لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان د عمران خان سره په سياسي جگړه کې په پوځ ولې ټکونه کوي؟


Maulana Fazal ur Rehman
Maulana Fazal ur Rehman

د جميعت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د عمران خان سره په سياسي جگړه کې يو ځل بيا د پاکستان په پوځ نيوکې کړې او وايي پوځ دې په خپل حدود کې اوسي.

د زيارت په ورځ په اسلام اباد کې په خپله يوه وينا کې وايي چې دا بډاگان بوډاگان ريټايرډ جنرالان راځي چې د اسرايل نمايندگي وکړي. لوی لوی خلک يې پيدا کړي دي.

نن دوی مونږ ته عقل ښايي. يره مونږ ته وښايئ چې جنگ به څنگه کوو، د جنگ طريقه راته وښايئ. کشمير به څنگه اخلو؟ هغه طريقه راته وښايئ چې بنگال به څنگه ورکوو؟ مونږ ته دا طريقه وښايئ چې وسله به څنگه غوزوو؟

تاسو مونږ ته سياست ښايئ؟ سياست ستاسو کار نه دی. په خپل حد کې اوسئ. د اسرايل نوکري مه کوئ. د اسرايل په ټکړو پاللو جنرالانو، ريټايرډ جنرالانو په خپل حد کې اوسئ. د پاکستان عوام او مونږ مسلمانان د فلسطين د خلکو سره ولاړ يو.

څيړونکي هم د مولانا فضل الرحمان په تودو او د پيغور نه ډکو ويناگانو حيران دي خو د ټولو زياته حيرانونکې خبره دا گڼي چې سياسي مقابله يې د عمران خان سره ده او گزارونه نيغ په نيغه په پوځ کوي.

تېره ورځ يې په خپله وينا کې ويلي وو چې د ازادۍ مارچ په ترڅ کې چا د مارشل لا لگولو هڅه وکړه نو د مارچ مخ به بيا د چي ايچ کيو پله واړوي.

د مولانا فضل الرحمان د گوند يو بل غړي مفتي کفايت الله هم په خپله ټوېټر پاڼه د خبرونو په وضاحت کې لیکلي چې د ده په حواله دروغ خبرونه خواره کړل شوي چې گني مفتي کفايت الله په ټي وي د يو ريټايرډ جنرال سره د سخت بحث وروسته بخښنه غوښتې ده.

مفتي کفايت ليکلی چې د ده د پاره هغه جنرالان د قدر وړ دي چې په جنگ کې وي او د پولې په دفاع کې وي نه چې په سياست کې. ښاغلی وايي يو ځل يې بيا تکراروي چې دی د چانه هم نه ويريږي.

مولانا فضل الرحمان تېر په تنز کې د عمران خان او د پوځ د مشر جنرال باجوه په اړه ويلي وو چې د عمران خان سره د جنرال باجوه نوم مه اخلئ ځکه چې پوځ پرې خفه کيږي.

مولانا فضل الرحمان دې ته په ځواب کې د پېښور ښار د هندکو يوه ټوقه کړې وه او ويل يې چې د يوې ښځې د خاوند نوم رحمت الله و نو ښځې چې به کله په مونځ کې سلام جارباسلو نو د خاوند نوم به يې نه اخستلو او ويل به اسلام عليکم نېکی دې ابا.

مولانا په خندا کې ويلي وو چې ځه نوم به يې نه اخلو خو نېکی دا ابا به ورته وايو چې څوک پرې خفه کيږي. مولانا فضل الرحمان په خپله نرمه خو ژوره خبره پېژندل کيږي او په شخصي محفلونو کې ټوقې ټقالې کوي هم او خوښوي هم.

د پاکستان واکمن گوند تحريک انصاف د مولانا فضل الرحمان د ازادۍ مارچ د نه کولو د پاره د وزير دفاع پرويز خټک په مشرۍ يوه کميټي جوړه کړې ده چې د مولانا سره وويني.

چې کله مولانا ته وويل شول چې حکومت د پرويز خټک په مشرۍ کې يو پلاوی ټاکلی چې د مولانا فضل الرحمان سره خبرې اترې وکړي نو د وخت ضايع کولو پرته يې شرط کېښود چې که چرې خبرو اترو له راځي نو د وزير اعظم عمران خان استعفا دې د ځانه سره راوړي.

که يو خوا عمران خان د مولانا سره د خبرو اترو وړانديزونه کوي نو د بلې خوا يې د ځوانانو يوې غونډې ته ويلي چې دا اسمبلي په وړومبي ځل د ډيزل نه بغير ده، د عمران خان د دغه خبرې ښکاره هدف مولانا فضل الرحمان دی. عمران خان په خپلو ويناگانو کې مولانا فضل الرحمان ته مولانا ډيزل وايي.

ژورنالسټ او ټي وي اينکر حامد مير د عمران خان دا طنز پوښتلی دی چې د دې بيان سره د حکومتي پلاوي د پاره د خبرو اترو عمل ته به مشکلات پيښ نه شي؟

خو د حامد مير ټويټ ته په ځواب کې وتلي سياستمدار او د پي پي پي جنرل سيکرټري فرحت الله بابر ليکلي چې پرويز خټک خوار ته يې د اپوزيشن سره د مفاهمت کار په غاړه کړی نو پکار ده چې د عمران خان د دې بيان وروسته پرويز خټک په خپله د دې کار نه لاس په سر شي.

ښاغلي بابر ليکلي تر څو چې عمران خان بخښنه ونه غواړي خبره به په مخکې لاړه نه شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG