لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوک: اېپل کمپنۍ به له ملالې یوسفزۍ سره د تعلیم په برخه کې مرسته کوي


 اېپل کمپنۍ
اېپل کمپنۍ

د نړۍ په کچه په ټیکنالوجۍ کې مشهورې کمپنۍ اېپل پرېکړه کړې چې د نجونو د تعلیم په برخه کې به د تعلیم له مبارزې ملالې یوسفزۍ سره ګډ کار کوي. د دې کمپنۍ مشر ټیم کوک به د ملاله فنډ د مشرتابه جرګګۍ غړی وي.

دا اعلان د لبنان پایتخت بېروت ته د اېپل کمپنۍ د مشر ټیم کوک او ملالې یوسفزۍ د ګډ سفر په مهال شوی دی.

اېپل کمپنۍ پر خپله ویبپاڼه په خپاره کړي خبر کې ویلي اېپل لومړنۍ اداره ده چې له (ملاله فنډ) سره به د تعلیم په برخه کې هکاري کوي او له نجونو سره د تعلیم د برابرو اسانتیاوو په لړ کې به د ملالې ملاتړ کوي.

د اېپل کمپنۍ له همکارۍ سره به ملاله یوسفزۍ د دې جوګه شي چې د ګلمکۍ نیټورک له لوري ورکړل شوې بودیجه دوه چنده کړي او په هند او لاتینه امریکه کې د نجونو د تعلیم پروګرام وغزوي، چې ټاکل شوې په نتیجه کې به یې یو لک (۱۰۰،۰۰۰) نجونو ته تر دوولسم ټولګي د تعلیم اسانتیا برابره شي.

اېپل کمپنۍ هوډ څرګند کړی چې له (ملاله فنډ) سره به د ټیکنالوجۍ، نصاب او څېړنې په برخه کې مرسته کوي، چې دغه ټولنه وکولای شي د تعلیم په برخه کې خپله تګلاره بدله کړي او د نړۍ په هر ځای کې نجونې سکول ته لاړې شي او خپل تعلیم بشپړ کړي.

ملالې یوسفزی د اېپل کمپنۍ پر دې ګام خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې اېپل کمپنۍ د نجونو د تعلیم په برخه کې د سرمایې لګولو له ارزښته خبره ده:

"اېپل د خپلو ایجاداتو او خیرښېګړې دواړو له لارې په نړۍ کې خلکو ته د تعلیم ورکولو په برخه کې مرسته کړې ده. زه خوشاله یم چې اېپل کمپنۍ له ملاله فنډ سره همکاري پیلوي او موږ به دا باوري کوو چې نجونې له ډار پرته تعلیم کولای او په خپلو پښو درېدلای شي"

د اېپل کمپنۍ مشر ټیم کوک دا ګام وروسته له هغه واخیست، چې په تېر اکتوبر کې یې په اکسفورډ پوهنتون کې له ملالې یوسفزۍ سره ولیدل او د نجونو د تعلیم په برخه کې د هغې له هیلو خبر شو. ټیم کوک وایي، تعلیم د برابرۍ یو غښتلی ځواک دی او ملاله د نجونو د تعلیم یوه زړوره مبارزه ده:

"موږ له ملاله فنډ سره د شراکت هوډ کوو، چې هرې نجلۍ ته د سکول ویلو اسانتیا برابره کړو. ملاله زموږ د زمانې یوه اغېزمنه مبارزه ده او دا زموږ ویاړ دی له دې سره په دې ارزښتمن کار کې مرسته وکړو، چې غواړي د نړۍ نجونې ځواکمنې کړي"

ملاله یوسفزۍ له ۲۰۱۳م کال راهیسې د (ملاله فنډ) په نامه د ځینو سازمانونو، شخصي ټولنو او حکومتونو په همکارۍ مبارزه کوي او غواړي تر دوولسم ټولګي د نجونو د وړیا، ازاد، خوندي او معیاري تعلیم لپاره اسانتیا برابره کړي. هغې په دې برخه کې د نړۍ هغو هېوادونو ته سفرونه هم کړي، چې نجونه پکې د تعلیم له اسانتیا بې برخې دي.

ملاله فنډ په اوس وخت کې د ګلمکۍ نیټورک په ملاتړ په افغانستان، پاکستان، لبنان، ترکي او نایجېریا کې د نجونو د تعلیم لپاره کار کوي او هدف یې دا دی چې په دغو هېوادونو کې له تعلیمه بې برخې ۱۳۰ میلینه نجونو ته د سکول ویلو حق ورکړل شي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG