لاس رسیدونکی لینک

 
مارکو روبیو له نتنیاهو سره په لیدنه کې وویل، حماس "باید ختم کړل شي"
تازه خبر

مارکو روبیو له نتنیاهو سره په لیدنه کې وویل، حماس "باید ختم کړل شي"


امریکا یو ځل بیا په غزه کې د اسرایل د جګړې هدفونه په بشپړه توګه تصدیق کړل او اسرایل ته ورغلي د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل، حماس "باید ختم کړل شي" او وایي نور دا ډله "د پوځي یا حکومتي ځواک په توګه دوام نه شي کولای."

روبیو د یکشنبې- اتوار په ورځ د اسرایل له وزیراعظیم بنیامین نتنیاهو سره د سیمې د هېوادونو د سفر په پیل کې په یروشلم [بیت المقدس] کې ولیدل ځکه چې د اسرایل او حماس د کمزورې ډزبندۍ لومړی پړاو په دوو اوونیو کې پای ته رسیږي او پر دویم پړاو یې لا هم خبرې نه دي شوې.

روبیو د امریکې د نوي اعلی سفارتکار په توګه منځني ختیځ ته په خپل اولني سفر کې وزیراعظم نتنیاهو ته وویل، "تر هغه چې [حماس] د حکومت کولو یا د ادارې چلولو توان ولري یا داسې قوت ولري چې تشدد په کارولو سره خطر پېښولای شي، امن امکان نه لري".

مارک روبیو د نتنیاهو په ګډون له نورو اسرايلي چارواکو سره په لیدنه کې د سیمې خلاف د ایران پر ګواښ او د غزې د کنټرول او په نورو هېوادونو کې د دې سیمې د اوسېدونکو د مېشتولو په اړه د صدر ډانلډ ټرمپ پر پلان ټینګار وکړ.

روبیو له نتنیاهو سره له لیدنې وروسته وویل، "د هرې ترهګرې ډلې تر شا، د تاوتریخوالي‌ د هر عمل تر شا، د ناارامۍ د هر فعالیت تر شا،‌ په دې سیمه کې چې میلیونونه خلک یې خپل کور ګڼي د ټولو هغو کړنو تر شا چې سولې او ارامۍ ته زیان رسوي د ایران لاس دی".

نتنیاهو وویل امریکې او اسرايل د ایران د ایټمي فعالیتونو او په منځني ختیځ کې د دې هېواد د یرغل شنډولو ته ژمن دي. هغه زیاته کړه چې په تېرو شپاړس میاشتو کې او په غزه کې د حماس خلاف د جګړې له پیل وروسته ایران په قوي توګه ځپل شوی دی. هغه زیاته کړه، "هېڅ شک نه لرم چې کولای شو کار ختم کړو".

بنیامین نتنیاهو دا هم وویل چې د غزې د راتلونکې په اړه د ټرمپ د پلان پر سر یې د امریکې د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې کړې دي او په وینا یې اسرايل د غزې په تړاو له امریکې سره په بشپړې همغږۍ کې کار کوي.

روبیو هم د غزې لپاره د ټرمپ د پلان دفاع وکړه او ویې ویل، "ولسمشر د غزې د راتلونکې په اړه خپل نظر په څرګنده توګه بیان کړی چې له تېرو تجربه شویو نظرونو سره توپیر لري بلکې ډېره څرګنده ده، هغه څه چې باید واضح یې ووایم،‌ ویل یې جرات غواړي...نه شو کولی چې یو عمل په وار وار تکرار کړو."

نتنیاهو د ټرمپ د پلان هرکلی کړی دی خو د بهرنیو هېوادونو زیات شمېر مشرانو د امریکې د صدر وړاندیز رد کړی دی.

د امریکې د بهرنیو چارو مخکیني وزیر اینټني بلینکن په تېره جنوري میاشت کې له جنګ وروسته غزې لپاره یو پلان وړاندې کړی او ټینګار یې کړی وو چې اسرايل باید د دوو ریاستونو اسرايل او فلسطین حل لارې ته غاړه کښېږي، خو د نتنیاهو حکومت یې مخالفت کړی وو.

منځني ختیځ ته د سفر په دوام کې ټاکل شوې چې روبیو سعودي عرب او متحده عربي اماراتو ته هم سفر وکړي.

اسرايل ته د روبیو له سفره یوه ورځ وړاندې د اسرایلي یرغملو او فلسطیني بندیانو د خوشې کولو په شپږم پړاو کې د حماس ډلې په غزه کې درې اسرایلي یرغمل خوشې کړل او اسرایل هم 369 فلسطیني بندیان ازاد کړل.

د اسرایل او حماس ترمنځ د شپږو اونیو اوربند په لومړي پړاو کې چې د جنوري په 19 پیل شو حماس تر اوسه 19 اسرائيلي یرغمل خوشې کړي او اسرائيل هم څه باندې 1,000 فلسطیني بندیان له خپلو زندانونو څخه ازاد کړي دي.

په 251 کسانو کې چې حماس د 2023 د اکتوبر په اوومه پر اسرايل باندې د برید پر مهال یرغمل کړي وو تر اوسه لا هم 70 تنه له دې ډلې سره یرغمل دي. اسرايلي چارواکو ویلي چې په دې کې ښايي 35 تنه یې مړه او یا وژل شوي وي.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا د اسرایل په پینځلس میاشتنۍ جګړه کې تر 48,000 ډېر فلسطینیان وژل شوي دي، خو په دې کې یې د جنګیالیو او ملکي وګړو تر منځ توپیر نه دی کړی. اسرایل پرته له شواهدو وايي تر 17,000 ډېر وسلوال یې وژلي دي.

یادونه:- د رپوټ زیات معلومات له اې پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG