لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان: جنوبي ضلعو کې حالات خطرناک شوي، ریاست په بیړه او اشتعال فېصلې کوي


په پاکستان کې د سیاسي مذهبي ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ویلي، دا مهال په پاکستان کې د یو ذمه وار ریاست پر ځای په اشتعال اؤ بیړه کې فیصلې کیږي خو د ریاست معاملې د ګواښونو اؤ جذباتو له لارې کله هم نه هواریږي.

د زیارت یا پنجشنبې په ورځ پېښور کې د خپل ګوند لخوا د رابلل شوې قبایلي جرګې وروسته یو مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې مولانا فضل الرحمان ویلي، د پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې حالات دې ډګر ته رسیدلي چې پولیس هم پکې له ماښام وروسته له تاڼو نه شي وتلی.

څېړونکي وایي د مولانا فضل الرحمان دا بیان نه یوازې د پښتونخوا په جنوبي ضلعو بلکې په ګرد پاکستان کې د پاکستاني طالبانو پیاوړتیا په ګوته کوي.

څېړونکي وایي، اوس دا خبره له چا پټ پناه نه ده چې ټي ټي پي په پښتونخوا اؤ نورو سیمو کې خپل متوازي حکومت اعلان کړی اؤ د بیلابیلو سیمو لپاره یې خپل والیان هم ټاکلي دي.

مولانا فضل الرحمان وویل، دده د ګوند لخوا رابلل شوې قبایلي جرګې د "عزم استحکام" په نوم عملیات د "عدم استحکام" په نوم بللي دي اؤ د قبایلي ضلعو اوسیدونکو دا عملیات په کلکه رد کړي دي.

د مولانا فضل الرحمان وینا وه چې د تېرو وختونو په پوځي عملیاتو کې هم د قبایلي ولس د عزت نفس اؤ اقتصاد وژنه شوې ده اؤ تر ننه خلک بې کوره دي.

د نوموړي په خبره ، نن چې بې کوره قبایل خپلو سیمو ته ستنیږي نو کورونه یې نشته، په عملیاتو کې ړنګ شوي دي، روزګارونه یې نشته اؤ خپله خاوره پرې تنور شوې ده.

"د تېرو عملیاتو له امله اغېزمنو خلکو ته تر اوسه معاوضه نه ده ورکړل شوې، اوس چې یو وارې بیا د نوؤ عملیاتو اعلان شوی دی نو مونږ ته خو دې ددې جذیات وښودل شي".

د پاکستان په خارجه پالیسۍ د نیوکو په ترڅ کې مولانا فضل الرحمان پوښتنه راولاړه کړه چې ایا مونږ افغانستان د باثباته کولو پځای بې ثباته کول غواړو؟

هغه وویل د ظاهر شاه د واکمنۍ له دورې رانیولي تر اشرف غني پورې چې څومره حکومتونه هم په افغانستان کې پاتې شوي دي هغه هند پلوه وؤ خو یوازې د طالبانو حکومت پاکستان پلوه دی.

خو د هغه په خبره" مونږ نن د لویدیځ په وینا د طالبانو د حکومت کمزوري کولو هڅې کوؤ ، مونږ د افغانستان اؤ پاکستان دواړو هیوادونو د ولسونو هیلې په سیند لاهو کړې".

مولانا فضل الرحمان وویل په تېرو وختونو کې وسله والو تنظیمونو ته په پرامنه لارې ورکولو اتفاق شوی ؤ اوس پوښتنه داده چې دا هر څه ولې ختم کړی شول؟

هغه وویل، افغانستان سره په پوله اغزن تار ولګول شو اؤ اوس چې هم افغانستان نه خلک (وسله وال) دلته راځي نو خامخا پوښتنه راولاړیږي چې دا خلک په کومه راځي ؟ هغه وویل مونږ چې کله د اغزن تار خبره وکړو نو راته وویل شي چې تار ویستل شوی دی.

نوموړي وویل په افغانستان واکمن د طالبانو حکومت وایي پاکستان کې ثبات د هغوي لپاره ضروري دی اؤ د یو مسول ریاست په توګه پاکستان هم باید د ټولو خواؤ سره خبرې وکړي.

هغه وویل په دې خبره باید سوچ وکړل شي چې څوک دا معاملې ورانوي اؤ ستونزې پیدا کوي اؤ هغه څوک دي چې په دې سیمه کې ثبات لیدل نه غواړي.

په پښتونخوا کې د امنیت په چارو ژور نظر لرونکی خبریال ناصر داوړ چې پخپله د مولانا فضل الرحمان په دغه پریس کانفرنس کې موجود وؤ ډیوه ته وایي د مولانا صیب زیات زور په دې خبره ؤ چې په ګوته کړي په جنوبي ضلعو کې طالبان دومره پیاوړي شوي چې حتی د خپل امارت اعلانولو توان لري.

هغه وایي، مولانا فضل الرحمان پخپله وینا کې د پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې د ټي ټي‌ پي پیاوړتیا ته اشاره کړې ده خو که حقیقت ته وکتل شي نو نن په جنوبي پنجاب کې هم وسله والې ډلې دومره پیاوړې شوې دي چې تصور یې نه شي کیدای.

د ناصر داوړ په خبره په ټول خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان کې د ټي ټي پي شیډو(متوازي) حکومت دی،بلکې خپل والیان یې ټاکلي دي،خپل یو انټیلیجنس نظام یې فعاله کړی دی،د عملیاتو لپاره خپل بیل نظام لري، اؤ هر کله چې دا هر څه له وړاندې مخې ته راغلي دي نو بیا د وسله والو ډلو پیاوړتیا اؤ توان هیڅوک له نظره نه شي غورځولی.

خبریال ناصر داوړ وایي کله چې جنرال فیض حمید د پېښور کور کمانډر ؤ نو هغه مهال دلته ځېنې سیمې په خصوصي توګه قبایلي اضلاع اؤ ملاکنډ ډویژن وسله والو ته سپارل کیدو خو په هغه مهال بیا په ګرده صوبه کې مزاحمت وشو، ولسي لاریونونه وشول اؤ پارلیمان کې اختلافي غږ پورته شو نو دغه کوشش ناکامه شو.

خو ناصر داوړ وایي چې اوس طالبان تر هغې هم زیات پیاوړي شوي اؤ منظر نامه ډیره خطرناکه شوې ده اؤ په وړومبي ځل اوس د ټي‌ ټي پي وسله وال په کرک کې هم د شپې سړکونو ته را اوځي اؤ د خلکو تالاشۍ کوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG