لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مردان عبدالولي خان یونیورسټي د مالي مشکلاتو سره مخامخ شوې ده


پوهنتون کې د زده کوونکي مشال خان د وژنې سره که يو لوري ته منفي اغېزې شوي خو بل لوري ته د پوهنتون ډېر کارونه سم شوي هم دي
پوهنتون کې د زده کوونکي مشال خان د وژنې سره که يو لوري ته منفي اغېزې شوي خو بل لوري ته د پوهنتون ډېر کارونه سم شوي هم دي

په خیبر پښتونخوا کې د یونيورسټو درجه بندۍ کې په دویم مقام د مردان عبدالولي خان پوهنتون د حساب نه زیاتو ملازمينو ګمارولو له امله د مالي پېټي ترلاندې شوي او سرچېنې وايي د راتلونکو دوو میاشتو لپاره کارکونکو ته د تنخواګانو (معاشونو) مسله ورپېښه ده.

د پوهنتون رجسټرار ډاکټر ظهورالحق پخلی کوي چې پوهنتون کې د ملک د اعلی تعليم دپاره جوړ کمېسون د قاعدو نه په سېوا حساب خلک ګمارل شوي دي.

" د اېچ اي سي د فارمولې ترمخه د يو استاز په سر دوه انتظامي ملازمين ګمارل کېدی شي او د ۲۰ طالبعلمانو په سر يو استاز بهرتي کيږي او دا تناسب برقرار ساتل د پوهنتون کار دی".

خو نوموړي وايي په پوهنتون کې د استازانو شمېره څلورنيم سوه ده نوپه دغه حساب د هغو سره نوره عمله ۱۰۰۰ تنه پکار دي خو دلته په پوهنتون کې د ۱۶۰۰ پورې دي او دغه د حساب نه زيات په پوهنتون بوج جوړ شوي دي.

ډاکټر ظهور وويل د نوي وايس چانسلر پروفېسر ډاکټر خورشيداحمد د راتلو نه وروستو پوهنتون کې ډېر کارونه په سم لوري روان شوي او يوه کميټي جوړه شوې چې هغه په پوهنتون کې د ټولو ماملاتو پلټنې کوي.

پوهنتون کې د ملازمينو په ځينو غلطو ګمارنو د احتساب محکمې او پېښور هائيکورټ کې خواستونه هم شوي دي.

عبدالولي خان پوهنتون په کال ۲۰۰۹م کې جوړه شوې او ډېر زر يې خپل معيار هم جوړ کړی ؤ، په صوبه کې په دوېم او په ملک په ۱۷نمبر راغلې وه.

خوپه پوهنتون کې په سياسي بنيادونو د نوکرو ورکولو تورونه دي چې ۳۵۰ ملازمين پکې په ناجايزه توګه ګمارل شوي او دا ټول انتظامي نوکرۍ ورکړل شوي دي.

سرچينې وايي د دغو ملازمينو ګمارلو سره په پوهنتون ته د میاشتې په سر د تنخواګانو په مد کې درې نيم کروړه سېوا ورکول د غاړې شوي او اوس په پوهنتون کې د ملازمينو دپاره يواځې د دوه مياشتو د خرڅ روپۍ پاتې دي.

رجسټرار وویل چې پوهنتون کې د زده کوونکي مشال خان د وژنې سره که يو لوري ته منفي اغېزې شوي خو بل لوري ته د پوهنتون ډېر کارونه سم شوي هم دي.

د روان کال د اپرېل په مياشت کې دپوهنتون د ژورنالزم د څانګې زده کوونکی مشال خان د مذهب د سپکاوي په تور وژل شوی او د هغې وروستو په پوهنتون کې هر اړخيزه پلټې پېل شوې وې.

د پوهنتون سرچينې وايي په سمدستي ټوګه ورته ۵۰ کروړه روپۍ پکار دي او رجسټرار وايي وایس چانسلر د صوبې وزیراعلی سره ليدلي او هیله ده چې هغه ورته فنډ جاري کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG