لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پښتين! د همزوني خلک به کډوالۍ ته بیا پرې نه ږدو


د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پښتين ویلی فيصله يې کړې د شمالي وزيرستان د همزوني سيمې د خلکو سره کلک ودريږي او د دغه کلو خلک بيا کډوال کيدو ته نه پريږدي.

د وي او ای ډيوه سره په مرکه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين زیاته کړې د همزوني د قاميزې فيصلې په ملاتړ د پي ټي ايم ملگري دغه سيمې ته ورځي او هلته به په سړکونو ولاړ وي چې هيڅوک هم د سيمې نه بهر لاړ نه شي. (مونږ همزوني ته ورځوو او هلته به ناست يو. علاقه نه خالي کوو.)

منظور پښتين وايي د پاکستان پوځ د سيمې خلکو ته امر کړی چې علاقه دې خالي کړي ځکه چې د پوځ د وينا له مخه د سيمې خلک خپلو کورونو ته طالبان رواولي. د همزوني اوسيدونکو د درې کالو نه زياته کډوالي وکړه او د پوځ د اجازت نه پس خپلو کلو ته ستانه شول خو ولې اوس يو ځل بيا پوځ غواړي دغه سيمې د خلکو خالي کړي.

منظور پښتين وايي د همزوني خلک نن بيا ځورول کيږي او دردول کيږي. په روژه کې پرې تشدد وشو اوس دا څو ورځې وړاندې پرې بيا تشدد وشو او د خپلو کورونو نه يې ويستلي وو. منظور وايي په همزوني کې به يې د خلکو نه تپوس وکړو چې بيماران درپکې څوک څوک دي خلکو به لاسونه اوچت کړل هغه بيماران به بيل کړه او بيا به يې ووهل وټکول.

د مياندو نه به يې تپوس وکړو چې کوم بچي درته خواږه دي او گران دي چې مياندو به ور وښودل په هغه بچو به يې د مياندو په مخ کې تشدد وکړو. منظور پښتين وايي ٫٫ د غلامۍ ژوند دی او عجيبه دا ده چې اول يې د همزوني خلک د کډوالۍ نه واپس راوستل چې امن دی او اوس ورته بيا وايي چې دا علاقه به خالي کوئ.٬٬

هغه تېره ورځ د نعمت الله په کور چې د چک پوسټ په خوا کې دی گوله راپرېوته چې يو تن پکې مړ او يو زخمي شول. دوی ټول کلی رابهر کړو او تشدد يې پرې هم وکړو او بيا يې د کورونو نه وويستل. ٫٫ دغه کورنۍ يې بهر تلو ته پرې نه ښودله چې علاج يې شوی وی او ورته يې ويل تاسو به نه ځئ ځکه چې يا به د ميډيا او يا د پي ټي ايم په لاس ورشئ.٬٬

دغه حال د نورو سيمو د خلکو سره هم روان دی تر دې يې وکړل چې کومې کورنۍ اوباسي نو ښځو ته وايي لاسونه د برقعو نه رابهر کړئ چې تاسو ښځې يئ او که سړي. پښتين وايي دا يواځې د وزيرستان خبره نه ده دغه حال د ټولې پښتونخوا دی او ځای په ځای پښتانه ځورول کيږي او بې عزته کيږي.

د وسله والو ډلو په اړه پښِین وايي پوځ دې ميډيا ته اجازت ورکړي زه ورته ورښايم چې دغه وسله والې ډلې د پوځ سره په کوم کوم ځای کې اوسيږي او زياته يې کړه چې دغه ټولې ډلې پوځ جوړې کړي او اوس يې هم روزي. ٫٫ زه يواځې نه چې پوره پوره کلي به دا گواهي ورکړي چې دا ډلې څوک ساتي.٬٬

د خپلو غوښتنو په اړه منظور پښتين وويل د دوی سره شوې ژمنې حکومت نه دي پوره کړي ځکه چې د نقيب الله مسيد په وژنه کې ککړ راو انوار ته سرکاري پروټوکول ورکړل شو او خلاص کړل شو او بيا دا چې د د عدالت نه پرته وژنې لا د پلټنو د عمل نه لرې پاتې دي. پي ټي ايم د ټروت اينډ ريکانسيلييشن يا د ريښتياو د کميشن غوښتنه کړې ده چې لا تر اوسه نه ده منل شوې.

منظور پښتين وايي د بې درکه پښتنو په اړه هم پوځ عجيبه تگلاره خپله کړې ده پي ټي ايم ترې غوښتلي وو چې دغه ورک کړل شوي خلک عدالتونو ته بوځئ او دوی يې په خپله خوښه خلاصوي. د ماين پاکۍ په اړه هغه وويل چې په شروع کې د فوټو سېشن د پاره راغلل خو بيا هيڅ ونه شول بلکه هغه تيره ورځ په شمالي وزيرستان کې يو تن د ماين په چاودنه کې ژوبل شوی دی.

هغه وايي تر څو چې په پاټکونو د تلاشۍ او ځورولو خبره ده نو په هغې کې هم څه کمی نه دی راغلی او اوس هم د خلکو سره هغه شان سپکه رويه روانه ده خو اميد يې څرگند کړو ٫٫ د پښتنو پاڅون ده له ډاډ ورکوي او نور به په پښتون ظلم زياتی داسې په سر زورۍ څوک ونه کړی شي.٬٬

د پاکستان پوځ د پي ټي ايم احتجاجونه په بهرنۍ لمسه کيږي او دعوه کوي چې د پي ټي ايم ډېرې غوښتنې يې پوره کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG