لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شیرین مزاري: د مطبوعاتو په اړه په نوي قانون د صحافیانو اندېښنې به حکومت لرې کوي


د صحافیانو تنظیمونو د مطبوعاتو په اړه په نوي قانون تشویش څرګند کړی، وايي د دې دلارې حکومت د میډیا ازادي قابو کول غواړي
د صحافیانو تنظیمونو د مطبوعاتو په اړه په نوي قانون تشویش څرګند کړی، وايي د دې دلارې حکومت د میډیا ازادي قابو کول غواړي

د بشرې حقونو وزیرې شیرین مزاري صحافیانو ته باور ورکړی چې د خبریالانو د تحفظ د نوي قانون په اړه د دوی اندیښنې به د قانون د عملې کولو په مهال لرې کړی شي.

خبریالانو د حکومتې وریزې د بیان هرکلی کړی خو دا یې هم ویلي که چېرې ددوې اندښنې لرې نه کړې شوې نو د قانون په ضد به سپریم کورټ ته مقدمه وړي.

حکومت که څه هم د جرنالسټانو د تحفظ قانون یو مترقي او ټول شموله قانون بولي خو د بشري حقونو او د خبریالانو د تحفظ دپاره کار کوونکي تنظیمونه دا اندیښنې لرې چې د دغه قانون ځینې برخې د دوې به ضد کارول کیدی شي.

د بشرې حقونو وزیرې شیرین مزارې اسلام اباد کې د جرنالسټانو د تحفظ د منظور شوي قانون په اړه یوې دستورې ته وویل یو قانون هم مکمل نه وي او هر وخت پکې د بهترۍ ضرورت وي.

شېرین مزاري وویل د دغه قانون د عملې کولو په اړه به قواعد جوړیږې او د خبریالانو کومې اندیښنې چې په قانون دي په دغو قواعدو کې به شامل کړی شي او دا عمل به شاوخوا تر یوې میاشتې پورې تر سره شي.

شیرین مزاري زیاته کړه چې په دغه قانون کې نیمګړتیا شته خو د جرنالسټانو یې څخه خواست وکړو چې قانون دی ومني ځکه چې دا د جرنالسټ تنظیمونو د مشرانو په مرسته جوړ کړې شوې دې.

د پاکستان فیډرل یونین اف جرنالسټس جنرل سکټر ناصر زیدې د وي اوای ډیوه سره خبرو کې د شیرین مزارې د دغه بیان هرکلی وکړو.

او ویې وېل حکومت په دې قانون کې د جرنالسټانو ځینې سپارښتنې په جزوې توګه شاملې کړي دي خو د قانون پر شپږمې برخې اوس هم اندیښنې لرې چې یوازې د پارلیمان د لارې پکې ايینې بدلون راوستل کیدې شي.

ناضر زېدي ز یاته کړه که چېرې حکومت په قانون کې ترمیم ونکړو نو په سپریم کورټ کې به د قانون کړکیچنه برخه چیلنج کوي.

د پاکستان تحریک انصاف حکومت تیره میاشت د جرنالسټانو د تحفظ قانون کال ۲۰۲۱ منظور کړو.

د ناصر زېدي ترمخه د قانون په شپزمه برخه کې ویل شوي جرنالسټانو ته پکار دې داسې مواد خپرولو څخه ډډه وکړې چې له سببه یې هیواد په مذهبې، فریعه ایزو، نسلې، کلتورې او صنفی بنیادونوکرکې ته وده ورکوې او تشدد ته خلک راپاروي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG