لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پړانګ غار کې د ماربلو ۲۳۲ کارخانې ولې بندې پرتې دي؟


د مومندو اېجنسۍ د پړانګ غار حاجي نثار وايي ددوي په سيمه کې ۲۳۲ د ماربلو کارخانې وې چې پکې په زرګونو خلکو په روزګار وو د بجلۍ د نيش والي او د حکومت د بې غورۍ د لاسه په ټپه ولاړې دي.

حاجي نثار ګيله مند دی چې د پښتونخوا په خپله بجلۍ کې د پښتنو کارخانې بندې پرتې دي زنګونو اوخوړې، او بجلي ټوله پنجاب ته روانه ده خو نه يي سياسي مشران تپوس کوي او نه حکومتي چارواکي.

نوموړي د ډيوه بازار خپرونه کې په فاټا سېکټرېټ هم ټکونه اوکړل، دماربلوددرنګو ټېکې د پړانګ غار د ځايي خلکو په ځاې د نورو سيمو خلکو له ورکوي چې په ضد يي ځايي خلک راپاسي او درنګونه بند کړي.

د حاجي نثار ترمخه په پړانګ غار کې د يوشمېر قيمتي ماربلو او ګرېنايټ کانونه دي خو حکومت ورته پوره پاملرنه نه کوي،

نوموړی زياتوي د پړانګ غار بکوره يا Quartz په ټول پاکستان کې ځانګړی شهرت لري ،چې وړاندې به د ځمکې په سره پرته وه خو د پنجاب نه به ټرکونه ورتلل او بې تپوسه به يي اوچتوله، ولې وس بکوره په زمکه کې ډېره ښکته ده او کان ته يي رسايي ډېر زور غواړي.

د مومندو اېجنسۍ په سبحان خوړکې هم 300 د ماربلو کارخانې دي ددغې کارخانود مالکانو د سازمان پخواني مشر جان الله خان هم د ډيوه بازار پروګرام کې د حکومت نه ګيله اوکړه چې ددوي سره د ماربلو په مد کې مرستې نه کوي.

د ډيوه سره د خبرو په وخت نوموړي ووېل دوي د بجلۍ مسله پخپل سر حل کړه،

دی وايي د کارخانې په سريي روپۍ راټولې کړې او ځان ته يي دحکومت نه د بجلۍ ځانګړی تار راوستلو خو زياتوي د ماربلو دغرونو ټيکې يا ليز کې وخت په وخت کشالې راځي او بله د سړک کشاله ده چې دوي ورسره له تېر څو کالو رهسې مخ دي.

جان الله خان زياتوي په سبحان خوړ کې د دوي سره هر ډول معياري ماربل او ګرېناېټ شته خو بهرني هېوادونو کې ورته د مارکيټ پېداوکولو کې د حکومتي مرستو ضرورت دی.

نوموړي وېل بازار ته د رسېدو پورې د ماربل يا ګرېنايټ په راويستلو، تراشلو او پالش کولو کې ۲۲ ځايه کاريګر لګيا وي او چې يوه کارخانه ودريږي نو د ۲۲ کورنيو کار ورسره ودريږي او پکار ده چې حکومت دغه چالو کارخانې روانې وساتي .

د قبايلي علاقو د ترقۍ ادارې FDA په مومند اېجنسۍ کې د ۳۵۲ ميلنه روپو په لګښت ماربل سټي جوړولو لپاره ځمکه اخستې چرته چې به د پوره بجلۍ لپاره ګرډ سټېشن او سړکونه جوړيږي، ددغې ادارې چارواکي وايي ماربل سټي به ډېر زر خپل کار شرو کړي.

د ډيوه په بازار پروګرام کې د آل پاکستان ماربل انډسټريز اېسوسي اېشن جنرل سيکټري اصغر اتمان خېل وېل پاکستان کې دماربلو ډېر نايابه او قيمتي قسمونه دي خو معياري کارخانې نشته چې ماربل په ساينسي طريقه وباسي او د نړي وال معيار په حسا ب يي غوڅ کړي –

د ماربلو لويې زېرمې په قبايلي سيمو، پښتونخوا او بلوچستان کې دي او ددې د تراشلو ، غوڅولو او پالش زيات تره کارخانې هم د پښتنو په سيمه کې دي خو سره ددې چې ترټولو زياته بجلي هم په پښتونخوا کې پېدا کيږي، په قباېلي سيمو او د پښتونخوا په سوات ، بونېر او يوشمېر نورو سيمو کې په سوونو کارخانې د بجلۍ د نېش والي د لاسه بندې پرتې دي چې ورسره پښتانه د لوي تاوان او بې روزګارۍ سره مخ دي.

د نړيوالو شمېرو ترمخه پاکستان په نړۍ کې د ماربل او ګرېنايټ د ویستلو شپږم نمبر لوي هېواد دی چرته چې ۲۹۷ اربه ټنه د ماربل او ګرېنايټ زېرمې دي خو بيا هم پاکستان د ماربلو او ګرېناېټ په کاروبار کې د نړۍ د سر لسو هېوادونو په فهرست کې نشته چې په سر کې يي چين، اټلي، جرمني، ترکي او هندوستان دي.

په ټول هېواد کې ۱۴۰۰ د ماربلواو ګرېناېټ درنګونه دي او خواوشا درې زره د ماربلو او ګرېناېټ کارخانې دي چې پکې نزدې ۳۰ زره مزدوران کار کوي- خو اوس پکې اکثره د بجلۍ د نيش والي له امله بندې پرتې دي او ډېرو کارخانه دارو خو پکې خپلې کارخانې د کباړ په نرخ خرڅې کړې-

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG