښې رامنځته شوي دي، صوبه کې د ناموس په نوم د وژنو 134 پېښې رپورټ شوي دي خو په دې پېښو کې ککړو یوازې دوو کسانو ته سزاګانې اورول شوې دي.

دغه راز په خېبر پښتونخوا کې په ښځو د جنسي تېريو 243 پېښې رپورټ شوي خو يوازې يو مجرم ته سزا اورول شوې. صوبه کې د ښځو د تښتولو943 پېښې رپورټ شوي ولې په دې ټولو پېښو کې يوازې يو تن ته سزا اورول شوې ده، د کورني تشدد په رپورټ شوو 446 پېښو کې ککړ یو مجرم ته هم سزا نه ده ورکړل شوې.

د رپورټ جارى کونکي غېر دولتي تنظيم سسټېنبل سوشل ډوېلپمنټ ارګنایزېشن مشر سيد کوثر عباس وايي د ښځو پرضد د تشدد په پېښو کې د سزا کمه شرحه د اندېښنې وړ ده.

ډيوه سره خبرو کې هغه وایي "په دې اړه ځانګړي عدالتونه جوړول پکار دي، ددغو مخصوص عدالتونو سره د مقدمو په هفتو کې دننه اورېدل او ککړو کسانو ته د سزاګانو ورکولو اختيار پکار دی. کله چې په داسې پېښو کې ککړو کسانو ته سزاګانې کېدل يقيني شي نو هله به خلک له دې ډډه کوي"

د رپورټ ترمخه په سيند صوبه کې د جنس په بنياد د تشدد 1781 پېښې رامنځ ته شوي چې په کې 134 ناموسي وژنې هم شاملې دي خو په دې پېښو کې يو مجرم ته هم سزا نه ده ورکړل شوې .

په یاده صوبه کې د ښځو سره د جنسي تېريو 243 پېښې رپورټ شوي ولې په دې کې هم چاته سزا نه ده اورول شوې.

دغه راز د ښځو د اغوا 2645 پېښې او د کورني تشدد 375 پېښې رپورټ شوي دي ولې په دې کې هم کوم مجرم ته سزا نه ده ورکړل شوې.

د ښځو او ماشومانو د حقونو د تنظیم د رپورټ مطابق په بلوچستان صوبه کې د ښځو سره د تشدد 398 پېښې او د غېرت په نامه د وژنو 32 پېښې رامنځ ته شوې دي،

د جنسي تېريو 21 پېښې رپورټ شوي دي خو يو ککړ تن ته هم پکې سزا نه ده ورکړل شوې. البته د کورني تشدد په 160 پېښو کې ککړو 25 مجرمانو ته د عدالتونو لخوا سزاګانې ورکړې شوي دي.

دا په کومه صوبه کې د کورنیو تشدد په مقدمو کې د سزا تر ټولو لوړه کچه ده.

په پاکستان کې د ښځو او ماشومانو د حقونو فعالان په کال 2024 کې د هېواد دننه د تشدد په اړه مخې ته راتلونکې شمېرې سترګې پرانستونکې بولي.

د ښځو او ماشومانو د حقونو فعال عمران ټکر وي او اې ډیوه ته وایي"زما په خيال دا وخت دی چې حکومت په دې اړه بنيادي اقدامات وکړي، تګلارې او ادارې مضبوطې کړي او ورسره په ټولنه کې د ښځو په اړه شعور او بېداري خوره کړي او ددې ترڅنګ خپل مينځي رابطو او په توان کې د اضافې لپاره کار وکړي چې داسې په راتلونکي وخت کې دې شمېره کې کمې راشي"

په رپورټ کې ويل شوي چې د پاکستان سرښار اسلام اباد کې د ښځو په ضد د تشدد 220 پېښې رپورټ شوي چې په کې د جنسي زياتي 176 پېښې هم شاملې دي.

رپورټ زياتوي چې په اسلام اباد کې د ښځو سره د جسماني تشدد او جنسي تېريو په پېښو کې ککړ 7 مجرمانو ته سزاګانې اورول شوي دي.

له دې وړاندې د انساني حقونو نړیوال تنظیم هيومن راېټس واچ په پاکستان کې د ښځو په اړه د کال 2024 په کليز رپورټ کې وېلي وو چې په زور جنسي فعل، قتل، د تېزابو حملې، کورنی تشدد، د تعلیم د حق نه محرومي، د کار په ځاې کې په جنسي توګه ځورول او په زور ودونه د ښځو او نجونو سره تړلې سنګينې مسلې بللي خو حکومت ېې په ځواب کې له معنې ډک ګامونه نه دي پورته کړي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG