لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مشال خان په عدالتي فېصله د هغه مور، پلار او ورور څه وايي؟


د مشال خان مور، د هغه ورور ایمل اقبال او ددوي وکیل شهاب خټک
د مشال خان مور، د هغه ورور ایمل اقبال او ددوي وکیل شهاب خټک

د مذهب د سپکاوي په تور وژل شوي طالبعلم مشال خان پلار اقبال خان وايي د عدالتي فېصلې نه مطمين دی .

په لندن کې د پاکستان یو شخصي ټېلي وژن سره خبرو کې اقبال خان وویل پکار ده چې دغه عدالتي فېصله د نورو لپاره يو مثال جوړشي او په ټوله سيمه کې د تندروۍ او سخت دريزۍ مخ نيوی اوشي.

د ترهګرۍ ضد عدالت نن په هري پور کې د مشال خان په بې ګناه وژنه کې عمران علي نومې تن ته د تېزندۍ ، پينځه نورو کسانو ته د ۲۵، ۲۵ کالو د بند سزا اورولې ده.

ددې ترڅنګ عدالت ۲۵ نورو کسانو ته د يو کال نه تر دريو کالو پورې د بند سزا اورولې خو په دغه وژنه کې ۲۶ تورن کسان يي د ثبوتونو د نيش والي لکبله خوشي کړي دي.

د مشال خان مور دککړو کسانو په خوشي کېدو سخت غبرګون ښودلې او په عدالتي فېصله يي نيوکې کړي.

د مشال خان مور وي او ای ډیوه ته وویل، " د سزا په فېصله خو مطمينه يم خو چې کوم رها شول دا ولې ، هغوي خو د کېمرو مخې ته قتل کړې دی نو عدالت نور څنګه ثبوت غواړي، زه به دخپل ځوي د انصاف لپاره تر آخري دمه د عدات دروزې ټکوم ، مشال خان په يونيورسټۍ کې قتل شو او انصاف يي په عدالت کي قتل شو."

د مشال خان ورور ايمل اقبال ډیوه ته وویل، "دغې فېصلې نه دا ثابته شوه چې مشال خان بې ګناه وژل شوې خو په ګڼ تعداد کې رها شوي کسانو په اړه تحفظات لرم او دخپل ليګل ټيم سره به په دې مشوره کوم."

په صوابۍ کې د مشال خان فورم مشر لياقت علي يوسفزی وايي د سپريم کوټ لخوا جوړ کړی شوي تحقيقاتي ټيم يا جی آيي ټي د سپارښتنو سره سم دې هغه ملزمان هم ونيولی شي چې د مشال خان په وژنه کې لاس لري.

"زمونږه بنيادي مطالبه دا ده چې دغه درې مرکزي کردارونه دې فوري ګرفتار کړل شي او دهغوي نه دې هم تحقيقات وکړلی شي."

د مشال خان په وژنه کې د تورنو ځینو کسانو د دفاع وکیل عنایت باچا د ډیوه په هېلو وي او ای پروگرام کې وویل په مقدمه کې یو شمیر قانوني نیمگړتیاوې وې او د ترهگرۍ ضد عدالت د فېصلې خلاف به په هايي کورټ کې اپیل کوي. هغه وویل سرکاري وکیلانو په مقدمه کې د نیول شوو کسانو خلاف د مذهب د سپکاوي الزامات نه وو لگولي او مقدمه د سوشل میډیا د وډیوگانو په بنیاد جوړه شوي وه.

د مردان په عبدالولي خان يونيورسټۍ کې تېرکال د اپريل په ۱۳مه نېټه سخت دريزه طالبعلمانو او د يونيورسټۍ عملې د مذهب د سپکاوي په تور د صحافت دڅانګې طالبعلم مشال خان وژلی وو.

د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي د سپريم کورټ ۱۳ کسيزه تحقيقاتي ټيم يا جی آيي ټي په خپلو پلټنو کې په مشال خان دمذهب د سپکاوي تورونه بې بنياده بللي او دهغه د وژلو په سازش کې د پښتون سټوډنټس فېډرېشن صدر اجمل مايار او د يونيورسټۍ د عملې صدر صابر مايار او د يونيورسټۍ په ګېټ مامور د امنيتي چارو مشر بلال بخش ککړ ګرځولي وو.

ډان زیاتوي جی-آيي- ټي پخپل رپوټ کې ويلي دوي ځکه د مشال خان په ضد د مذهب د سپکاوي لانجه وچته کړې وه چې مشال خان به د يونيورسټۍ د انتظامې په ضد د کرپشن غږ اوچتو.

د دفاع وکیل عنایت باچا وویل حکومت په مقدمه کې د جی ايي ټي رپورټ نه و وړاندې کړی.

د مشال خان پلار اقبال خان پېښور هايي کوټ ته خواست کړی وو دده دځوي مقدمه دې د مردان نه هري پور ته واستول شي دده په وېنا چې په مردان کې ځنې سياسي مشران د ملزمانو په حق کې په عدالت دباؤ اچولی شي.

د مشال خان د وژل کېدو وروسته په ټولنيزو پاڼړو ښودل شوي وو چې په ځايي کچه د عوامي نېشنل پارټۍ، جماعت اسلامي او د جميعت علماء اسلام پلويانو د مشال د قاتلانو ملاتړ ښودلی وو چې په ضد يي روښان فکره ډلو سخت غبرګون ښودلی وو.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG