لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاله یوسفزۍ: پرمخته تللي ملکونه دې جینکو په تعلیم د جي ډي پي زیاته برخه مصرف کړي


 ملاله وویل د کرونا وبا نه وړاندې په نړۍ کې 130 مېلین جینکۍ د سکولونو نه بهر وې او اوس دغه شمېره د کرونا وبا، ماحولیاتي بدلون او ځای په ځای جنګونو دلاسه نوره زیاته شوي
ملاله وویل د کرونا وبا نه وړاندې په نړۍ کې 130 مېلین جینکۍ د سکولونو نه بهر وې او اوس دغه شمېره د کرونا وبا، ماحولیاتي بدلون او ځای په ځای جنګونو دلاسه نوره زیاته شوي

د اي اېم اېف د مېنیجنګ ډایرېکټرې کرسټیلینا ګارګیوا او د جینکو د تعلیم د حق فعالې ملاله یوسفزۍ د اي اېم اېف په انتظام په یوه مباحثه کې په دې موضوع خبرې وکړی چې د ښځو خودمختاره کول او د جینکو تعلیم نه یوازې یوه اخلاقي بلکې اقتصادي ضرورت هم دی.

د بحث په سر کې ملاله وویل د کرونا وبا نه وړاندې په نړۍ کې 130 مېلین جینکۍ د سکولونو نه بهر وې او اوس دغه شمېره د کرونا وبا، ماحولیاتي بدلون او ځای په ځای جنګونو دلاسه نوره زیاته شوي.

ملاله وویل هغه پدی فکرمنده ده چې په تعلیمي سرمایه کارۍ کې د کمي په سبب په راتلونکو کلونو کې حالات نور هم د قابو نه بهر کېدی شي.

ملاله د دې د حل دوه لارې هم وښودلې او ویې وېل ،،مونږ ته معلومه د چې په غریبو ملکونو کې په خاصه توګه د جینکو په تعلیم ډېره کمه پېسه لګول کېږي. زا به غواړم چې امداد کونکي ملکونه دي په دی لړ کې خپل امداد زیات کړي. او مونږ به د پرمخ تللي ملکونو نه غواړو چې د خپلې جي ډي پي 0.7 برخه دي بهرني امداد دپاره په خاصه د جینکو د تعلیم دپاره وټاکي. دویمه دا چې دغه وسایل دي په سمه طریقه استعمال کړی شي چې هر چا ته يې ګټه وارسي،،

نور ملکونه په دې لړ کې څنګه قانع کړی شي چې د جینکو د تعلیم دپاره سرمایه کاري زیاته کړی شي؟ د دې په جواب کې کرستیلینا ګارګیوا وویل د ملکونو مشرانو ته ډېر ساده پېغام ورکۍ چې که چېری هغوې خپله ملکي وده او د بجټ ریونیو زیاتول غواړۍ نو مهرباني وکړئ جینکو ته تعلیم ورکړئ او ښځي خودمختاره کړئ.

،، د مثال په توګه مونږ دا موندلي د چې که چرې ښځو ته د سړو په شان مارکیټ ته د رسايي موقعې ورکړی شوی نو د امریکا جي ډي پي 5% ، د جاپان 9% ، د هندوستان 27% او د مصر 34% زیاتېدی شي. که تاسو خوشالي غواړۍ نو یقیني کړۍ چې ښځې په ټولنه کې خپل کردار ادا کولې شی،،

هغې زیاته کړه چې د کومو ملکونو سره کار کوي دا حوصله هم ورته ورکوي چې خپلو خرچو کې دي د ښځو او جینکو د برخې تحفظ وکړي. د مثال په توګه د کرونا دبادلاسه د ټول ماشومانو په تعلیم اثر پرېوتې خو د وبا ختمېدو نه پس ډېر امکان دی چې هلکان به سکولونو ته بیا روان شي خو ډېرې جینکۍ به نشي تللې. مونږ نه غواړو چې داسې وشي.

د کډوالو ماشومانو د تعلیم په حقله د ملاله یوسفزۍ وینا وا چې ملکونو ته دغه ماشومان نه دي هېرول پکار.

،، د ملینونو په شمېره کې ماشومان هم دا وخت کډوال دي. مونږ دا ماشومان دغه شان نشو پرېښودی. دا یقیني کول ضروري دي چې د هر یو ماشوم، که هغه کډوال دی، که جینۍ د او که د شاته پاتي ټولنې نه دی، دهغې تعلیم ته دي ترجیح ورکړې شي. او یو ماشوم دي هم شاته پری نښودی شی.او ددی دپاره ضروري د چې مونږ خپل دغه مقصد سره ژمن پاتي شو او تش لوظونه وانکړو،،.

پخپلو خبرو کې د ايي اېم اېف د کردار په حقله مېرمن ګارګیوا زیاته کړه بدلون په شریکه د یو مقصد دپاره کار کولو او خپل وسایل ترټولو اهمه اړخونو دپاره د استعمال سره رازځي، چې د خلکو صحت او تعلیم هم پکې شامل دي. هغې پدی لړ کې د صومالیه مثال ورکړو چې نن د پخوا په مقابله کې دغه ملک نه ډېرې طمعې کېدی شي او دا طمع يي وکړه چې ډېر امکانات دي افغانستان هم دغه شان په یوه تګلاره روان شي او هلته هم بدلون والیدل شي -

ملاله یوسفزۍ د خپلو خبرو په اخره کې په عالمي مشرانو غږ وکړو چې تاسو ټول دغه نړۍ یو محفوظه او بهتره ځای جوړول غواړۍ او ددی یوازنۍ لاره د جینکو تعلیم او جنسي مساوات یقیني کول دي.


  • 16x9 Image

    ثمینه احسن

    ثمینه احسن د خېبرپښتونخوا د پېښور یونیورسټۍ نه په جرنلزم او ماس کمیونیکېشن سره سره په پولیټیکل ساینس کې هم سبق وېلی. هغه د 2009 راهسې د ډیوه سره د خبریالې په توګه کار کۍ. ثمینه احسن د دی نه وړاندې د PACT  په نوم د پاکستان او افغانستان دپاره د یوه رېډیو پراجېکټ، د پېښور رېډیو سټېشن، او FM سټېشنونو سره هم کار کړی. هغه د ښځو او جینکو، ماحولیاتو، سیاست، او په نورو ډېرو موضوعاتو لیکل او ویډیو رپورټونه جوړۍ. تاسو ورسره دلته ملګري کېدی شۍ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG